No-IMG

نو را دې شي نو...

چې د څو شپو پر ځای پاخۀ راشي، نو را دې شي نو

کۀ ستا یادونه میلمانۀ راشي ، نو را دې شي نو

پۀ دواړه مخ دې ماشوم یاد پۀ خندا ښکل کړم، چې ځي

خو پۀ ژړا بېرته لۀ ورۀ راشي، نو را دې شي نو

ځینې بۀ دومره پۀ خوند، شونډو کې خبره کوي

چې ورته خولۀ کې دې اوبۀ راشي، نو را دې شي نو

خوږو خبرو کې یاران، دومره یو،بل وچېړي

چې ستغې، سپورې یې پۀ خولۀ راشي، نو را دې شي نو

تربیه غوره ده، مکتب او مدرسې نه، ګنې

کله ترې خوی کې، ځینې خرۀ راشي، نو را دې شي نو

څوک دې کیسه کې نۀ دي، دومره کۀ نور هم وژاړې

چې دې پۀ اوښکو کې باڼۀ راشي، نو را دې شي نو

ما پۀ ترخو، ترخو خبرو کړي، ښۀ سپکه وړۍ

بیا چې حالاتو کې خواږۀ راشي، نو را دې شي نو

زۀ بۀ تر خپله وسه، سپین کوچیه، هيڅ نۀ وایم

بیا کۀ د چا پۀ خولۀ هر څۀ راشي ، نو را دې شي نو

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک