د حکمتیار صاحب تحلیل یو احتمالي سناریو ته اشاره ده، نه دا چې قطعاً به دا پېښه رامنځته کېږي
د مشر صاحب د وروستي تحليل په اړه د يو ورور د ملاحظاتو او د يو شمېر نورو هغو شخصيتونو په ځواب کې چې په دې اړه يې نيوکې او ملاحظات لرل:
ستاسو او د ټولو هغو نظر ته په احترام او درناوي غواړم ځینې ټکي په لاندې ډول توضيح کړم:
اول/ د حکمتیار صاحب تحلیل یو احتمالي سناریو ته اشاره ده، نه دا چې قطعاً به دا پېښه رامنځته کېږي. دا ډول تحلیلونه د سیاسي متغیراتو پر اساس کېږي ، او موخه یې د خلکو د ذهنونو راویښول دي ، نه د چا بدنامول او نه هم د چا پر ضد تبلیغات کول .
دوهم/ د اکراین او امریکا اړیکې که د بادار او غلام بڼه لري، نو دا هم یو سیاسي تحلیل دی، خو باید هېر نه کړو چې نړۍ کې هر ځواک خپلې ګټې لټوي؛ نه امریکا زموږ پر درد ژاړي، نه روس، نه چین. مهمه دا ده چې موږ خپل دریځ له قوت، هوښیارۍ او واقعبینۍ سره پرمخ یوسو.
درېیم/ د طالبانو او روسیې اړیکې که متقابلې هم وي، خو هر دولت خپلې ستراتیژیکې محاسبې لري. روسیه که له طالبانو سره اړیکه پراخوي، دا د دې مانا نه لري چې خپل ټول تاریخي دریځونه او اهداف یې هېر کړي دي. موږ باید د هر ډول معامله یا اړیکې تر شا د ګټو او تاوانونو ژور تحلیل وکړو.
څلورم/ دا به انصاف نه وي چې د حکمتیار صاحب خبره یوازې پر انتقاد تعبیر کړو. دا د یو مجاهد، یو رهبر او د یوې ژورې تجربې لرونکي شخصیت غږ دی چې غواړي خلک هوښیار کړي. دا ډول غږونه باید واورېدل شي، ولو که څوک ورسره موافق هم نه وي.
پنځم / د تهدید خبره مکوه ځکه واقعي مسلمان د خپل ورور خبره ولو که ترخه وي په خلاص تندي مني ، مسلمان ته باید د صادقانه خبرې تریخوالي د منافقانه خبرې د تریخوالي نه ښه ښکاره شي او ښه يې استقبال کړي
بله داچې که تهدیدونو ، بندیخانو ، وژنو او د تورو تمبو شاته اچولو مشکل حل کولی شوی نو ظاهرشاه ، داؤد ، ترکي، حفیظ الله لعین ، کارغل ، مسعود رباني ، کرزی ، او اشرف غني به نن د تاریخ کندې ته نه سپارل کیدل هغو په لکونه د حک،،متیار په شان ژوندي تر خاورو لاندې کړل همدې مشر هم د اسلام په خاطر د دهمزنګ زندان تیر کړي ده ، دغه نن چې زمونږ اوستاسې مشران دي دوی زیاتره د تورو تمبوشاته پراته ول
وروره د حکمتیار صاحب دا تحلیلي لیکنه د سیمې د نوو انکشافاتو او نړیوالو سیالیو پر وړاندې زموږ د ملت د ویښتیا او چمتووالي لپاره یوه ارزښتناکه زنګ دی. هغه خطرونه چې له شرق او غربه زموږ پر خاوره راځې، واقعاً د پام وړ دي.
زموږ اسلامي، خپلواک او د هیواد ساتونکي دریځ باید له هر ډول سیاسي سادهلوبي او بېبرخېتوبه خلاص وي. دا وخت د اسلامي وحدت، ملي بیدارۍ او تدبیر له لارې ګډ دریځ ته اړتیا لري، تر څو بیا د پردیو د سازشونو ښکار نه شو.
شپږم / په دې هم باید خبرشې چې د همغو تورو تمبو ترشا پراته مسلمانان همدې حکمتیار د خپل ایماني وجيبې او مسؤلیت په خاطر د خپلو خاصو علاقاتو نه په استفادې سره له محتوم اعدام او له تورو تمبو نه خلاص کړل چې نن الحمد لله زمونږه او ستاسې وزیران دي د زیات معلومات لپاره خپله دوی ته مراجعه وکړه
په پای کې، که څوک له خپلو مجاهدی ملت سره یا د چارواکو سره نېغې خبرې کوي، دا خیانت نه دی، بلکې د اصلاح هڅه ده ، ملت ته وفاداري له حقیقت ویلو سره تضاد نه لري ، مهرباني وکړئ له تعصب پرته خبرې وکړۍ ، او له تعصب پرته خبرې واورئ .
