مولانا وحيد الدين د طالبانو او مجاهدينو په اړه تاريخ ليکنه کې بې انصافي کړې ده
د مولانا وحید الدین خان (هِـنـد-پــاک ډائـري) کتاب مي مطالعه کوی؛ مولانا د دې کتاب تر وروستي عنوان "د اسلام په نوم غیرِ اسلام" چي انگیزي عبارت ئې داسي لیکل شوی De-Islamising Islam----Taliban Style لاندي لیکي:
"په افغانستان کي د کمونسټ روس د سیاسي غلبې په آخري وخت کي ما افغانستان ته سفر کړی وو؛ په دې سفر کي ما ولیدل چي د افغانستان مرکز کابل مکمل په امن کي دئ؛ خو د طالبانو د دعوې مطابق د دوی د اسلامي حکومت پر وخت د کابل لویه برخه وېـجاړ شوی دئ؛ نن چي افغانان له کومو مصیبتونو سره لاس و گرېـوان دي؛ دوی په خپل بشپـړ تاریخ کي له داسي مصیبتونو سره نه وو مخ شوي.
طالبان روسي کمونیزم کفر بولي خو ځانونه د اسلام نمایـندگان ښیي؛ عجیبه خبره ده چي روسي 'کُفر' خو افغانستان ته په جُزوي شکل تاوان رسولی وو البته د طالبانو اسلام افغانستان په کُلي شکل تباه کړ؛ دا هر څه په دې هیواد کي د اسلام پر نوم ترسره کیږي؛ خو دا د اسلام پر نوم د اسلام نفي (de-Islamisation) ده؛ چي بل مثال به ئې شاید د اسلام په بشپړ تاریخ کي نه موندل کیږي."
وروسته د طالبانو تر تعریف او پېژندگلوي لاندي هغوی نور هم ټکوي؛ د بامیانو د مجسمې پر ماتولو هغوی غندي؛ خُلاصه نوره بشپړه لیکنه ئې پر همدې محور را څرخي...
کېدی شي د پورته ذکر شوي عنوان د پیل کرښي او ورپسې شدیده غصه او تُنده نیوکه/ټاپه ئې هم له همدې وجهي وه؛ خو دومره شدت او سختي د یوه تحقیقي عالم د شان سره نه ښايي؛ په فیصلو او قضاوتونو کي احساساتو ته ځای نه ورکول کیږي؛ لیکنه یو ډول تحریري قضاوت دئ؛ مولانا ته ځیني د منل شوي تحقیقي عالم په صفت قائل دي؛ د نوموړي پورتنۍ لیکنه ماته دا جوته کړه چي په دغه موضوع کي د نوموړي ځیني دلایل که څه هم ښه دي خو په ډېرو ځایونو کي ئې سخت تجاوز او بې انصافي کړېـده...
بې مبالغې به ووایم چي هر اسلامي تنظیم او تحریک چي خامیاني، تېروتني او نوري ستونزي لري او هغوی ته اشاره کول بده خبره نده؛ خو د هغوی مثبت اړخ بیانول هم د منصف مسلمان لیکوال وقایه ده؛ پر هغوی سترگي پټول ناسم استدلال او غیر منصفانه قضاوت بللی شو؛ د یوه اسلامي تحریک داسي رټل لکه هغوی چي هیڅ نه وي کړي دا به نو یا د یوه لیکوال پر ناپوهۍ او یا مطلق بې خبرۍ دلالت کوي؛ د هندوستان ځیني علماء او ډېری سیاسیون اکثره وختونه د مصلحت او احتیاط په خاطر سطحي ولاړ شي؛ خو دومره وي چي بیا ئې هم تبصرې تر شا یو خام استدلال لري؛ هغه که هر څومره کمزوری دلیل هم وي خو بیا هم شتون لري...
له ذاکر نایک نه چي کله یو څوک د اُسامه شهید او طالبانو په ارتباط پوښتنه وکړي؛ باور وکړئ زه خفه شوم؛ ځکه فکر مي کوی چي ممکن د نورو هندیـانو په څېـر نوموړی هم کمزوری دلیل ووایي او یا سمدستي د تروریزم ټاپــه ووهي؛ خو د نوموړي ځواب ډېر خوندور او د ستایلـو وړ وو؛ ښه په منطق ځواب ووایي پر یوټیوب ئې کتلی شئ!
خو برعکس بیا مولانا صاحب؛ نه ئې افغانستان ته د تللو نېـټه لیکلې او نه ئې دا وضاحت ورکړی چي کابل چا او څنگه وران کړ؟ کېدی شي د نوموړي معلومات هم د غربي رسنیــو نه اقتباس شوي وي؛ زه دا منم او د اسلامي امارت د تېري دورې ځیني کړني ناسمي هم بولم خو په عموم کي ویلی شم چي هغوی له هیواده د یوې اوږدې جگړي ټــغر ټول کړ؛ دوه ځله ئې د منظمي تجزیې مخه ونیوله؛ یو ځل هغه وخت چي د یوه نظاري ژباړن په قول دوستـم د ایران په اشاره او ملاتړ پلان درلودو¹ او بل ځل بیا چي د اوسني فدرالي او خراساني بگېــلو لوبغــاړو په ذریعه د عمل جامه ورباندي اغوستل کېده؛ خیر مولانا عالم بالغیب نه وو له اوسنیو مسائلو بې خبره وو خو د مخکنیـو جگړو، وحشتونو او ظلمونو شاهد بـــه پاته شوی وو؛ هغوی ئې څنگه هېـر کړل؟! د افغانستان د اقتصاد او نورو سترو مسائـلو پر ځای ئې طالبان یوازي د بودا د مجسمې پر ماتولو محکوم کړي او پېـزندلي؛ ممکن ده د دغه تحریک په ارتباط مخکي څه نه وو اورېدلي؛ ما د اخوان المسلمین اسلامي تحریک کتاب ژباړلی او د هغه په سر کي مي د هغه د ژباړن مولانا رضوان علي ندوي اوږده تبصره کتلې؛ څومره معتدل بحث ئې کړی؛ خو دلـــتـه ما اعتدال پیدا نـکړ... دا خو ما یوازي د افغانستان په تړاؤ د مولانا صاحب لرلید نقد کړ؛ د سیمي د نور سیاست په ارتباط خو تر دې هم تُـند بحث کوي...
یادونه: دا یو وضاحت اړین بولم چي ما د مولانا نور تصانیف نه دي مطالعه کړي؛ نو ځکه هم زه د نوموړي د شخصیت او فــکر په تړاؤ څه نه وایم؛ پورتنۍ لیکنه مي یوازي د همدې موضوع په ارتباط شخصي نــظر دئ... که له ما تېـروتنه شوې هیله کوم اصلاح مي کړئ! مننه
¹ دغه کتاب چي د شوریٰ نظار یوه لیکوال ژباړلی وو؛ تېره میاشت مي د سفر پر وخت مطالعه کړ؛ نوم ئې رانه هېـر دئ؛ نوموړي دا هڅه کړې چي مسعود له دې دسیسې وباسي؛ بلکي هغه د تجزیې د منعي ستر کریکټر وښیي؛ د شوریٰ نظار څومره لیکوالانو چي څه کتابونه ژباړلي په هغوی کي ئې تحریف کړی وي...
