د حزب اسلامي د قلم خاوندانو ته زیری او مبارکي!
ډاکټر عصمت الله سلیمان خېل
په دې وروستیو ورځو کې د حزب اسلامي افغانستان د امیر له خوا د هند او پاکستان ترمنځ د وروستۍ شخړې په باب یو تحلیل مطلب خپور شو؛ چې زاویه نیوز، شیطان انټرنشنل او یو شمېر مغرضو افرادو د یاد تحلیلي متن له وسطي برخې یو دوه پراګرافه را واخیستل او په ټولنیزو رسنیو کې یې انعکاس ورکړ، چې د حزب اسلامي امیر دغه اعلامیه خپره کړې ده، له استثناء پرته ټولو دغو متعصبو کړیو او مغرضو اشخاصو پر ځای د دې چې بشپړ متن پیدا کړي، هغه ولولي او بیا قضاوت وکړي، منفي او ګنده تبلیغاتو ته یې مخه کړه.
خو دغه له اخلاقي اړخه پرېوتي اشخاص او پردېپالې ټولنیزې رسنۍ او جاسوسي کړۍ له دې نا خبره وو چې د حزب اسلامي با استعداده، زړور، مؤدب د قلم خاوندان تل په دوی برلاسي او میدان یې ورنه ګټلی، دوی تل هڅه کړې چې له ولس څخه حقایق پټ او سترګو ته یې خاورې و پاشي خو د حزب اسلامي ویښو لیکوالانو تل د دوی دسیسې شنډې کړي او د دوی ناکامې او بدنامې څېرې یې ولس ته بربنډې کړي دي.
دا ځل هم د حزب اسلامي د قلم خاوندانو پر وخت اقدام وکړ؛ د دوی له خوا ناسم او ناقص خپاره شوي معلومات یې په مستند ډول رد او حقایق یې د ولس مخې ته کېښودل، چې کمونستان، سیکولران او د پخواني پرځېدلي مفسد نظام چاپلوسان یوازي او یوازي تهمت او درواغ خپروي او بس نور هېڅ نه لري.
کله چې د حزب اسلامي د قلم خاوندانو د دوی خپاره شوي تبلیغات ناسم ثابت کړل، ټامیانو او امثالهم یې، په ښکنځلو او پوچو الفاظو پیل وکړ، دا چې دوی ښکنځلو او ګنده الفاظو ته مخه کړه، مطلب دا چې د دوی استدلال او منطق پای ته ورسېد، ذهن یې خالي شو، په لاس هېڅ نه لري، قلم مرمۍ یې ختمې کړي دي، د استعمال له پاره یې یې اسلحه خالي شوې، نو مجبور دي چې ښکنځل وکړي، سپک، بد او رد و وایي؛ همدا د دوی د ناکامۍ پیل او د حزب اسلامي د قلم خاوندانو د بریا لحظه پیل شوه، د حزب اسلامي لیکوالانو ته مبارکي وایم، تاسو تل میدان ګټلی او بیا به یې هم ګټئ، همداسې مخ ته ولاړ شئ، اسلام، د خپل حزب مرام او ټولو اخلاقي پولې په پام کې ولرئ.
د حزب اسلامي ټولو لیکوالانو ته مې مشوره او توصیه دا ده چې؛ تل هڅه وکړئ مطالعې ته وخت ځانګړی کړئ، هم خپل تاریخ ښه زده کړئ او هم خپل دښمن ښه وپېژنئ، د خپل رهبر موقف وخت په وخت تعقیب کړئ، په لیکنو کې له ګنده او پوچو الفاظو په بشپړه توګه ځان لرې وساتئ، ښکنځلې، بد رد او سپک مه وایاست، حتی که مقابل لوري تاسو یا هم رهبر ته ښکنځلې وکړې خو تاسو یې مه ورته کوئ، هڅه وکړئ احترام یې وکړئ او مؤدبانه الفاظ ورته وکاروئ، که غواړئ بریالي اوسئ همدا یې لاره او طریقه ده.
همدا تېره ماښام مې د عصمت قانع او د یو حزبي ځوان ترمنځ په ټویټر مباحثه تر سترګو شوه؛ عصمت قانع ورته ډېر سپک او لویدلي الفاظ کارول خو، مقابل لوري ته ځوان هېڅ منفي عکس العمل نه ښودلو، تر پایه یې هڅه کړې وه چې سپک کلمات ونه کاروي او په مؤدبانه انداز کې استدلال وکړي، پای کې عصمت قانع مجبوره شوی وو چې بحث پرېږدې او د تېښتې لاره غوره کړي، که تاسو هم غواړئ چې میدان وګټئ نو اسلام ته ژمن اوسئ، محمدي اخلاق غوره کړئ، تل هڅه وکړئ چې خپل حریف او رقیب په منطق او استدلال مات کړئ او میدان پرېښودو ته یې مجبوره کړئ.
ستاسو ټولو د بریا په هیله
درنښت
