د هیواد وتلی سیاسي او جهادي شخصیت
استاذ صالح محمد (قند هاري) پغماني رحمه الله د ناڅاپه مړینې له کبله د هغه درنې کورنۍ، خواخوږو،همسنګرو،همفکرواود هیواد دااصیل خوځښت ټولولارویانو ته د زړه له تله تعزیت اوتسلیت وړاندي کوو.
استاذ صالح محمد قند هاري رحمه الله د هیواد یومخلص،فدا کارپه دین وطن مین شخصیت او یوه ملي څېره وه چې دځوانۍ نه نیولي ان ترمرګه یې دین وطن ته خد مت خپله اساسي دنده ګر ځو لې وه،استاذ یو ازاد،خپلواک،د ینپال وطنپال شخصیت وه چې دافغانسشتان دټولو قومو نو ولسونو پرګنو، شخصیتونوسره یې متوازنې اړیکي لرلې او همیشه یې پرملي اوا وحدت ټینګاراوعملاً ورته کارکاوه.
استاذ د میډ یا په میدان کې د هیواد د مخلصو،فدا کارو بچیانیو سترمدافع شخصیت وه چې په خپلو تلوزیوني مرکو کې یې همیشه دافغان ولس له مخلصو قیادتونو،اصیلوبچیانواوداشغال په مقابل کې ولاړوځوانان علني د فاع خپله دیني او ملي وجیبه بلله اوپه عمل کې یې ثابته کړې وه.
مرحوم استاذ دزیاتو مظلوموبندیانوپه خلاصون اود هغوی سره په اخلاقي ،مادی اومعنوي مرستو سره یو مخکښ شخصیت وه چې هیڅ ډول مرسته یې ورڅخه نه دریغوله.
د تیرشړیدلي رژیم پرمهال موپه لومړی ځل د کابل په یوه مشهوره مطبعه کې چې غالباً کوم کتاب یې چاپاوه ورسره د دوو نورو وروڼو په معیت ملاقات وه شه هلته یې مونږته یوه لنډه میلمستیا راکړه اوهم یې مونږته یوڅه ښه نظریات وړاندي کړل چې د هغه په سبب موبیا دده دځانګړې لیدنې لپاره پغمان خالداریو سیمې ته ولاړواوهلته یې هم میلمانه شو چې زمونږزیات خدمت اومهامانداري وکړه.
اودا ډول یې هغه وخت دځینو بندیانو د خلاصون په موخه له مونږسره پوره منډه اوان ترلوړ و مسئولینو زمونږ اواز ورساوه چې دلوی رب نه ورته په اخرت کې دزیاتواجرونو غو ښتو نکي یو.
په اخره کې استاذ ته د جنت الفردوس اود هغه درنې کورنۍ ته د جمیل صبرغوښتونکي ویو
رحمهالله رحمةً واسعةً واسکنه فسیح جناته.
