No-IMG

د هند د بهاراتیا جاناتا ډله له اسلام او مسلمانانو سره ژوره دښمني لري

د هند د سیاسي ډلو له منځه تر ټولو افراطي ډله چې له اسلام او مسلمانانو سره ژوره دښمني ښيي، د مودي تر مشرۍ لاندي حاکم ګوند بهاراتیا جاناتا Bharatiya Janata Party/BJP دی چې اوس یې د وروستي افراطي او بشر ضد کړنې په توګه په ځينو سیمو کې پر حجاب او اسلامي لباس بندیز لګولی او تر ټولو ناوړه داچې ددې بندیز د تطبیق پر مهال غیر مسوول، افراطی او عقده يي هندوان د مسلمانو مېرمنو سره په ښار، کوڅو، ښوونځيو او پوهنتونونو کې ډير ناوړه چلند کوي.

له ديني او مذهبي مسايلو پرته فردي آزادی د ليبرال تفکر پر بنسټ د نړيوالو بشري حقونو او حقوقو(Rights&Law) بنسټ تشکيلوي.

د بشري حقونو اړوند موجود نړيوال حقوقي نظم په فرانظريه کې له لېبرال عقل څخه خړوبيږي او فردي آزادي او ددې آزادۍ خونديتوب پکې اساس او بنسټ تشکيلوي او په دې تړاو ټول نړیوال کنوانسيونونه او توافقات متفق دي.

د فردي آزادۍ له پاسه د لږکیو حقوق په نړيوال حقوقي نظم کې بله فوق العاده حساسه موضوع ده چې تل پرې په استناد سره لويديځ خپل حريفان ويرولي، ملامت کړي او ټکولي دي کوم چې د وروستۍ بيلګې په توګه د افغانستان په تړاو د نړيوالو اوسنی موقف د پام وړ دی.

اما نه نړيوال هند په دې کار سره ملامتوي، نه يې مشروعيت او رسمیت پر پوښتنې لاندي راولي، نه پې بندیزونه وضع کوي او نه ورته په حد اقا کچه کې کومه توصیه یا خبرداری ورکوي.

او له نړيوالو په صرف نظر سره هند، بي. جي. پي او مودي د ډیرو مسلمانانو او له ډلې يې افغانانو ايډيال دی او خلاف يې هر ږغ او انتقاد د پاکستان او آی اس آی په جاسوسۍ محکوم دی.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک