د غرب تهذیب وپېژنئ!
اروپایي ټولنه چي نن په ډېر محتاط انداز سره اسرائیل غندي؛ دا لغړه دوکه ده؛ د دوی تاریخ له دې منافقانه لوبو ډک دئ. دوی د اسرائیل مرسته وکړه؛ دوی ټول قاتلین دي. دوی ټول په دې قتلِ عام کي د اسرائیل مرسته او ملاتړ کوي؛ اوس چي هر څه له خاورو سره خاوري سوي؛ تر دې دمه ۶۱،۷۰۹ کسان وژل سوي چي ۱۷،۴۲۹ ئې ماشـــومان دي، ۱۱۱،۵۸۸ ټــپـیـــان دي، ۱۴،۲۲۲ کسان تر کانکرېټو لاندي تری تم سوي، په مقبوضه غربي تړانگه کي هم وضعیت متفاوت نه دئ؛ ۹۰۵-تنه وژل سوي چي ۱۸۱ ئې ماشومان دي او ۷،۳۷۰ ټــپـیـــان سوي دي؛ په داسي حال کي چي هلته خو د ۷-اکټوبر اجراء کوونکي اتلان هم نسته؛ خو اوس سپین پوستان د پېړیو پر منافقانه تهذیب تکیه کوي او هڅه کوي نړۍ ته وښيي چي دوی خو د مظلومانو تر څنگ ولاړ دي.
دا قضیه اصلاً اوسنۍ نه ده؛ د بالفور له اعلان څخه نیولې بیا د دیر یاسین تر قتلِ عامه او له دیر یاسین نه بیا تر غــزې پوري؛ د دوی د واردولو تگلاره همدا پاته سوې؛ تاسي ئې مطالعه کړئ!
دوی په دې اقدام سره پر یو ځای هم د اروپایي کالونیزم او white man's burden غوندي اصطلاحاتو اخلاقي غوښتني ئې هم پوره کړې او قتلِ عام ئې هم ترسره کړ. له نوکانو ئې وینې څاڅي خو په خوله بیا دوی د امن او انسانیت چیغې وهي. قاتلان همدوی وي او د اخلاقیاتو بیرغ هم د دوی په لاس کي وي.
دا وینا پر احساساتو ولاړه نه ده؛ د دوی تور تاریخ همدا دئ؛ که غواړئ دا هر څه مستند وگورئ نو "فلسطین؛ د نړئوال قانون له نظره" کتاب مطالعه کړئ!! دا یوازي د غرب په تړاؤ د دوی د جرائمو تاریخي مستند دئ؛ د خلافت د سقوط، د افریقا د غلامۍ او نورو نړئوالو قضایاؤ په تړاؤ د دوی جرائم تر حد ډېر دي. غرب وپېژنئ! بیا ئې په اړه رأیه قائمه کړئ؛ د نړۍ ماغزه دوی غلا کړي؛ د دوی پرمختگ او آرام ژوند یو لامل دا هم دئ.
