د قرطبې سقوط مو اورېدلي وو؛ د غزې سقوط په سترگو گورو!
حقپال
د چنگېزي وحشت HD کیفیت په رڼو سترگو گورو؛ یو ملت په تنده، لوږه او کلابندۍ وژل کېږي؛ پرلپسې کډوالۍ او د لکونو انسانانو قصداً له یوې خوا بلي خواته د شړلو ناروا عمل د یوه منظم پلان له مخي ترسره کېږي؛ تر څو له ژونده تنگ دا مظلومان غزه پرېږدي.
اما موږ خاموش تماشایان یو؛ دا به تاریخ د جرم په نوم ثبتوي. دا وحشت دومره ستر سو چي نن حتٰی په تل ابیب کي هم یهودانو د فلسطیني ماشومانو تصویرونه را ایستلي و او د نسل وژني پر ضد ئې احتجاج کاوه؛ خو په اسلامي نړۍ لکه قاهره، عمان، ریاض، او آن کابل کي لا د احتجاج څرک نه وینو. دا د شرم ځای نه دئ؟!!
همدا نن ورځ ۳-درې لکه غزه وال بیا کډوال سول او له خپلو مېنو وشړل سول، د شهید یحیٰی سنوار د ورور محمد سنوار د شهادت اوازې دي او دا به پر ډېرو ښه نه لگېږي چي په یوه شپه بمبارد کي تر ۳۰۰-ډېر بې گناه مظلوم غزه وال په شهادت رسول شوي؛ اکثریت ئې ماشومان او مېرمني وې؛ ۱۵۰۰-ماشومانو سترگي له لاسه ورکړي؛ مکملي کورنۍ له منځه تللي او... په داسي حال کي چي په خلیج کي د ابراهیمي دین پر لور دعوت روان و؛ د عرب دیکتاتوانو معبود په همدې سیمه کي موجود و؛ خو څوک پیدا نسو چي د اوربند غوښتنه ترې وکړي؛ یاد معبود ئې په ډېره سپین سترگي ویل که سعودي له اسرائیل سره ابراهیمي تړون ته ولاړ سي نو دا به د ده لپاره ویاړ وي؛ خو عرب واکمنان د گونگ شیطان په څېر ساکت پاته و. بلې هو! یو بد اخلاقه او بد کرداره صلیبي راځي د صهیونیسټانو له ناروا او غاصبانه قضیې څخه د عربانو په وړاندي ننگه کوي؛ خو د تریلیونونو ډالرو صدقه کوونکي ډارن واکمنان نجوني ورته رقصوي! نور مي له القابو او تعریفونو څخه نفرت دئ، زموږ د مبارزې پر عنوانونو خندا راځي؛ موږ بې وسه، بې چاره او بې شخصیته انسانان چي آن د یوویشتمي پېړۍ په قاموس کي د ژوندو په نوم هم ثبت هم نه یو؛ ځکه ژوندي حیواناتو ته لا قوانین سته خو موږ... شاید یوازي د غرب د شیطاني سازشونو او تجرباتو لپاره ژوندي یو؛ ځکه موږ د خپل وضعیت تغییر ته شا گرځولې او همدې مرده حالت ته مو ژوندون ویلی؛ تر دې به بدتري گورو... الله به مو هم وضعیت نه بدلوي. په همدې سفر کي ټرمپ وايي باگرام غواړم... که زور وکړي زموږ عکس العمل به څه وي؟! بیا غرونه. آیا دا د دفاع سمه تگلاره ده؟!!! موږ نه د نورو درد ته دوا سوو او نه ځانته؛ د غزې ولس او مجاهدینو چي په څومره محدودو امکاناتو مقاومت وکړ هغه تاریخ په زرینو کرښو ثبت کړ؛ هغوی همدې دفاع ته مجبور ول؛ نه ئې غر درلود او نه ئې کوم ازاد سرحد؛ په یوه قفس کي تر دې زیات بلکي د همدومره مقاومت تصور محال دئ؛ خو دوی وکړ.
اما اسلامي نړۍ د خپل حصې کار ونکړ؛ تېره ورځ د عرب لیگ غونډه ترسره شوه؛ ډېریو عربانو د درېیمې درجې ډیپلوماتان ورته را لېږلي ول؛ غزه به (الله مکړه) فناء شي خو دا وحشت به همدلته متوقف نشي؛ د قاهرې، عمان او ریاض نوبت به هم راځي... لکه دمشق، بیروت او صنعاء چي هره ورځ بمبارد کېږي؛ الله مکړه پر دوی هم دا توره ورځ راتلونکې ده.
