مطالب مهم
تونس؛ اخوانیهای دمکرات وسکولرهای دکتاتور
دولتِ تونس از مثالهای زندهء مصداقیتِ عبارتِ فوق است که عنوان دادیم.
خوانندگان این سلسله شاید بیاد دارند که چندین بار در تحلیل وتبصرهء رویدادهای جهان وممالک مسلمان نشین قضایای تونس را به تحلیل وتجزیه گرفتیم، نه برای اینکه تونس کدام کشور بسیار مؤثر در قضایای جهان است ویا حتی در میان ممالک مسلمان نشین کدام نقش بسیار برازنده دارد،-- زیرا این کشور از نظرِ مساحت خورد ترین کشور شمال افریقا، واز نظر تولیدِ اقتصادی نه چندان فائق الوصف، و از نظر منابع بشری نه مانند همسایگان خود است،-- بلکه از این زاویه به بحث گرفتیم که این کشور دومین مستعمرهء فرانسه بعد از الجزائر در شمال افریقا بود که تاریخ اشغال ان توسط فرانسه به اواخر قرن نزده عیسوی برمیگردد، وفرانسه چنانکه در الجزائر همسایهء تونس دچار جهاد ومق...
نور ولوله
د هند د بهاراتیا جاناتا ډله له اسلام او مسلمانانو سره ژوره دښمني لري
د هند د سیاسي ډلو له منځه تر ټولو افراطي ډله چې له اسلام او مسلمانانو سره ژوره دښمني ښيي، د مودي تر مشرۍ لاندي حاکم ګوند بهاراتیا جاناتا Bharatiya Janata Party/BJP دی چې اوس یې د وروستي افراطي او بشر ضد کړنې په توګه په ځينو سیمو کې پر حجاب او اسلامي لباس بندیز لګولی او تر ټولو ناوړه داچې ددې بندیز د تطبیق پر مهال غیر مسوول، افراطی او عقده يي هندوان د مسلمانو مېرمنو سره په ښار، کوڅو، ښوونځيو او پوهنتونونو کې ډير ناوړه چلند کوي.
له ديني او مذهبي مسايلو پرته فردي آزادی د ليبرال تفکر پر بنسټ د نړيوالو بشري حقونو او حقوقو(Rights&Law) بنسټ تشکيلوي.
د بشري حقونو اړوند موجود نړيوال حقوقي نظم په فرانظريه کې له لېبرا...
نور ولوله
د لویو هېوادونو لوبې هم لوی او اوږدمهاله وي
حاجي معراج
پاکستاني سیاسیون او اسټبلشمنټ تل هڅه کوي، زبرځواک هېوادونو سره ښې اړېکې ولري ، څو د ضرورت په وخت خپلې ګټې تر لاسه کړي. مګر اوسنېو حالاتو کې داسې سیاستونه ډیر دوام نشي کولی ، د نړی سیاسي اقتصادي او نظامي حالات ډیر په چټکۍ سره بدلېږي،چین له تایوان او روس له یوکراین سره د جنګ تر پولې رسېدلي.
پدې حساسو شرایطو کې یوه داسې بهرنی تګلاره جوړول چې ټولو خواو ته د منلو وي ، خورا ګران او ستونزمن کار دی.
امریکا غواړي منځني اسیا هېوادو کې خپل نفوذ زیات کړي ، خو روس ېې مخنیوي کوي ، په ورته مهال عربي هېوادونه هم هڅه کوي، اسرایلو سره خپلې سیاسي اقتصادي او نظامي اړیکې ټېنګې کړي.
ایران سر...
نور ولوله
زه حزبي يم؛ ملي منافع تر گوندي او شخصي منافعو غوره بولم
زه حزبي یم، کورنۍ مې د حزب اسلامي افغانستان غړیتوب لري او د ملګرو غوښنه برخه مې هم د حزبیانو ده
مګر که نظام جوړېږي، هېواد مو په رښتینې معنی د سیالانو سیال کېږي، په مجموع کې د هېوادوالو ژوند مثبت لوري ته حرکت کوي، او حزب اسلامي افغانستان ته په کې هيڅ ډول ګټه او سیاسي برخه نه رسېږي؛ زه پرې راضي یم، زه وایم د هېواد ملي ګټې دې د ګوندونو او اشخاصو په تول نه تلل کېږي، دا د هېواد د عُلیا اهدافو په خیر نه دی.
خو له بده مرغه ډېر ګورم چې که ډله یې مادي ګټه نه ترلاسه کوي، د خوښې مشران یې لوړو څوکیو ته نه رسېږي، نو دوی بیا د هېواد د هر ارزښت په سپکېدو مَن مَن غوښې اخلي، کله د افغانیو په راټيټېدو خوشحاله وي، کله په هېواد د نړیوالو بندیزونو ارمان کوي او کله خو د خپل هېواد د حیثیت د راټيټېدو خ...
نور ولوله
حکمتيار: امريکايانو ته وايو چي نور ستاسو د فرمانونو صادرولو دوران تېر شوى
إن الله لا يضيع اجر المؤمنين. صدق الله العظيم.
الله تعالى فرمايي:
په يقين سره چي الله تعالى د مؤمنانو اجر هيڅكله نه ضائع كوي.
اجر د نيك عمل بدلې او هغي نتيجې ته وايي چي الله تعالى ئې پرې مرتب كوي؛ هر نېك عمل خپله بدله او معاوضه لري؛ هم په دنيا كي او هم په آخرت كي؛ الله تعالى د دې بدلې او نتيجې ذمه وهلې؛ او د قرآن په گڼ شمېر آيتونو كي ئې مؤمنانو ته اطمئنان وركړى چي ستاسو د سعي او جهادونو اجر هيڅكله نه ضائع كېږي. لكه چي فرمايي: إن الله لا يضيع اجر المحسنين: الله تعالى د محسنينو اجر نه ضائع كوي.
دغو آيتونو ته په پام سره بايد مطمئن وو چي د شر او فساد ځواكونو او د اشغالگرانو په خلاف زموږ د ...
نور ولوله
جنگ آب و خواب آلوده گي ما
استاد مسعود
سال ٢٠٥٠ ميلادي دشوار ترين روز هاي آب براي انسان هاي زمين است
جنگ آب آغاز مي شود( سازمان بين المللي حمايه ازآب)
……..
١- در منطقه ما افغانستان به مثابه منبع آب منطقه يكبار ديگر خطر ساز مي شود. و شايد از ٢٠٢١ تا ٢٠٥٠ ما شاهد حملات توطئه ها و برنامه هاي آبي منطقه براي ربودن آب باشيم:
جنگ آب حتمي است.
………..
٢- افغانستان و تاجيكستان منبع آب منطقه اند و آنهم آب شرين ، افغانستان كه در پنج حوز...
نور ولوله
د هیواد وتلی سیاسي او جهادي شخصیت
استاذ صالح محمد (قند هاري) پغماني رحمه الله د ناڅاپه مړینې له کبله د هغه درنې کورنۍ، خواخوږو،همسنګرو،همفکرواود هیواد دااصیل خوځښت ټولولارویانو ته د زړه له تله تعزیت اوتسلیت وړاندي کوو.
استاذ صالح محمد قند هاري رحمه الله د هیواد یومخلص،فدا کارپه دین وطن مین شخصیت او یوه ملي څېره وه چې دځوانۍ نه نیولي ان ترمرګه یې دین وطن ته خد مت خپله اساسي دنده ګر ځو لې وه،استاذ یو ازاد،خپلواک،د ینپال وطنپال شخصیت وه چې دافغانسشتان دټولو قومو نو ولسونو پرګنو، شخصیتونوسره یې متوازنې اړیکي لرلې او همیشه یې پرملي اوا وحدت ټینګاراوعملاً ورته کارکاوه.
استاذ د میډ یا په میدان کې د هیواد د مخلصو،فدا کارو بچیانیو سترمدافع شخصیت وه چې په خپلو تلوزیوني مرکو کې یې همیشه دافغان ولس له...
نور ولوله
شارلوټ بيلیز خپله کیسه ولې رسنیـزه کړه؟
یوه لیکي وايي: "نیوزيلېــنډ ځکه دغي حاملې خبریالي ته هیواد ته د ورتگ اجازه نه ورکوي؛ بلکي هغې ته دا سزا ورکوي چي د امریکایان په هغو بدو شپو او ورځو کي چي نه ئې سرونه په امان ول او نه ئې... دا ته په کومه دنده لگیــا وې چي حمل دي هم له هغه هیواده راوړ؛ بې شرمي ښځي.
په هر صورت چي کله "شارلوټ بيلیـز" خپله کیسه رسنیـزه کړه او دا ئې وویل چي طالبانو ئې د پناه اخیستلو وړاندیر ته لبیک ویلی نو دوی چي هغوی د ښځو د حقوقو په پایمال کولو متهم کوي؛ سمدستي ئې فیصله وکړه چي هسي هغوی ته ورنشې؛ موږ به تا ته په ځانگړي استثناء سره هیواد ته د راتللو اجازه درکړو...
غرب چي د مېرمنو د حقوقو په اړه ځانگړي تعریفونه لري؛ یعني د شرقي مېرمنو په ارتباط یو تعریف او د غربي مېرمنو لپاره بل تعریف؛ ...
نور ولوله
انساني ابتغا، نوې تکنالوجې او فقر
په تیر پسې
الله ج هر انسان ته د خپلې بقا او ګټې لپاره د یو څه د لاسته راوړلو فطري غریزه ورکړې ده. دا فطري غریزه انسان هڅوي چې د خپلې بقا، هوساینې او سعادت لپاره لټون وکړي او یو څه لاسته راوړې. دې لټون ته په قرانې اصطلاح کې ابتغا وایي. د ابتغا د لا مؤثرتوب لپاره، الله ج انسان ته پوهه، فزیکي او غیر فزیکي استعدادونه هم ورکړې دي.
څومره چې په یوه ټولنه کې د افرادو ابتغا په علم او تکنالوژۍ کې د پرمختګونو سره همغږې او ملګرې وي هومره په هغه ټولنه کې د خلکو لاسته راوړنې ډيرې او د فقر کچه کمه وي.
د مثال په توګه که یو بزګر له یو جریب ځمکې څخه پنځه خرواره غنم حاصل اخلي، د زراعت په برخه کې د نوې پوهې او تکنالوجۍ د استعمال له لارې دا حاصل لس خروارو ته رسولی ش...
نور ولوله
دشواري های با ايران در مورد آب هيرمند
استاد مسعود
٦٠ مليارد دالر قرضداري ايران از افغانستان بابت استفاده بالاتر از حقابه خود از سهم تعين شده.
١- متوجه باشيد تخريب يا حرف بد فكر نكنيد مي خواهم آنچه اتفاق افتيده قصه گويم
٢- بر اساس موافقه دولتين افغانستان و ايران درج شده در معاهده تعين حقابه درياي هيرمند ، كشور ايران با در نظر داشت ٢٦ متر مكعب آب كه در زمان عقد معاهده براي افغانستان سنگيني مي كرد و حالا با فرو كش كردن ١٢ مرتبه غير ممكن پنداشته مي شود تعين گرديد.
٣- بر اين اساس كشور ايران سالانه ٨٢٠ مليون متر مكعب آب را به مثابه حقابه...
نور ولوله
امريکا فولبرايټ سکالرشپ ولې پر افغانانو تړلی؟
زاهد جلالي
تېر کال همدا ورځې مې پر يوه کتاب کار شروع کړ. د کتاب سرليک و، «د اسلام او غرب اړيکو ته يوه کتنه: له اسلامي فتوحاتو پر افغانستان د امريکا تر بريده». دغه کتاب پنځه برخې لري: اسلامي فتوحات، صليبي جګړې، استعمار، استشراق او د سپتمبر له یوولسمې وروسته.
د کتاب څلور برخې پوره شوې. بيا زما واده وشو او د کتاب وروستۍ برخه تر اوسه همداسې پاتې ده. د کتابګوټي يوه کوچنۍ برخه کې د سکالرشېپونو موضوع بحث شوې.
مصر په اسلامي نړۍ کې له اولو هېوادونو څخه و چې د فرانسې له لورې د ستعمار په نيت اشغال شو. دوی له سخت غبرګون سره مخ شول. د دوی مشر جنرال د ازهر د يوه سوريايي ط.ال.ب له لورې په چاړه ووژل شو. دغو کارونو د...
نور ولوله
هغه اجیـر خلک چي لا ئې هم مأموریت پای ته نه دئ رسېدلی!
• یو خو د مقاومت په نوم یو څو اېکسپائیر شوي انټي بائیوټِک یا نیم مرده میکروبونه چي بهر ته تښتېدلي او غواړي د بهرنیــانو په مالي ملاتړ دلته یو ځل بیا ژوندي کېدلو چانس ترلاسه کړي او د هیـواد امن اخلال کړي؛ دوی د ناټو د دومره پراخ نظامي حضور پر وخت یوازي په غلاوو روږد شوي ول؛ اوس غواړي هغه هر څه یوازي د هغوی په مالي ملاتړ ترلاسه کړي؛ چي لله الحمد ممکن نه ښکاري...
• دوهمه ډله صلیبي داعیـانو ول چي عیسائیت ته ئې خلک دعوت کول؛ د هغوی ټغر هم د امریکا د نظامي حضور د پای ته رسېدلو سره ختم شو...
• او درېـیـمه ډله هغه ده چي د هیواد د اسلامیت، کلتور او مقدسو شعائرو پر خلاف مأمور شوي؛ دو...
نور ولوله
استعمار تل خپل لاسپوڅي ذلیل او خوار بولي
د اوکراین او روسیې لانجه:
جرمني اوکراین ته ۵ زره نظامي خولۍ استولي.
د اوکراین د عدلیې وزیر ویلي، دا ریشخند دی، بله ورځ به راته د خوب بالښتونه رالېږئ.
استعـــمار تل خپل لاسپــوڅي ذلیل او خوار بولي؛ بلکي اکثره وختونه هغوی ته بار بار دا احساس هم ورکوي چي تاسي پر موږ متکي یاست؛ که موږ مو له ملاتړ نه لاس واخلو نور مقتدر هیوادونه به مو وخوري!
همدې ورته پېښه د جمال عبدالناصر سره هغه وخت پېښه شوه چي کله په ۱۹۵۴م کي په یوه سفر امرېکا ته ولاړی او هغوی فقط ۲-دوه میلیــونه ډالر مرسته ورسره وکړه؛ د دوه میلیونه ډالرو خیرات انقلابي فوځي دولت ځان ته سپکاوی وبلی او د دوی پر ضد جمال ناصر له روسانو د فوځي مرستو غوښتنه وکړه؛ مصر د ه...
نور ولوله
مولانا وحيد الدين د طالبانو او مجاهدينو په اړه تاريخ ليکنه کې بې انصافي کړې ده
د مولانا وحید الدین خان (هِـنـد-پــاک ډائـري) کتاب مي مطالعه کوی؛ مولانا د دې کتاب تر وروستي عنوان "د اسلام په نوم غیرِ اسلام" چي انگیزي عبارت ئې داسي لیکل شوی De-Islamising Islam----Taliban Style لاندي لیکي:
"په افغانستان کي د کمونسټ روس د سیاسي غلبې په آخري وخت کي ما افغانستان ته سفر کړی وو؛ په دې سفر کي ما ولیدل چي د افغانستان مرکز کابل مکمل په امن کي دئ؛ خو د طالبانو د دعوې مطابق د دوی د اسلامي حکومت پر وخت د کابل لویه برخه وېـجاړ شوی دئ؛ نن چي افغانان له کومو مصیبتونو سره لاس و گرېـوان دي؛ دوی په خپل بشپـړ تاریخ کي له داسي مصیبتونو سره نه وو مخ شوي.
طالبان روسي کمونیزم کفر بولي خو ځانونه د اسلام نمایـندگان ښیي؛ ع...
نور ولوله
حکمتيار بايډن ته؛ افغانستان هغه مهال هم وو چي د امريکا په نامه هيڅ هېواد نه وو
هغو ته چي وايي: افغانان واحد ملت نه وو او هيڅوك ئې ملي وحدت نشي تأمينولى؛ په لنډو جملو كي وايو:
افغانستان هغه مهال هم وو چي د متحده ايالاتو په نامه هيڅ هېواد نه وو، امريكا يوه مستعمره ده؛ د بريتانيا مستعمره؛ اصلي اوسېدونكي او د امريكا اصلي خاوندان ئې د اشغالگرانو په لاس ځپل شوي؛ هر څه ئې ترې اخيستي؛ بريتانيا خپله ژبه، كلتور او فرهنگ پرې تحميل كړى؛ تر نن پوري هالي ووډ په خپلو كوبايي فيلمونو كي د امريكا اصلي اوسېدونكي د وحشيانو په توگه معرفي كوي؛ دا افغانان وو چي بريتانيا ته ئې ماته وركړه، تر بريتانيا وړاندي سكندر او چنگيز د دوى په لاس مات شوي وو، او تر بريتانيا وروسته شوروي او ناټو. څو پېړۍ ئې پر لوى هند او له ډهلي تر اصفهان حكومت كړى، د هر يرغلگر او اشغالگر په وړاندي په واحد او مستحكم صف كي او تر يوه ملي زعامت ...
نور ولوله
