حکمتيار بايډن ته؛ افغانستان هغه مهال هم وو چي د امريکا په نامه هيڅ هېواد نه وو
هغو ته چي وايي: افغانان واحد ملت نه وو او هيڅوك ئې ملي وحدت نشي تأمينولى؛ په لنډو جملو كي وايو:
افغانستان هغه مهال هم وو چي د متحده ايالاتو په نامه هيڅ هېواد نه وو، امريكا يوه مستعمره ده؛ د بريتانيا مستعمره؛ اصلي اوسېدونكي او د امريكا اصلي خاوندان ئې د اشغالگرانو په لاس ځپل شوي؛ هر څه ئې ترې اخيستي؛ بريتانيا خپله ژبه، كلتور او فرهنگ پرې تحميل كړى؛ تر نن پوري هالي ووډ په خپلو كوبايي فيلمونو كي د امريكا اصلي اوسېدونكي د وحشيانو په توگه معرفي كوي؛ دا افغانان وو چي بريتانيا ته ئې ماته وركړه، تر بريتانيا وړاندي سكندر او چنگيز د دوى په لاس مات شوي وو، او تر بريتانيا وروسته شوروي او ناټو. څو پېړۍ ئې پر لوى هند او له ډهلي تر اصفهان حكومت كړى، د هر يرغلگر او اشغالگر په وړاندي په واحد او مستحكم صف كي او تر يوه ملي زعامت لاندي جنگېدلي، له خپلي آزادۍ، خپلواكۍ او ارزښتونو ئې په مېړانه دفاع كړې او په هر جنگ كي ئې بريا په برخه شوې. يوازي هغه به له دې حقيقت انكار كوي چي ډېر ناپوه او له تاريخي مسلمو حقائقو بې خبر وي.
