سړیه...!
پۀ زړۀ دې څۀ تېریږي، څۀ سړیه؟
چې وهې سر ؛ پر زنګانۀ سړیه
جار دې لۀ اوښکو،اوښکو سترګو نه شم
پۀ زړګي مات اوبۀ،اوبۀ سړیه
دومره نازک،نری زړۀ مۀ ساته نو...
یه! پۀ غمونو کې پاخۀ سړیه
د ورک ارمان خوبونه ګورې کۀ نه؟!
خپل مات څنګل باندې، ویدۀ سړیه
د نابلدو، نابلد مالت کې
ورک،ورک دې؛ چا پسې کاتۀ سړیه؟
خندا ته شونډې لږ ، پر پام جوړوه
د پرهرونو د کالۀ سړیه
لۀ ځانه ورک، د ښار پۀ شور کې نۀ شې
سپینه کوچیه د راغۀ سړیه
تبصره / نظر
نظرات / تبصري
د همدې برخي څخه
شریک کړئ
ټولپوښتنه
زمونږ فيسبوک
