وطن ...
راځه کنه! لږ غم کړه رانه کم د دې وطن
تۀ هم د دې وطن یې او زۀ هم د دې وطن
نۀ پوی پکې د تور کاکل مستۍ ته شول زلمي
سپین ږیري کړل پۀ ځوانه،ځوانۍ غم د دې وطن
ویش،ویش سره، زیږې ګوتې پرې تېري کړي؛ خو چا
کېنښود ؛ پۀ زخمي زړګي مرهم د دې وطن
تل منځ کې د سیالانو هېوادو افغانستان
کیسه کوي د فقر د خپل چم د دې وطن
دا ورک دی،دا شهید دی، دا زخمي دی، دا بندي
همدا د تصویرونو دی البم د دې وطن
بس صبر،صبر،صبر او بیا هم شه صبر،صبر
حالات بۀ شي کوچیه بېرته سم د دې وطن
تبصره / نظر
نظرات / تبصري
د همدې برخي څخه
شریک کړئ
ټولپوښتنه
زمونږ فيسبوک
