درنه لاړم...!
زما برخه وي تل خواره درنه لاړم
د کلونو انتظاره درنه لاړم
بېرته ژوند چېرته لۀ سره پېلومه
شاته نېمه پېړۍ یاره درنه لاړم
زخم،زخم څڅېدلی دې پرېږدمه
جوړ مې نۀ شوې د زړۀ ښاره درنه لاړم
پۀ زړو سترګو مې ګوره زاړۀ پلونه
چېرته ورک پۀ ورکه لاره درنه لاړم
خلک شپو پسې پۀ تمه د سبا وي
زۀ ماښام پسې سهاره درنه لاړم
چې خبره بېخوندئ ته جوړېدله
او مزه یې تله، لۀ کاره؛ درنه لاړم
ستا پراخه حوصله ده کرار کېنه
زۀ کوچیه سپینه یاره درنه لاړم
تبصره / نظر
نظرات / تبصري
د همدې برخي څخه
شریک کړئ
ټولپوښتنه
زمونږ فيسبوک
