No-IMG

د خبرو اترو چوکاټ؛ د مستقل اوربند تړون!

۱موده: د اوربند موده به ۶۰ ورځي وي؛ د امریکایي ولسمشر ټرمپ په تضمین به کامل اوربند وي.

۲د جنگي بندیانو آزادول: سبا ورځ به ۶۸-بندیان (۱۰ ژوندي اسرائیلي نارینه، ۱۸ مېرمني او ۴۰ لاښونه) آزاد کړل سي. لومړۍ اوونۍ: هره ورځ به ۵ ژوندي او ۹ لاښونه سپارل کېږي. تر اوومي ورځی وروسته: ۵ ژوندي او ۹ لاښونه ورسپارل کېږي.

۳بشري مرستي: غزې ته به د بشپړو انساني مرستو رسد دوام ولري؛ ملگري ملتونه او نور تنظیمونه به له خنډ پرته غزې ته مرستي ورسوي.

۴د اسرائیلي فوځ فعالیتونه: د اسرائیلي فوځ متجاوز بریدونه به کاملاً بند وي. ډرون الوتکي به د ورځي لس ساعته پرواز نه کوي.

۵د فوځونو بیا ځای پر ځای کول: لومړۍ ورځ به له شمالي غزې څخه اسرائیلي خوگان وځي. اوومه ورځ به له جنوبي غزې څخه فوځونه وځي.

۶د مذاکراتو نوی پړاؤ: دواړه طرفین به د درېیمگړو په څارنه کي لاندینیو ټکو باندي خبري اتري کوي: د ټولو اسرائیلي بندیانو پر خلاصون، د اسرائیلي فوځ مستقل وتل، په غزه کي د راتلونکي امنیتي وضعیت او د مستقل اوربند اعلان.

۷د امریکایي ولسمشر ټرمپ ملاتړ: ټرمپ به خپله د دې اوربند ملاتړ کوي او دا پروسه به یقیني کوي.

۸د فلسطیني بندیانو خلاصون: اسرائیل به ۱۲۵ بندیان خوشي کوي چي د ۲۰۲۳ع په اکټوبر کي نیول سوي ول. د ۱۸۰ فلسطیني شهداو اجساد به هم په پرلپسې توگه بیرته سپارل کېږي.

۹د جنگي بندیانو پیدا کول او تبادله کول: د ژوندي یا وژل سویو بندیانو مکمل معلومات به ورکول کېږي. حماس به دا ټول معلومات را غونډوي.

۱۰تر مستقل تړون ورسېدل: که په ۶۰ ورځو کي مستقل اوربند ونه سو نو د موقت اوربند وخت زیاتېدلی سي.

۱۱ثالثین (هېوادونه): د امریکا، مصر، قطر او نورو هېوادونو په څارنه کي به دا مذاکرات ترسره کېږي.

۱۲د ټرمپ اعلان: ټرمپ به خپله دا تړون تائیدوي او د هغه به پوره عملي ډاډ او ضمانت کوي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک