No-IMG

جمهوريت خو ټول بدنام وو، خو ځيني مسوولين پکې بيا خاص طور بدنام وو

جمهوريت خو ټول بدنام وو، خو ځيني مسوولين پکې بيا خاص طور بدنام وو او ځيني بيا لکه #فضل محمود فضلي دومره بدنام وو لکه کانډوم چې د نوم اخيستلو سره يې هم د خجالت احساس کېده، ويونکی يې مجبور وو چې د نوم اخيستلو سره يې لومړی بې ادبي معاف ويلي وای.

همدغه د آمريکا+ناټو او پاکستان د نامشروع اړيکې د ضايعاتو حامل فضلي هم راځي او نور خلک د پاکستان په پلويتوب تورنوي ګويا داچې دا کارونه د همدې رزيل د ماموريت پر مهال نه وو تر سره شوي:

۱- د پاکستان سره د اغزن تار د ننګينې طرحې تطبیق ؛

۲- د اغزن تار د تيرولو پر مهال په ځينو سیمو کې آن تر پنځوس کيلومتره پورې د افغانستان د ځمکې لاندي کول؛

۳- په سرحدي سيمو کې د هغو قومي مشرانو او متنفذينو ترور کوم چې د اغزن تار  سره يې مخالفت کاوه او ولسي احتجاجونه يې رهبري کول؛

 ۴- د تورخم پر دروازه باندي په لوړو تشريفاتو د رسمي سرحد ساين بورډ لګيدل او افتتاح؛

په کابل کې د پاکستاني استخباراتو د مامورينو لپاره وي وي آی پی ګويسټ هاوسونه؛

۵- د ماليې وزارت په ګډون د ډيرو مهمو وزارتونو تخنيکي واحدونه او ډيټابیسونه پاکستاني استخباراتي کمپنيو ته په واک کې ورکول او د پاکستاني متخصصينو له لوري مديریت کېدل.

۶- د پاکستان له لوري د سرحدي ولسوالیو او ولايتونو مسلسل بمبارد او راکټي بريدونو په وړاندي د د تاريخ تر ټولو بې ننګه سکوت؛

۷- د ملي امنیت شورا د دفتر په ګډون په ټولو استخباراتي او امنيتي ادارو کې د پاکستان له لوري د معرفي شوو اشخاصو او افرادو استخدام او حتي د همدې ګمارنو او نفوذ سره د مخالفت له وجې د ملي امنیت د لوی رئیس ګوښه کيدل.

۸پاکستان ته د سلګونو نظامي افسرانو ليږل، هلته يې روزنه او بیرته له راتګ وروسته يې د امنيتي او استخباراتي ادارو په مهمو بستونو کې تقرر.

او لسګونه نور چې جمهوريت يې د پاکستان د يوې ولسوالۍ په کچه راکوچنی کړی وو د همدې کانډوم ماننده ټاميانو له کارنامو نه وو او د دوی په ننګينه دوره کې نه وو ترسره شوي؟!

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک