انساني ابتغا، نوې تکنالوجې او فقر
په تیر پسې
الله ج هر انسان ته د خپلې بقا او ګټې لپاره د یو څه د لاسته راوړلو فطري غریزه ورکړې ده. دا فطري غریزه انسان هڅوي چې د خپلې بقا، هوساینې او سعادت لپاره لټون وکړي او یو څه لاسته راوړې. دې لټون ته په قرانې اصطلاح کې ابتغا وایي. د ابتغا د لا مؤثرتوب لپاره، الله ج انسان ته پوهه، فزیکي او غیر فزیکي استعدادونه هم ورکړې دي.
څومره چې په یوه ټولنه کې د افرادو ابتغا په علم او تکنالوژۍ کې د پرمختګونو سره همغږې او ملګرې وي هومره په هغه ټولنه کې د خلکو لاسته راوړنې ډيرې او د فقر کچه کمه وي.
د مثال په توګه که یو بزګر له یو جریب ځمکې څخه پنځه خرواره غنم حاصل اخلي، د زراعت په برخه کې د نوې پوهې او تکنالوجۍ د استعمال له لارې دا حاصل لس خروارو ته رسولی شي. یا که یو پښ/اهنګر له دوه کیلوګرامه اوسپنې یو تبر جوړ کړي، ښایي په پنځه سوه افغانیو یې وپلوري خو د موټرو په صنعت کې له دوه کیلوګرامه اوسپنې داسې الات جوړیږې چې قیمت یې تر لسهاو زرو افغانیو رسیږې.
همدارنګه یو کس چې هیڅ کسب یې زده نه وي، شاید په سختۍ وکولای شي د ورځې د کار په بدل کې دوه یا درې سوه افغانۍ تر ګوتو کړي. خو دده په مقایسه بیا یو خټګر یا یو د برقي الاتو ترمیمونکی ښایي په ورځ کې د پنځه سوو او زرو افغانیو تر منځ وګټي. یو ښه ډاکتر یا یو سافټویر انجینر بیا شاید په یوه ورځ کې هومره پیسې وګټې چې یو عادې کارګر یې په یوه میاشت کې هم نشې ګټلی.
متاسفانه افغاني ټولنه د تیرو څلویښتو کلونو تحمیلي جنګونو له امله د علم، پوهې او نوې تکنالوجۍ له بهیره وروسته پاتې شوله او د خلکو د روزۍ د ګټلو هڅې او کوششونه له نوې علم او تکنالوجۍ سره همغږې نشول چې په نتیجه کې یې د نورو عواملو تر څنګ فقر ته لاره هواره کړه.
