No-IMG

د چا زړۀ...

اوس هسې پۀ خپل حال نۀ وي اکثره د چا زړۀ

ځوریږي پۀ وړه،وړه خبره د چا زړۀ

هغه ځوانیمرګی څۀ شو ؛ چې کوږ به ؤ له خیال

پرېوتی ورپسې دی له کمره د چا زړۀ

هغه ؤ چې زموږ د ټولو زړونه یې ساتل

خو موږ ساتلی نۀ شو څو نفره د چا زړۀ

لږ ساه واخله، دمه واخله د غرو پر څوکو ځار

په غرونو اوړي سم درسره لمره د چا زړۀ

پر تا ماتوي مینه د رنځور جانان د یاد

رنځور تبې نیولیه مازدیګره د چا زړۀ

بیا شاته،شاته ګوري غریو نیولی چا پسې

بیا مات د مزدورۍ له تریخ سفره د چا زړۀ

اخ ! څومره دې بیا خوند اخلي له څړیکې، څړیکې درد

چې غیږ درنه چاپېره کړي پرهره د چا زړۀ

ویل یې ورته کلک یې،اوس پۀ نۀ خبره ژاړي

کوچي ځوانیمرګ بیا کړو له نظره د چا زړۀ

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک