امريکا فولبرايټ سکالرشپ ولې پر افغانانو تړلی؟
زاهد جلالي
تېر کال همدا ورځې مې پر يوه کتاب کار شروع کړ. د کتاب سرليک و، «د اسلام او غرب اړيکو ته يوه کتنه: له اسلامي فتوحاتو پر افغانستان د امريکا تر بريده». دغه کتاب پنځه برخې لري: اسلامي فتوحات، صليبي جګړې، استعمار، استشراق او د سپتمبر له یوولسمې وروسته.
د کتاب څلور برخې پوره شوې. بيا زما واده وشو او د کتاب وروستۍ برخه تر اوسه همداسې پاتې ده. د کتابګوټي يوه کوچنۍ برخه کې د سکالرشېپونو موضوع بحث شوې.
مصر په اسلامي نړۍ کې له اولو هېوادونو څخه و چې د فرانسې له لورې د ستعمار په نيت اشغال شو. دوی له سخت غبرګون سره مخ شول. د دوی مشر جنرال د ازهر د يوه سوريايي ط.ال.ب له لورې په چاړه ووژل شو. دغو کارونو دوی وارخطا کړل. نو دوی بدمعاشي په نرمي واړوله. يو تعداد محصلينو ته يې سکالرشېپونه ورکړل. ښکلي پاريس ته يې واستول او په مختلفو برخو کې يې وروزل. دغه راز، هندوستان او نورو هېوادونو کې له دغې ستراتيژۍ کار واخيستل شو.
دا کار ډېر کامياب و. داسې خلک چې د قرآن حافظان وو، دیني زده کړې يې کړې وې، هغوی د فرانسې له دورې وروسته داسې خلک شول چې په ښکاره يې دين ته توهین کاوه، قرآن يې افسانه بلله، د غرب فکر او تمدن ته دوه لاسي تسليم وو او همداسې... بيا اړتيا نه وه چې د فرانسې پوځيان مصر کې جګړه وکړي. بس همدا خلک وو، واک يې لاس کې و، ژبه يې عربي، خو فکر و لباس يې فرانسوي.
دغه کتابګوټي کې ما مختلفو هېوادونو کې د سکالرشېپونو په تولید بحث کړی او متاسفانه اکثريت دغسې ګډوډ خلک دي. استثنا بيخي کمه ده. يو له استثناوو څخه مصري دوکتور عبدالوهاب مسيري و چې فولبرايټ سکالرشپ کې يې انګليسي ادبيات لوستي وو، خو وروستيو کې اسلامي مفکر شو او د غرب سخت منتقد. البته دا د نشت برابر استثنا ده. نور يې اکثريت د خليلزاد او اشرف غني په څېر خلک دي.
دا په دې راياده شوه چې امريکا فولبرايټ سکالرشپ پر افغانانو تړلی. دا ښکاره کوي چې امريکا نور له افغانستان لاس وينځلی او راتلونکي کې د هېڅ مداخلې فکر نه لري. والحمد لله.
