یو تصویر
پرون دې ژړولی یم ړنګ ښاره یو تصویر
د ګل پر مخ دې جوړ ؤ له پرهاره یو تصویر
په سپین مخ یې د اوښکو او د وینو رسامي وه
له خاورو مې راپورته کړو غباره یو تصویر
راټول مې کړو، سینې پورې مې ونیولو کلک
ټوټې، ټوټې شیندلی ؤ په لاره یو تصویر
پیغام یې د پرهر، پرهر حالاتو و لیمو کې
وخت مخکې را استولی له بهاره یو تصویر
د اوښکو، وینو، کریغو او سلګیو بد حالت دی
له ټولو څنګه جوړ کړم سپینه یاره یو تصویر
تبصره / نظر
نظرات / تبصري
د همدې برخي څخه
شریک کړئ
ټولپوښتنه
زمونږ فيسبوک
