ښاغلی داود جنبش هم خپله پته څیره څرگنده کړه
حاجي تورگل احمدزی
د غلامانو په تاریخ کی زیات فرق نشته!
د غلامی ذهنیت هم ځینې انسانانو ته
یوه فطري غریزه ده چي تل د غلامی حلقی اچولو ته تیار وي
د ازادی، انسانیت او مودب شخصیت په څیر ژوند ورته خوند نه ورکوي
ښاغلی داود جنبش د شوروی یرغل او د کمونستی (د خلقیانو او پرچمیانو) رژیم یو انقلابی مامور وو
د کنړ ولایت د کراړی سیمی د بیوزلو کلی والو د قتل عام شریک.
د شوروی فوځیانو وتلو او کمونستانو رژیم سقوط وروسته
د کمونست او شوروی غلامی څخه د غرب انگلستان ام ای سکس غلامی ته ورودانگل
د خپل ملت په ضد د بی بی سی رادیو ته، یو مخلص وفادار نطاق پاتی شو.
اوس چی د ورکیدو په حال کی غوټی وهي، نو خپلو نورو کمونستانواوسیکولرانو په څیر، داود جنبش صیب هم د محترم حکمتیار په ضد چی یو علمی او جهادی شخصیت او داستقلال او ازادی، سمبول یی دلمر په توگه روښانه دی
د هغه په اړه خلاف د حقیقت څرگندونه کړی دی.
