مطالب مهم

نړۍ! د هارون مور او بچیان به دې دا ستم وزغمي خو هېر به یې نه کړي

نظير منيب   فرانس پرېس د جابرې امریکا له قوله ویلي، چې د ګوانتانامو له زندانه یې د ۵ زندانیانو د خوشې کولو پرېکړه کړې ۳ تنه د یمن دي، ۱ د سومالیا او بل یو هم د کینیا دی. په دغې وحشت خونه کې یوازینی افغان بندي اسدالله هارون بیا له یاده ویستل شوی په داسې حال کې چې تر اوسه پرې هیڅ کوم جرم نه دی ثابت شوی نوموړی له ۲۰۰۷ کال راهیسې د جبر او ظلم په پنجو کې دی. لور یې پر زړه د پلار د لیدو هېله او د ډېرو نا ویلو خبرو دروند پېټی ګرځوي. تېر کال یې ویل چې دا پېټی به یې د پلار له ازادېدو وروسته له هغه سره د زړه پر خواله کولو سپک شي. ...
نور ولوله

آغاز کار مدرسه حزب اسلامي افغانستان

شروع کار مشکل بود اما الله متعال کمک کرد. ان تنصرو الله ینصرکم. اگرشما دین خدا را کمک کنید خداوندمتعال شما راکمک میکند یقینا نصرت الهی شامل حال انانی میشوند که اراده کار خیر (کوچک و یا بزرگ) را برای سربلندی اسلام داشته باشد نظر به ضرورت و انتظار دو صد شاگرد تعلیم القران. کار تعمیراتی یک سالون کلان درسی را درمدرسه مذکور دو ماه قبل اغاز نمودیم که الحمدلله دفتر خدمات با ارسال  کمک دو صدهزار روپیه از برادران وخواهران اهل خیر توانست تا یک قسمت کار زیاد انجام شود. خداوند متعال مهربان است که عنقریب بقیه تکمیل کار تعمیراتی هم به کمک برادران وخواهران اهل خیر به پایان برسد. ان شاالله باحترام ...
نور ولوله

د واشنګټن د ګټو ساتونکو ته افغان ملت هېڅ اهمیت نه درلود

حمد الله محب Face The Nation ته مرکه کې وايي؛ زمونږ د حکومت سقوط په ۲۰۱۹ کې پیل شو، کله چې امریکا طالبانو سره خبرې پیل کړې او مونږ یې شا ته پرېښودو. مونږ ته امریکایانو د هوايي ځواک لپاره ملاتړ نه راکاوه.‌ زمونږ لاسونه یې شا ته تړلي ؤ. مونږ د امریکا له بسپنې پرته کله جګړه کولی شوه؟” همدا محب له سقوطه څو میاشتې مخکې؛ “زمونږ پوځونه آزاد دي، مونږ مستقل یو، د هر څه تصمیم خپله نیسو، دا جګړه ګټو، نړیواله ټولنه زمونږ شا ته ولاړ ده.” تېرې تورې دورې کې د افغانانو په شکل د واشنګټن، پاریس او لندن د ګټو ساتونکي د واک په ګدۍ کېنول شوي ؤ. دوی ته ملت او د ملت ا...
نور ولوله

جبهه مقاومت نه نړيوالو ته کوم ارزښت لري او نه افغان ملت ته

افغانان په مجموع کې باید یو واقعیت ومني، هغه دا چې په تیر شوي نظام او حکومت کې غله، مفسد، مجرمین او د قاتلانو ډلې ټپلې نه نړیوالو ته کوم ارزښت لري او نه د افغانستان ملت ته د منلو وړ دي؛ او نه د دې طمع باید ولري چې په راتلونکي افغان شموله حکومت کې ورته څوک سهم او امتیاز ورکړي، د بیا ځل لپاره دوی ته په حکومت کې سهم ورکول به هسې یو خوب، خیال، او جنون وي. په افغانستان کې د بدبختیو او جنګونو عاملین همدغه دوی دي او ټول ملت ته روښانه معلوم دي، حتی ولسونه هم له دوی ښه خاطره نه لري بلکې محاکمه ئې غواړي. د افغانستان اسلامي امارت باید له تیر شوي تاریخ نه باید لږ عبرت واخلي، په 1995 م کال کې د بهرنیانو استخباراتو په وساطت د جبهه مقاومت او د شورای نظار قوماندان احمد ش...
نور ولوله

هغوی چې لا هم له حکمتیار کرکه لري!

هغوی چې لا هم له حکمتیار کرکه لري او د تخريب أصلي عامل يې بولي، ستونزه يې يوازې د ښاغلي حکمتيار ژمن إسلامي فکر، ژمن شخصيت، کره ديني او سياسي منطق دی، بل څه نه شي کېدای. زه چې د نوموړي له شخصيت، فکر، دعوې او داعيې سره لږو ډېر اشنا يم، تر اوسه مې هيڅ څه داسې په کې نه دي محسوس کړي چې هغه دې زموږ د دين، هېواد، ملي ګټو او داعيې پر زيان تمام شي. نوموړي په خپله درې څلويښت کلنه سياسي او جهادي مبارزه کې پرله پسې هر راز سياسي، إقتصادي او إجتماعي محروميتونه وګالل، خو بيا هم د خپلو ديني او ملي ارزښتونو له ننګې او دفاع پښېمانه او ستومانه نه شو. هر راز سړې-تودې يې وزغملې، خو خپله سپېڅلې دعوه او داعيه يې خرڅه نه کړه....
نور ولوله

راز دشمنی آمریکا با جماعت اخوان المسلمین چیست؟

عمر بهاءالدین سفیر سوریه در عربستان سعودی   من (عمر بهاءالدین)  درسال۵۴ ۱۹ سفیر سوریه درعربستان سعودی  بودم که  درآن سال خیلی از کشورهای عربی با اقدام مناسبی جهت وساطت از جمال عبدالناصر خواستار عفو و بخشش و تخفیف حکم اعدام جمعی از رهبران اخوان المسلمین  از جمله حسن الهضیبی، محمد فرغلی، عبدالقادرعوده، یوسف طلعت و دیگر دوستانشان شدند که متاسفانه همه این سعی و تلاش ها حتی از زبان ملک سعود هم شنیده شد، بدون نتیجه مثبت پایان یافت . صبح روزی مسوول امر دیپلماسی آن وقت یعنی(وودس وورس) سفیر امریکا که مردی جوان و در رابطه با قضایای اعراب به تعاطف و انعطاف مشهور و در سخنوری  بلیغ  و منطلق اللسان بود به...
نور ولوله

خالي لاس نړیوال سیاست کې درېدل؛ لکه د فټبال میدان کې چې د لوبغاړو تر منځ د توپ حال وي

د نړیوال سستم له ټولو لوی جنجال دا دی چې یو هیواد د بل هیواد د ښه او بد نیت په اړه محاسبه نه شي کولای. له دې امله د نړیوال سیاست په طبعیت عاقل او ستراتیژیک هیوادونه هغه دي چې همېش د خپل دوست او دښمن پر وړاندې خپل لاس کې کارتونه ساتي. خالي لاس نړیوال سیاست کې درېدل داسې دي لکه د فټبال میدان کې چې د لوبغاړو تر منځ د توپ حال وي. پخوانیو دا تجربه وکړه، په نورو بسپنه شو،‌ ناکام شو. هغوی چې دا کار کاوه له شخصي ګټو پرته یې بل استدلال هم نه درلود، خو هغه څپه تېره شوه، هغه فصل تل لپاره تمام شو، نوی پیل باید ډېر ستراتیژیک او واقعي وي. له ټولو وړاندې باید په دې پوه اوسو چې نړۍ کوم خوا ته روانه ده، د حکومت پالیسي جوړونکي او ستراتیژستان باید د نړۍ په مصیر باندې ...
نور ولوله

آیا اعتراضات گسترده ی مردمی در قزاقستان آغاز فصل تازه ی از نا آرامی ها در آسیای میانه خواهد بود؟

آنهایکه پاسخ شان بلی است، ویا هم آنهایکه به نه جواب میدهند، هردو بدون شک برای اثبات دیدگاه خود، دلیل ها وانگیزه های دارند. اما آنچه پر روشن است این است که سرعت گسترش دامنه ی اعتراضات وبه خشونت گرویدن آن، وتاثیر سیاسی وامنیتی داخلی ومنطقه ی آن از عمق بحران فعلی در قزاقستان حکایت میکند. قاسم توقایف در برابر یک آزمون دشوار برای حکومت رئیس جمهور توقایف وهم پیمان هایش در موسکو وپیکن، تظاهرکنندگان "گروهی از تروریست های بین المللی" هستند که به گفته او در خارج از کشور آموزش دیده اند و "یکپارچگی دولت را تضعیف می کنند." این طرز دید رسمی وقتی بحران زا میگردد که دولت قزاقستان برای مهار نمودن گستره ی اعتراضات از برون کمک میخواهد. سازمان پیمان امنیت جمعی (C...
نور ولوله

یوکراین؛ د امریکا او روسیې د جګړې میدان؟

کله چې ۱۹۹۱م کې د امریکا او شوروي تر منځ سړه جګړه پای ته ورسېده؛ شوروي شکست وخوړ او امریکا د نړۍ یکه تاز قدرت پاته شو. هغه مهال د امریکا د بهرنی پالیسۍ هدف دا ؤ چې د امریکا دا یکه تازي څرنګه په نړۍ تل لپاره وساتل شي. دې لړ کې د امریکا مهمو ستراتیژستانو د امریکا د نړیوالې هیژمانۍ ساتلو لپاره خپل افکار وړاندې کول. برژنسکي، فوکویاما، کسنجر، ‪جارج شلټز او نورو کتابونه ولیکل او د امریکا مشرتابې ته یې مشورې ورکول پیل کړل. ‪یو شی چې د دوی ټولو ترمنځ مشترک ؤ هغه دا ؤ چې د ناټو ائتلاف (چې اصلا د شوروي مخنیوي لپاره جوړ شوی ؤ) باید وغځول شي. امریکا هم له دې وروسته د ناټو په غځونه کار پیل کړ.‌ اول ځل لپاره په ۱۹۹۹م کې ناټو د شرق په طرف وغځېده چې پولېنډ، چک ریپبلک او ځینې نور هیوادونه پکې یو ځای...
نور ولوله

د امريکا او طالبانو د تړون امضاء او د اشرف غني پلانونه

امریکا چې کله طالبانو سره تړون امضاء کړ، ډاکټر غني دوه کارونه پیل کړل؛ له یو طرفه یې لابي پیل کړه چې امریکا له افغانستان څخه لاړه نشي او په څه نه څه شکل د دوحې تړون لغو او د طالبانو دفتر بند کړل شي. په دې لابۍ ډاکټر غني په امریکا کې ډېر مصارف هم وکړل، داخل کې یې هم ورته مختلف النوع کمپاینونه پیل کړل. د القاعدې او نورو خارجي جنګیالیو په جوړو کړای شوو کیسو او له همداسې نورو وسائلو دې لپاره استفاده کول چې پر امریکایانو فشار راشي او هغوی د څه نظامي اډو د پاتې کولو ته تیار کړي. بل طرف څخه یې د ملېشو په جوړولو فکر پیل کړ. دې لپاره پکار ؤ چې د طالبانو په وړاندې د خلکو قهر او غوسه راپورته کړای شي. په دې برخه کې هم دوی له مختلو وسایلو کار اخسته. همدې موده کې د علماؤ، ژورنالستانو او نورو مشهورو قوم...
نور ولوله

د سليماني فاتحه کابل کي؛ او په افغانستان کي د داعش د ماتى قهرمان لقب ورکول

د اسلامي امارت حکومت ته سپارښتنه! د قاسم سليماني فاتحه په کابل کى اخستل او هغه ته په افغانستان کى د داعش د ماتى د قهرمان لقب ورکول، دا هغه سوالونه دي چى د اسلامى امارت حکومت بايد ورته دقيقه توجه وکړي، ايا همدى سليماني دى شيعه ايزم دى امپراتورۍ د غزولو لپاره په عراق، سوريه، لبنان، يمن او نور عربي هېوادونو کى دى سونيانو دى قتل عام باني او رهبري په غاړه نه درلوده؟ آيا د طالبانو په تير نظام کى پنجشير، مزار او باميانو ته تګ راتګ او په افغانستان کى د شيعه ايزم او د قومي تعصباتو اور ته د لمن وهلو يواځنۍ طراح او د پلى کيدو دنده نه درلوده؟ همدا سليماني وه چى په سوريه اوعراق کي يى په زرونه افغانان د فاطمينو په نوم هم ووژل او هم يى د خپلو شومو اغراضو لپاره د سونيانو په وژولو روبد...
نور ولوله

د افغانستان په جګړه کې ایران د امریکا او د ناټو همکار او په دې جګړه کې ورسره شریک و

د افغانستان په جګړه کې ایران تر ټولو نورو اسلامي هیوادونو د امریکا او د ناټو همکار او په دې جګړه کې ورسره شریک و. په داسې حال کې چې د کرزي او غني په حکومتونو کې ئې پراخه ونډه درلوده؛ حتی ایران به په تورو بوجېو کې ډالر ورکول. له بده مرغه د ایران سپاه پاسداران جنرالانو او د لشکر فاطمېون مشرانو به کابل او بامیانو ته په خپل سر سفرونه، ملاقاتونه او د شومو اهدافو لپاره ئې ځانګړې برنامې تطبیقولې. څو خپل ایراني اجنټان او حامیان په اکثریتو افغانانو په دوامداره ډول په قدرت حاکم کړي او ساتنه ئې وکړي. او په ضمن کې په لویه کچه د امریکا او ناټو له مالي، سیاسي، استخباراتي او منطقوي امتیازاتو برخمن و؛ امریکا د ایران د ملتیا په نتیجه کې د ایران کنګل شوي ډالر ئې په یو ځانګړې نظامي طیاره کې ورته انتقال کړل. حقیقت دا دی چې متاسفانه ایران او...
نور ولوله

روان اقتصادي نړۍ کي افغانستان چېرته دی؟ څه پلان شته؟

له اولې میلادي پیړۍ څخه تر ۱۸مې پیړۍ پورې په اقتصادي لحاظ شرق د نړۍ د ثقل نکته پاته شوی.‌ غرب اول له انلانټکه آخوا (امریکا)  وجود نه درلود او له اټلانټکه دې طرف ته اروپايي هیوادونه په علمي، اقتصادي‌، اجتماعي او په ټوله کې په تمدني لحاظ ډېر کمزوري ول. غربيانو هغه مهال چې اسلامي تمدن د اوج په حال کې ؤ، کار پیل کړ.‌ دوی له د تونس زیتونې،‌ د اندلس له قرطبې، غرناطې، اشبیلېې، قشطلې او د مصر له ازهره زده کړې پیل کړې.  فرانسویان به د فرانسې له پولو اندلس ته را اوښتل او له مسلمانانو به یې علوم،‌ فنون او فلسفه زده کوله. دوی هماغه وخت د اسلامي تمدن له برکته د غربي تمدن بنیاد کېښود. په دې اوږدو کې امریکا هم وزږېده. دوی له اسلامي نړۍ علوم ویوړل او د غربي کلتور په اډانه کې یې پرې کار وکړ.‌ کله چ...
نور ولوله

امریکا نور د افغانستان په جګړه کې ملي ګټې نه لري

غني وايي زه نه پوهېدم چې امریکا به وځي، په ۲۰۲۰ کال په ۲۱ اګست چې هغه مهال بایډن په خپل انتخاباتي کمپاین بوخت ؤ، دا لیکنه شوې؛ د جو بایډن په اړه د ځینې خلکو په ذهن کې دا فکر دی چې که چېرته دی د امریکا د جمهوري ریاست په راروانو انتخاباتو کې کامیاب شي، د ټرمپ د ادارې لخوا به طالبانو سره د سولې شوې هوکړه رد کړي. دا فکر په لاندې دلایلو سوچه بې منطقه دی؛ » جو بایډن څو میاشتې وړاندې د دیمومکراتانو د داخلي انتخاباتو په یو بحث کې وویل چې افغانستان په اړه، دیموکرات حزب، د ټرمپ سیاست سره هیڅ مخالفت نه لري او دوی (دیموکراتان) هم په همدې نظر دي چې د امریکا پوځ باید د افغانستان له بې نتیجې جګړې کور ته راستانه شي. ...
نور ولوله

د ښو خلکو باید ډېر قدر وشي!

زه غواړم ټولو افغانانو ته د وطن د آزادۍ مبارکي یو ځل بیا ووایم، او الله(ج) د بیا ګران افغانستان له هر نوع اشغال څخه په امن کې وساتي. آمین یارب العٰلمین. دغه د افغانستان آزادول کوم آسانه کار نه و. ددغه آزادۍ په لاسته راوړلو کې ځینو په مستقیمه توګه، او ځینو په غیر مستقیمه توګه ونډه اخستې ده. نو الله(ج) د هغو ټولو افغانانو (نارینه او ښځو) ته، د دوی د حقې مبارزې اجرونه او ثوابونه هم پدې دنیا او هم په آخرت کې ورکړي. آمین یارب العٰلمین. غواړم چې ځینو ټکیو ته په لاندې ډول اشاره وکړم. د جهادي مشرانو څخه هم ځینو قدرمنو مشرانو په هر وخت کې د اشغال پر ضد خبرې کړې، او هم یې په عملي توګه د وطن په آزادۍ کې رغنده ونډه اخستې، او هم یې له ا...
نور ولوله

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک