مطالب مهم
لبیک یا الاقصی در سراسر افغانستان؛ حمایت مردمی از ملت مجاهد فلسطین
پس از اقامه نماز جمعه، هزاران تن از مردم مؤمن مجاهدافغانستان در ولایتهای مختلف کشور، با شعار رسا و پرطنین «لبیک یا الاقصی»، به خیابانها آمدند تا حمایت قاطع خود را از ملت مظلوم و مجاهد فلسطین، بهویژه مردم مقاوم نوار غزه اعلام کنند.
بر اساس گزارشهای رسیده از ولایتهای کابل، هرات، بلخ، ننگرهار، قندهار، کندز، بامیان، میدان وردک، تخار ، هرن و چندین ولایت دیگر، اجتماعات گسترده مردمی به صورت خودجوش و مسالمتآمیز برگزار شد. این تجمعات در فضای روحانی پس از نماز جمعه شکل گرفت و با شعارهای ضدصهیونیستی و ابراز همبستگی با مقاومت فلسطین همراه بود.
شرکتکنندگان در این گردهماییها با حمل پرچمهای فلسطین و...
نور ولوله
د خبرو اترو چوکاټ؛ د مستقل اوربند تړون!
۱. موده: د اوربند موده به ۶۰ ورځي وي؛ د امریکایي ولسمشر ټرمپ په تضمین به کامل اوربند وي.
۲. د جنگي بندیانو آزادول: سبا ورځ به ۶۸-بندیان (۱۰ ژوندي اسرائیلي نارینه، ۱۸ مېرمني او ۴۰ لاښونه) آزاد کړل سي. لومړۍ اوونۍ: هره ورځ به ۵ ژوندي او ۹ لاښونه سپارل کېږي. تر اوومي ورځی وروسته: ۵ ژوندي او ۹ لاښونه ورسپارل کېږي.
۳. بشري مرستي: غزې ته به د بشپړو انساني مرستو رسد دوام ولري؛ ملگري ملتونه او نور تنظیمونه به له خنډ پرته غزې ته مرستي ورسوي.
۴. د اسرائیلي فوځ فعالیتونه: د اسرائیلي فوځ متجاوز بریدونه به کاملاً بند وي. ډ...
نور ولوله
په استعمار پورې تړلي ډلې؛ مجاهدين په پاکستان پورې تړي
په استعمار پورې تړلي ډلې؛ مجاهدين په پاکستان پورې تړي او افغان جهاد د « آی، اس، آی» د شرارتونو پايله ګڼي !! دوی دا تبليغ هم کوي، چې د داوود خان خلاف لومړۍ جګړه هم (مجاهدينو) پيل کړه!!
دا ډول تبليغاتو ته تر ډېره بريده کمونيستان هوا ور کوي او هدف يې دادی چې زموږ عظيم الشان« ان ق لاب » د پنجاب او نورو اجانبو محصول معرفي کړي !! استعماري هېوادونه او لاسپوڅي يې ټول په دې لټه کې دي چې د اس لا مي انقلاب لاسته راوړنې و تروړي او د افغانستان د بربادۍ پړه پر م ج اهد ينو واړوي !! له قضاياوو ناخبر ځوانان هم په پټو سترګو ورسره روان دي او په دې نه پوهېږي چې دا يوه لويه « بین ا لکفري » توطئه ده چې د تاريخ په هر پړاو کې په بېلابېلو طريقو عملي شوې !! د...
نور ولوله
د غرب تهذیب وپېژنئ!
اروپایي ټولنه چي نن په ډېر محتاط انداز سره اسرائیل غندي؛ دا لغړه دوکه ده؛ د دوی تاریخ له دې منافقانه لوبو ډک دئ. دوی د اسرائیل مرسته وکړه؛ دوی ټول قاتلین دي. دوی ټول په دې قتلِ عام کي د اسرائیل مرسته او ملاتړ کوي؛ اوس چي هر څه له خاورو سره خاوري سوي؛ تر دې دمه ۶۱،۷۰۹ کسان وژل سوي چي ۱۷،۴۲۹ ئې ماشـــومان دي، ۱۱۱،۵۸۸ ټــپـیـــان دي، ۱۴،۲۲۲ کسان تر کانکرېټو لاندي تری تم سوي، په مقبوضه غربي تړانگه کي هم وضعیت متفاوت نه دئ؛ ۹۰۵-تنه وژل سوي چي ۱۸۱ ئې ماشومان دي او ۷،۳۷۰ ټــپـیـــان سوي دي؛ په داسي حال کي چي هلته خو د ۷-اکټوبر اجراء کوونکي اتلان هم نسته؛ خو اوس سپین پوستان د پېړیو پر منافقانه تهذیب تکیه کوي او هڅه کوي نړۍ ته وښيي چي دوی خو د مظلومانو تر څنگ ولاړ دي.
دا قضیه اصلاً اوسنۍ نه ده؛ د بالفور...
نور ولوله
د حکمتیار صاحب تحلیل یو احتمالي سناریو ته اشاره ده، نه دا چې قطعاً به دا پېښه رامنځته کېږي
د مشر صاحب د وروستي تحليل په اړه د يو ورور د ملاحظاتو او د يو شمېر نورو هغو شخصيتونو په ځواب کې چې په دې اړه يې نيوکې او ملاحظات لرل:
ستاسو او د ټولو هغو نظر ته په احترام او درناوي غواړم ځینې ټکي په لاندې ډول توضيح کړم:
اول/ د حکمتیار صاحب تحلیل یو احتمالي سناریو ته اشاره ده، نه دا چې قطعاً به دا پېښه رامنځته کېږي. دا ډول تحلیلونه د سیاسي متغیراتو پر اساس کېږي ، او موخه یې د خلکو د ذهنونو راویښول دي ، نه د چا بدنامول او نه هم د چا پر ضد تبلیغات کول .
دوهم/ د اکراین او امریکا اړیکې که د بادار او غلام بڼه لري، نو دا هم یو سیاسي تحلیل دی، خو باید هېر نه کړو چې نړۍ کې هر ځواک خپلې ګټې لټوي؛ نه امریکا زموږ پر درد ژاړي، نه روس، نه چین. مهمه دا ده چې موږ خپل دریځ له قوت، هوښیارۍ او واقعبینۍ سره پرم...
نور ولوله
د حزب اسلامي د قلم خاوندانو ته زیری او مبارکي!
ډاکټر عصمت الله سلیمان خېل
په دې وروستیو ورځو کې د حزب اسلامي افغانستان د امیر له خوا د هند او پاکستان ترمنځ د وروستۍ شخړې په باب یو تحلیل مطلب خپور شو؛ چې زاویه نیوز، شیطان انټرنشنل او یو شمېر مغرضو افرادو د یاد تحلیلي متن له وسطي برخې یو دوه پراګرافه را واخیستل او په ټولنیزو رسنیو کې یې انعکاس ورکړ، چې د حزب اسلامي امیر دغه اعلامیه خپره کړې ده، له استثناء پرته ټولو دغو متعصبو کړیو او مغرضو اشخاصو پر ځای د دې چې بشپړ متن پیدا کړي، هغه ولولي او بیا قضاوت وکړي، منفي او ګنده تبلیغاتو ته یې مخه کړه.
خو دغه له اخلاقي اړخه پرېوتي اشخاص او پردېپالې ټولنیزې رسنۍ او جاسوسي کړۍ له دې نا خبره وو چې د حزب اسلامي با استعداده، زړور، مؤدب د قلم خاوندان تل په ...
نور ولوله
د قرطبې سقوط مو اورېدلي وو؛ د غزې سقوط په سترگو گورو!
حقپال
د چنگېزي وحشت HD کیفیت په رڼو سترگو گورو؛ یو ملت په تنده، لوږه او کلابندۍ وژل کېږي؛ پرلپسې کډوالۍ او د لکونو انسانانو قصداً له یوې خوا بلي خواته د شړلو ناروا عمل د یوه منظم پلان له مخي ترسره کېږي؛ تر څو له ژونده تنگ دا مظلومان غزه پرېږدي.
اما موږ خاموش تماشایان یو؛ دا به تاریخ د جرم په نوم ثبتوي. دا وحشت دومره ستر سو چي نن حتٰی په تل ابیب کي هم یهودانو د فلسطیني ماشومانو تصویرونه را ایستلي و او د نسل وژني پر ضد ئې احتجاج کاوه؛ خو په اسلامي نړۍ لکه قاهره، عمان، ریاض، او آن کابل کي لا د احتجاج څرک نه وینو. دا د شرم ځای نه دئ؟!!
همدا نن ورځ ۳-درې لکه غزه وال بیا کډوال سول او له خپلو مېنو وشړل سول، د شهید یحیٰی سنوار د ورور محمد سنوا...
نور ولوله
حکمتیار؛ په افغان سیاست کي د دې نوم وزن نن هم بې ساری دروند دئ؟!
حقپال
که غواړۍ د شرقی او غربي ښامارانو تر لکیو لاندي پراته چینجي متحرک وگورئ؛ دا نوم زمزمه کړئ! مخالفین ئې عجیبه اختلاف ورسره لري؛ له مذهبي افراطیانو نیولې تر جنوني قامپرستانو، له کمونیستانو نیولې بیا تر دین بېزاره سیکولرانو؛ حکمتیار په هر چا ځان منلی؛ که داسي نه و دوی به ئې نوم هم نه اخیستو... بلې هو! دا حکمتیار دئ چي دوی ئې ځورولي؛ د اکثرو پلرونه د حکمتیار مخالفین پاته سوي؛ د دوی له کم ظرفه او بې تربیې بچیانو څخه ئې ځینو د مذهبیانو قباء پر سر کړې وي؛ پلار ئې کمونیست پاته سوی وي؛ ده سپین پاج تړلی وي او د اسلام غمخوار وي؛ ځیني ئې کمونیستان، ځیني ئې قامپرست او یا د سیکولرزم غېږي ته لوېدلي؛ دوی د خپلو بگېل سویو اسلافو انتقام له نورو لارو لاسته راوړل غواړي. ځکه هم دوی په دې کرکجنه...
نور ولوله
ښاغلی داود جنبش هم خپله پته څیره څرگنده کړه
حاجي تورگل احمدزی
د غلامانو په تاریخ کی زیات فرق نشته!
د غلامی ذهنیت هم ځینې انسانانو ته
یوه فطري غریزه ده چي تل د غلامی حلقی اچولو ته تیار وي
د ازادی، انسانیت او مودب شخصیت په څیر ژوند ورته خوند نه ورکوي
ښاغلی داود جنبش د شوروی یرغل او د کمونستی (د خلقیانو او پرچمیانو) رژیم یو انقلابی مامور وو
د کنړ ولایت د کراړی سیمی د بیوزلو کلی والو د قتل عام شریک.
د شوروی فوځیانو وتلو او کمونستانو رژیم سقوط وروسته
د کمونست او شوروی غلامی څخه د غرب انگلستان ام ای سکس غلامی ته ورودانگل
د خپل ملت په ضد د بی بی سی رادیو ته، یو مخلص وفادار نطاق پاتی شو...
نور ولوله
حزب اسلامي او حکمتیار صیب د اشغالګرو او پردي پالو اجیرانو او غلامانو لپاره سیاسي او فکري «اټمي بم » په څیر یو تاریخي ځواک دی.!
حزب اسلامي او حکمتیار صیب د اشغالګرو او پردي پالو اجیرانو او غلامانو لپاره سیاسي او فکري «اټمي بم » په څیر یو تاریخي ځواک دی.!
حقیقت دا دی چې حزب اسلامي او د هغه زعیم انجنیر «حکمتیار صیب» نه یوازې د بهرنیو یرغلګرو پر وړاندې یو تاریخي، فکري، سیاسي او نظامي سنګر پاتې شوی، بلکې د هغو لاسپوڅو پردي پالو رژیمونو او مزدور حکومتونو پر وړاندې هم د “اټمي بم” حیثیت لري. هغه حکومتونه چې د پردیو د اجنډاوو له مخې یې هڅه کوله چې د افغانستان سیاسي واک، فرهنګي ملي هویت، اسلامي ارزښتونه او ملي وحدت له منځه یوسي.
حکمتیار صیب د مبارزې، سولې، فکري استقلال او سیاسي بصیرت په ډګر کې داسې اصولي او ملت محوره دریځ...
نور ولوله
جمهوريت خو ټول بدنام وو، خو ځيني مسوولين پکې بيا خاص طور بدنام وو
جمهوريت خو ټول بدنام وو، خو ځيني مسوولين پکې بيا خاص طور بدنام وو او ځيني بيا لکه #فضل محمود فضلي دومره بدنام وو لکه کانډوم چې د نوم اخيستلو سره يې هم د خجالت احساس کېده، ويونکی يې مجبور وو چې د نوم اخيستلو سره يې لومړی بې ادبي معاف ويلي وای.
همدغه د آمريکا+ناټو او پاکستان د نامشروع اړيکې د ضايعاتو حامل فضلي هم راځي او نور خلک د پاکستان په پلويتوب تورنوي ګويا داچې دا کارونه د همدې رزيل د ماموريت پر مهال نه وو تر سره شوي:
۱- د پاکستان سره د اغزن تار د ننګينې طرحې تطبیق ؛
۲- د اغزن تار د تيرولو پر مهال په ځينو سیمو کې آن تر پنځوس کيلومتره پورې د افغانستان د ځمکې لاندي کول؛
۳- ...
نور ولوله
د داود جنبش مغرضانه څرګندونې هېڅ ملي او سیاسي ارزښت نه لري!
د داود جنبش له خوا دا ډول څرګندونې چې ګواکې «حکمتیار د پاکستان غم اخیستی» یا «د افغانستان پر راتلونکي ژاړي»
دا څرګندونې له هر ډول علمي تحلیل او منطقي ارزونې بېبرخې دي، او یوازې د یوې مغرضانه سیاسي اجنډا او زهرجن تبلیغاتي هڅې برخه ده، چې موخه یې د ملت ذهنونه مغشوشول دي.
حقیقت دا دی چې حکمتیار صیب د پاکستان د برخلیک لپاره اندېښمن نه دی، بلکې د افغانستان د راتلونکي، او د اسلامي امت د یووالي او ملي بقا لپاره خبرداری ورکوي.
په خپله وروستۍ وینا کې هغه په صراحت وویل:
«د پاکستان تجزیه به د سیمې د نقشي بدلون، او بیا د افغانستان د تجزیې مقد...
نور ولوله
حکمتيار د مسلمان امت لپاره د مشترک ستراتېژیک دریځ ارزښت او اسلامي لیدلوری.!
د حزب اسلامي محترم مشر، انجنیر حکمتیار صیب، د هند او پاکستان ترمنځ اوږدې شخړې، او په ځانګړې توګه د هند د سیاستونو او سیمهییز نقش په اړه یو دقیق، او ستراتېژیک تحلیل وړاندې کړی دی. دا یوازې یو سیاسي دریځ نه، بلکې د اسلامي شعور، د مسلمان ملت پالنې، او د یو واحد امت د ژغورنې یو ژور پیغام دی.
دغه دریځ هغه واقعیتونه رابرسېره کوي چې زیاتره وخت د ژبنیو، قومي یا سیمهییزو سیاسي تعصبونو، شخصي دښمنیو او محدودو لیدلورو له امله له خلکو پټ پاتې شوي دي. او بل «ح ک م تیار صیب » له عاطفي احساساتو پرته د اسلامي او سیاسي اصولو، تحلیل، ژمنتیا او ستر لیدلوري په رڼا کې د اسلامي امت د دفاع خبره کوي.
حقیقت دا دی چې «ح ک م تی...
نور ولوله
پردیپالو او مزدورو رسنیو (زاویه نیوز او شیطان انټرنشنل) د پخوا په څېر خپل شیطانت مخ ته وړی دی!
په دې وروستیو کلونو کې زاوینه نیوز او شیطان انټرنشنل تر نوم لاندې مغرضو او د اسلام دښمنه هېوادونو له لوري د افغان ولس د عامه ذهنیتونو د خرابولو او د افغانانو ترمنځ د نفاق خپرولو په موخه ګمارل شوي دي، نه هېواد، نه اسلام او نه هم خپل مسلک (ژورنالیزم) ته ژمنتیا لري هرڅه په سپین سترګۍ او بې شرمۍ تر پښو لاندې کوي، هر کله چې د یو اسلامي هېواد او یا یو اسلامي حرکت یا هم یو شخص اعلامیه خپروي نو دوی هڅه کوي چې په ډېر مهارت سره په مغرضانه ډول د اعلامیې یوه کرښه یا یوه برخه را کاپي کړي او هغې ته انعکاس ورکړي، د راپور په پیل، وسط او پای کې همغه موضوع ښکته او پورته کوي، لوستونکو ته داسې څرګندوي چې ګواکې په اعلامیه کې یوازې فقط او فقط همدغه موضوع راغلې او نور هېڅ موضوع ته په کې اشاره نه ده شوې، لکه څنګه چې کوم شخص راپورته کېږي د یو چا...
نور ولوله
د حکمتيار صاحب هر کتاب شهکار دی او د لوستونکي لپاره بل مشال
ما د حکمة الباري په شمول د حکمتيار صيب ډېری کتابونه لوستي ، کله کله يې تفسير هم لولم ؛ مبالغه يې مه ګڼئ چې ووايم ؛ هر کتاب يې شهکار دی او د لوستونکي لپاره بل مشال ،
د هغه تحقيقي کتابونه چې څوک د معاصر تاريخ د محقيقو ليکوالو له کتابونو سره پرتله کړي ؛ بيا پوهېږي چې په آثارو کې يې څومره وزن موجود دی ، ما سره همدا اوس د « ابن کثير » په شمول ډېری تفاسير پراته دي ؛ خو يو مې هم ورسره د پرتلې وړ نه دی موندلی ! زه ورسره تنظيمي تړاو نه لرم ؛ خو په علمي فوقيت يې اغماض کول د ايمان زيان گڼم ، ماته د رياليزم اصول همدا راښيي چې حتا د مخالف لوري په مثبتياتو هم اعتراف وکړم ؛ ماته د ح کمتيار صیب کتابونه د لارې مشالونه ګرځېدلي ؛ او ډېری هغه ستونزې مې پکې حل شوې ، چې د تحقيق په دوران کې ورسره م...
نور ولوله
