No-IMG

زه حزبي يم؛ ملي منافع تر گوندي او شخصي منافعو غوره بولم

زه حزبي یم، کورنۍ مې د حزب اسلامي افغانستان غړیتوب لري او د ملګرو غوښنه برخه مې هم د حزبیانو ده

مګر که نظام جوړېږي، هېواد مو په رښتینې معنی د سیالانو سیال کېږي، په مجموع کې د هېوادوالو ژوند مثبت لوري ته حرکت کوي، او حزب اسلامي افغانستان ته په کې هيڅ ډول ګټه او سیاسي برخه نه رسېږي؛ زه پرې راضي یم، زه وایم د هېواد ملي ګټې دې د ګوندونو او اشخاصو په تول نه تلل کېږي، دا د هېواد د عُلیا اهدافو په خیر نه دی.

خو له بده مرغه ډېر ګورم چې که ډله یې مادي ګټه نه ترلاسه کوي، د خوښې مشران یې لوړو څوکیو ته نه رسېږي، نو دوی بیا د هېواد د هر ارزښت په سپکېدو مَن مَن غوښې اخلي، کله د افغانیو په راټيټېدو خوشحاله وي، کله په هېواد د نړیوالو بندیزونو ارمان کوي او کله خو د خپل هېواد د حیثیت د راټيټېدو خبره هم په افتخار ښکته او پورته کوي!!!

افغانان د تاریخ په اوږدو کې کله درانه او کله سپک شوي دي، دا د طبیعت برخه ده، خو هیڅ افغان مې په دې نه دی پیرزو چې دومروه دې هم ټيټ شي چې شخصي او ګوندي منافع دې تر ملي منافعو غوره وبولي.

مونږ

له بلې زاويې

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک