No-IMG

حکمتيار د مسلمان امت لپاره د مشترک ستراتېژیک دریځ ارزښت او اسلامي لیدلوری.!

‏د حزب اسلامي محترم مشر، انجنیر حکمتیار صیب، د هند او پاکستان ترمنځ اوږدې شخړې، او په ځانګړې توګه د هند د سیاستونو او سیمه‌ییز نقش په اړه یو دقیق،  او ستراتېژیک تحلیل وړاندې کړی دی. دا یوازې یو سیاسي دریځ نه، بلکې د اسلامي شعور، د مسلمان ملت‌ پالنې، او د یو واحد امت د ژغورنې یو ژور پیغام دی.

‏دغه دریځ هغه واقعیتونه رابرسېره کوي چې زیاتره وخت د ژبنیو، قومي یا سیمه‌ییزو سیاسي تعصبونو، شخصي دښمنیو او محدودو لیدلورو له امله له خلکو پټ پاتې شوي دي. او بل «ح ک م تیار صیب » له عاطفي احساساتو پرته د اسلامي او سیاسي اصولو، تحلیل، ژمنتیا او ستر لیدلوري په رڼا کې د اسلامي امت د دفاع خبره کوي.

‏حقیقت دا دی چې «ح ک م تیار صیب» یوازې د افغانستان لپاره نه، بلکې د اسلامي امت د آزادۍ، خپلواکۍ او بیدارۍ لپاره تاریخي، عملي او فکري مبارزه کړې او کوي. د هغه سیاسي بصیرت، د امت د دردونو ژور درک، او د اسلامي ارزښتونو سره تړلې ژمنتیا، او د نړۍ په معاصرو اسلامي مشرانو او رهبرانو کې یو جلا اهل نظر لوړ شخصیت دی. د ح ک م تیار صیب دریځونه تل د اسلامي اصولو پر بنسټ ولاړ دي، نه د شخصي قدرت او امتیازاتو مصالحو پر اساس، هر دریځ يې د وخت اړتیا سره برابر وي.

‏د حزب اسلامي مشرتابه، چې د ح ک م تیار صیب تر قیادت لاندې پرمخ تللې، یوازې د یو سیاسي جریان نمایندګي نه کوي، بلکې د یو اصولي، فکري، ایماني او د مسلمان امت‌ محور حرکت استازولي کوي. دا مشرتابه، د شوروي یرغل له لومړیو ورځو، تر امریکا او ناټو پر ضد د ملي مقاومت پورې، په افغانستان کې داسې قربانۍ ورکړې چې د هغو برکته له افغانستانه ور اخوا اسلامي نړۍ ته هم پراخ تاثیرات لرلي.

‏دا باید هېر نه شي که چیرې د حزب اسلامي تنظیم شوي ج هادي صفونه نه وای، نو شوروي اتحاد او وروسته امریکا ناټو به یوازې په افغانستان نه، بلکې د سیمې په نورو اسلامي هېوادونو هم خپله سلطه ټینګه کړې وای. دا هغه قربانۍ، تنظیم، فکري لیدلوری او عملي مقاومت و، چې د حکمتیار صیب له لوري په عملي ژمنت ډول رهبري شو.

‏نو بناً، ح ک م تیار صیب د اسلامي امت او د مسلمانانو د ګډ جغرافیې، ارزښتونو او مشترکو قضایاوو په اړه د ستراتېژیکو او تاریخي موقفونو د بیان لپاره یو اهل، هوښیار، ژور فکره او صادق شخصیت دی. د هغه دریځونه نه یوازې سیاسي اعتبار لري، بلکې د اسلامي شعور، نړیوال لیدلوري، او د امت د درد شریکوالي یو ژور انعکاس هم دي. دا هغه دریځونه دي چې هر بااحساس مسلمان باید درک، ارزونه او ملاتړ يې وکړي.

‏«بارک الله في عمرکم»

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک