No-IMG

حکمتيار: امريکايانو ته وايو چي نور ستاسو د فرمانونو صادرولو دوران تېر شوى

إن الله لا يضيع اجر المؤمنين. صدق الله العظيم.

الله تعالى فرمايي:

په يقين سره چي الله تعالى د مؤمنانو اجر هيڅكله نه ضائع كوي.

اجر د نيك عمل بدلې او هغي نتيجې ته وايي چي الله تعالى ئې  پرې مرتب كوي؛ هر نېك عمل خپله بدله او معاوضه لري؛ هم په دنيا كي او هم په آخرت كي؛ الله تعالى د دې بدلې او نتيجې ذمه وهلې؛ او د قرآن په گڼ شمېر آيتونو كي ئې مؤمنانو ته اطمئنان وركړى چي ستاسو د سعي او جهادونو اجر هيڅكله نه ضائع كېږي. لكه چي فرمايي: إن الله لا يضيع اجر المحسنين: الله تعالى د محسنينو اجر نه ضائع كوي.

دغو آيتونو ته په پام سره بايد مطمئن وو چي د شر او فساد ځواكونو او د اشغالگرانو په خلاف زموږ د مجاهد ولس جهادونه او قرباني به هيڅكله هدر او ضائع نشي او الله تعالى به حتماً ښايسته نتائج ورباندي مرتب كوي؛

د شوروي ځواكونه ماته او زوال او د ناټو شرمېدلې ماته د دې الٰهي وعدې او پرېكړي څرگند مصداق دئ.

وروڼو خوېندو!

د تېري جمعې په خطبه كي مو وويل چي: د اسلو ناسته او د لويي جرگې په اړه د ناروې د خارجه وزير وړانديز؛ د امريكا په وينا او دستور وو؛ دا دئ آبله ورځ او له دغي ناسته درې ورځي وروسته ټام‌ ويسټ په آمرانه لهجه وويل: بايد د لوي جرگې له لاري د افغانستان د سياسي نظام د څرنگوالي پرېكړه وشي!!

دوى ته وايو: فرمانونه مه صادروئ؛ نور مو د  داسي فرمانونو صادرولو دوران تېر شوى، فرمانونه هغو ته صادر كړئ چي ستاسو غلامان وي؛ نه هغو ته چي ستاسو په خلاف جنگېدلي او د خپل هېواد آزادي ئې تر لاسه كړې. افغانستان د مخكي په څېر ستاسو مستعمره نه ده بلكي خپلواك دئ، افغانان به اوس د خپل هېواد د سياسي نظام په اړه د خپلواك ولس په توگه تصميم نيسي؛ تاسو د شل كلن اشغال په دوران كي دلته د ډېرو لويو جرگو خندوونكې ډرامې جوړي كړې؛ او خپلي پرېكړي مو ترې راوايستلې؛ نور د دې لوبو وخت تېر شوى. اوس هغو هېوادونو ته امرونه او فرمانونه صادر كړئ چي ستاسو اډې په كي مستقري دي او په خپلو پيټرايټ دافع هواء سره ئې حفاظت كوئ. په كار ده تاسو خپل حد وپېژنئ؛ په شل كلني جگړي كي شرمېدلي ماته خپلي بدي پايلي لري؛ شوروي په نه‌ كلني جگړي كي له ماتي وروسته له ټولي شرقي اروپا وتلو ته اړ شو؛ له مركزي آسيا هم په ظاهر كي ووتلو؛ خو واشنگټن دا هېوادونه د سرو زرو په پتنوس كي مسكو ته ډالۍ كړل او پرې ئې ښودل چي د مسكو تر اغېز لاندي د كمونست گوند د غړو په واك كي پاته وي؛ تاسو به له ټولي آسيا وځئ؛ له شرقي اروپا به هم ژر او يا لږ وروسته وځئ.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک