د حکمتيار صاحب هر کتاب شهکار دی او د لوستونکي لپاره بل مشال
ما د حکمة الباري په شمول د حکمتيار صيب ډېری کتابونه لوستي ، کله کله يې تفسير هم لولم ؛ مبالغه يې مه ګڼئ چې ووايم ؛ هر کتاب يې شهکار دی او د لوستونکي لپاره بل مشال ،
د هغه تحقيقي کتابونه چې څوک د معاصر تاريخ د محقيقو ليکوالو له کتابونو سره پرتله کړي ؛ بيا پوهېږي چې په آثارو کې يې څومره وزن موجود دی ، ما سره همدا اوس د « ابن کثير » په شمول ډېری تفاسير پراته دي ؛ خو يو مې هم ورسره د پرتلې وړ نه دی موندلی ! زه ورسره تنظيمي تړاو نه لرم ؛ خو په علمي فوقيت يې اغماض کول د ايمان زيان گڼم ، ماته د رياليزم اصول همدا راښيي چې حتا د مخالف لوري په مثبتياتو هم اعتراف وکړم ؛ ماته د ح کمتيار صیب کتابونه د لارې مشالونه ګرځېدلي ؛ او ډېری هغه ستونزې مې پکې حل شوې ، چې د تحقيق په دوران کې ورسره مخامخ شوی يم ، نوموړي که قرآن په قرآن يا قرآن د معتبرو احاديثو په رڼا کې تفسير کړی ؛ يو بل رجحان پکې دا هم دی چې په ډېری برخو کې يې د قرآن او ساينس تر منځ تلفيق هم را منځته کړی . زه يې لوستل د هر چا لپاره ګټور ګڼم ، حتا مخالفين يې هم دېته را بولم چې د حقيقت موندنې په پار يې ولولي .
