د سپين کوچی لیکنی

پۀ دې شرط...!!

یـــوه خـبر کـــــوم درته، ارمـــانه پۀ دې شـــرط هــــر چا پورې زړۀ مۀ تړه، جــانانه پۀ دې شرط چې هـــره نیمګړتیا مې ساتي، ځان سره یو راز یو څوک راته ښاغلي دي، پــخوانه پۀ دې شرط ځــه خیر؛ زۀ بۀ د تېرې یـــارانې وکړم خـــاطر چې بیا راباندې نۀ شې، بد ګــمانه پۀ دې شرط پۀ خپلو کې یو بل باندې، د رحـــم شه جـــوګه کۀ غم درنه مخ واړوي، افـغـانـه ! پۀ دې شرط چې ستا لۀ درد او غم، اوښکو،ژړا نه اخلي ګټه مــخ واړوه لــۀ تش خواږۀ انسانه پۀ دې شرط چې نــــاز او نـــزاکـــت د یارانې پاللی نــۀ شي نو ځکه مې شي ځینو سره ورانــه پۀ دې شرط د ژوند ستړې کیسې مې درته وایم کۀ یې ژباړې کـــوچـــــیه !  د دردو...
نور ولوله

نۀ ځم...

ستا د وران چم د کوڅو پۀ لاره نۀ ځم د را ملاستو دېوالو پۀ لاره نۀ ځم نه، نه بیا راباندې لار کې څۀ چل کیږي ستا د یاد د ماښامو پۀ لاره نۀ ځم چې لۀ نازه مې سلام، سترګو کې اخلي موده وشوه د هغو پۀ لاره نۀ ځم نه،نه ستون شه کنه، نور راسره مۀ ځه نه، نو ځانته به تر څوو پۀ لاره نۀ ځم؟ تا چې و ډار کړم، چې پښې دې ماتومه سپین کوچي سره اوس هوو، پۀ لاره نۀ ځم! ...
نور ولوله

ژوند

پۀ ټوکو کې له چا سره شم وران، ورنه روان شـم چې چا سره نور اوړم پۀ خفګان، ورنـــه روان شـم اوس نــۀ شـمـه هــر چــا سـره پــاللــی یــارانه چې نن سبا کې څوک شي راته ګران،ورنه روان شم چې ژوند څومره سختیږي،پسې هومره لالــهاند یم چې ژوند راته ځان بېرته کړي اسان،ورنه روان شم اشنا!  پۀ دې عادت مې بې پروا بولې،که هر څۀ!! چې څوک راباندې لوړ وګڼي ځان، ورنه روان شم زۀ هم له مـجبوریتـه،خپل یاران دومره مجـبور کړم چې ښۀ پۀ خپلو کړو شي پښیمان،ورنه روان شم د مــور د مـیـنې قـدر باندې،اوس هم نۀ پوهـیـږم چې وایي له تـا ځـار،لـه تا قـربـان، ورنه روان شم په خپل حـالـت مې خــپلـه زړۀ نـري دردونه...
نور ولوله

کبرجنه...!

د ویرچم ته مې ځه،راځه  کراره کبرجنه خبر نه یې د زړونو، له ازاره کبرجنه د چا په ورکو پلونو پسې ورک یمه، په ورکوو پام ته راپسې را نه شي غباره کبرجنه له خیاله نورې مه راکاږه پوندو کې پاینڅې ګناه ده ، لږ په ځمکه ځه اواره کبرجنه په ډیرو ګرځیدو مې شوې تڼاکې د پښو تلې پیدا مې نکړه ستا زړګي ته لاره کبرجنه زه هم شپه شوګیره کړمه، ته هم، خو دومره ده چې زه زړه خورم، او ته خاندې تر سهاره کبرجنه زما د ګرد وهلي مخ تصویر باندې شرمیږي ...
نور ولوله

لږې اوبۀ راکه چې؛ وسوځېدم...!!!

لږې اوبۀ راکه چې وسوځېدم اوور مې اخیستی دی انسان یم اخر له ناچارۍ له خپل وطنه تښتم ستا ګاونډی غریب افغان یم اخر یم سر بداله سر مې کار نه کوي چې چېرته تلم،چېرته روان یم اخر هغه دی ټول یاران مې لولپه شول زۀ هم تنګ شوی په خپل ځان یم اخر لږې اوبۀ راکه چې؛                        وسوځېدم...!!! پرون مې هم څو لاس تړلي ورونه ستا د وحشت خړو څپوو وخوړل افسوس غوسه راځي په دې خبره چې هغوی هم خپلو اوبوو وخوړل نن دا دی بیا څو مسافر لاروي خپلو نیمګړو ارمانوو ...
نور ولوله

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک