No-IMG

د لویو هېوادونو لوبې هم لوی او اوږدمهاله وي

حاجي معراج

 

پاکستاني سیاسیون او اسټبلشمنټ تل هڅه کوي، زبرځواک هېوادونو سره ښې اړېکې ولري ، څو د ضرورت په وخت خپلې ګټې تر لاسه کړي. مګر اوسنېو حالاتو کې داسې سیاستونه ډیر دوام نشي کولی ، د نړی سیاسي اقتصادي او نظامي حالات ډیر په چټکۍ سره بدلېږي،چین له تایوان او روس له یوکراین سره د جنګ تر پولې رسېدلي.

پدې حساسو شرایطو کې یوه داسې بهرنی تګلاره جوړول چې ټولو خواو ته د منلو وي ، خورا ګران او ستونزمن کار دی.

امریکا غواړي منځني اسیا هېوادو کې خپل نفوذ زیات کړي ، خو روس ېې مخنیوي کوي ، په ورته مهال عربي هېوادونه هم هڅه کوي، اسرایلو سره خپلې سیاسي اقتصادي او نظامي اړیکې ټېنګې کړي.

ایران سره لدې چې په نړېوالو غونډو کې د امریکې مخالف ګڼل کېږي خو په ډیرو استخباراتي مسایلو کې ورسره نژدې اړیکې لري.

ډېری داسې هېوادونه چې پخوا یو بل سره سیاسي اړېکې نه درلودې ، د نژدې کېدو په حال کې دي.

تایوان مسله کې به هند، د امریکې خوا ونیسي خو پاکستان لپاره به ګرانه وي چې یو وخت کې چين او امریکه دواړه خوښ وساتي ، بلکې یو انتخاب به ولري.

امریکه غواړي، روس او چین ته د اقتصادي زیانونو سربېره نظامي زیان هم واړوي ، ځکه نو د بلوچستان صوبه چې چین پکې د میلیاردونو ډالرو سرمایه ګذاري کړی ورځ تر بلې د ناامنیو خواته روان دی.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک