مطالب مهم
په يوه مدرسه کې زما د تدريس يوه لنډه تجربه
دا د هغه وخت کیسه ده، کله چې زه له نن تقريباً ۱۵ کاله وړاندې په یوه مدرسه کې د ناظرې د صنف د ښوونکي په توګه وټاکل شوم، لامې لوړې زدهکړې نه وې کړې، کشر او بې تجربې وم، خو الحمدلله فکرا متشدد او توند خويه نه وم. هلته له ما وړاندې زما یو شمېر نېږدې دوستانو هم د ښوونې دنده تر سره کوله، زه هلته د هغوی په تشويق ورغلی وم. هغوی زما لپاره یو ځانګړی ټولګی جوړ کړ، خو دا ټولګی زما لپاڅ له لومړۍ ورځې د یو ازمېښتځای و، نه د ارام ځای.
دا ټولګی له هغو ماشومانو څخه جوړ و چې نورو استادانو له خپلو ټولګیو بېل کړي وو، په اصطلاح ځان يې ترې خلاص کړی و. ???? دا هغه ماشومان وو چې نه یوازې د زدهکړې له پلوه کمزوري وو، بلکې په شرارتونو او ورانيو کې هم ماهر او د نظم فوق العاده اخلالوونکي وو. په حقیقت کې د...
نور ولوله
مکار ایران او دروغجني دعوې ئې
په اسلامي نړۍ کي د اموي او عباسي سلطنتونو سره دوو نظریو ډېر ترویج وکړ؛ پر اهل سنت او اهل تشیع باندي وېشل سوي اسلامي نړۍ په خپلمنځي اختلافاتو کي هغه ناخوالي تجربه کړې چي ممکن د دوی مخالفینو دوی ته هومره زیان کله هم نه وو رسولی؛ اصلاً اسلامي تاریخ د دوو ډېرو مظلومانه شهادتونو شاهد پاته سوی؛ یو د عثمان بن عفان رضي الله شهادت او بل د حسین بن علي رضي الله عنه شهادت؛ وروسته کیسه داسي سوه چي د عثمان بن عفان شهادت ناصبیانو د خپلو سیاسي اغراضو او اهدافو لپاره وکاروی؛ یعني له عمر بن عبدالعزیز رض نه پرته بنو امیة او د حسین رضي الله عنه شهادت بیا روافضو؛ د دغو دوو عظیمو انسانانو سپېڅلي شهادتونه نن هم د دغو دوو ډلو لخوا یرغمال ساتل سوي؛ دوی نن هم همدا شهادتونه په سیاسي او جذباتي توگه کېش کوي؛ پر دغو دواړو عظیمو شخصیتونو دغو دوو طبقو ...
نور ولوله
غزه له لوږې مري
نور ټول سیاسي مسائل، د اټوم په تړاؤ چنې او نوي نوي بریدونه چي ملعون قام ئې جوړوي او بیا ئې په پراخه توگه رسنیز کوي؛ د همدې موضوع د نظراندازه کولو او کم رنگه کولو په موخه وي.
دې قتـ.لِ عام پر نړئوال نظم جدي پوښتني را ولاړي کړې! د ملگرو ملتونو بې واکه اداره مجبوره سوه چي ووایي د دې ناورین لپاره نور د قتـ.لِ عام او ورته تورو کارول مناسب نه دي؛ ځکه دا توري په ځان کي هغه مفاهیم نسي احاطه کولی چي ملعون قام دې مظلوم ملت ته جوړ کړي.
نن هر درېیم شخص د دې نظم د ړنگولو گنگوسې اوري او یا د پراخو اصلاحاتو غوښتونکي دي؛ هر سړی پوهېږي چي د ملعون قام د مشرانو په تړاؤ د ICC د فرمان حیثیت څومره و؟ او یا د همدې مسخره ادارې نور فرمانونه وگورئ! وپلټئ چي هاگ محکمې څومره د درېیمي درجې هېوادونو هغه مشران چي غربي گټو ته مضر ول...
نور ولوله
ابو عبیده: دا جهاد دی، يا به سوبه وي او يابه شهادت
*د امت ابرو ساتونکي جهادي غورځنګ ویاند*
*( ابوعبیده )*
تازه وینا کې څه وویل؟
د حماس جهادي غورځنګ د پوځي څانګې القسام وياند ابوعبيده تازه خبرې د قرآن کريم په مبارکو ايتونو پيل شوې، ورپسې يې د الله جل جلاله حمد او په محبوب پېغمبر صلی الله عليه وسلم درود ووايه.
ورپسې يې غزه کې خپل خلک، د اسلامي او عربي نړۍ وګړي او د ټولې نړۍ ازادي غوښتونکي مخاطب کړل او له سلام وروسته په بېلابېلو موضوعاتو وغږېد چې په لاندې ډول دي:
۱- د اسرائيلي دښمن سخته غندنه يې وکړه او اسلامي نړۍ او مسلمانان يې ګرم وبلل چې سره له دې چې په وينه، عربيت او اسلام کې يې ورونه دي، خو د فلسطينيانو هيڅ مرسته يې و نه کړه، غير له هغو خلکو چې په وينا يې «الله پرې رحمېدلی دی».
۲...
نور ولوله
ارتحال ملكوتى شاعر حماسی !
شاعر انقلابى ، حماسى و ميهنى كشور با همان افكار ملى و طرز فكر نقد گونه كه داشت ، ديگر با ما نيست. او شاعرى بود ميهنى و حماسى كه از ميان توده ها صداى ميليون ها انسان را بزبان شعر و ادب پشتو به گوش حكام و زمام داران , ترانه سرايى و با همان لهجه بخصوص خودش دكلمه و قريحه سرايى داشت.
مرحوم مطيع الله تراب با سبك خاص و بخصوص ادبيات از زبان شرين پشتو و بدون كدام ياد داشت و تحرير ابيات و آنچه را در ذهن الهام ميگرفت با فصاحت ، بلاغت و خلاقيت كلام در فكرش مهندسى ادبى و با صداى رساى ميهنى و لحن انقلابى خودش آنرا براى مسؤولين مانند معمار ادب در ارگ و گوش ها طنين انداز ميكرد. معمولاً چنين شعرا و نغمه سرا هاى شعر و ادبيات در هر زبان و ادبيات تعداد آنها اندك و انگشت شمار بوده و بدون شك كه مطي...
نور ولوله
حکمتيار: د حقپال او زړه ور شاعر مرحوم مطيع الله تراب كورنۍ او مينه والو ته تسليت
د مرحوم تراب په وفات سره افغان ولس له يوه ستر او اغېزمن شخصيت محروم شو، هغه چي حقپال، زړه ور او محبوب ولسي شاعر، د مجاهدينو د احساساتو ممثل، د دوى د جهادونو او قربانيو ستايونكى، د مفسدو او وطنپلورو تش په نامه واكمنو د كړنو او دريځونو په سختو الفاظو غندونكى، د اشغالگرانو او د پرديپالو د سترگو اغزى، د ملي يووالي حامي، په واقعي معنى اسلامي نظام غوښتونكى، د رياء كارو او منافقينو مخالف، د فكري مبارزې په سنگر كي پروت نه ستړى كيدونكى، نه تسليمېونكى او نه وېرېدونكى مجاهد وو؛ الله تعالى دې ټول نېك آرمانونه په دنيا او آخرت كي تر سره كړي؛ باور مي دا دئ چي د ده مقام به د الله تعالى په وړاندي داسي لوړ وي لكه د فرعون په دربار كي د هغه مؤمن شخصيت مقام چي خپل ايمان ئې پټ ساتلو؛ خو كله چي فرعون خپلو درباريانو ته وويل: ما...
نور ولوله
خانزېب مولانا؛ په ناسم ځای کې سم سړی!
له بده مرغه د خدايي خدمتګارو او باچاخان مرحوم د ځوانې مبارزې تر مرحلې وروسته ملايان او قامي تحريک په يوه لاره سره سيخ نه شول، په دې کې د دواړو غاړو خپلې پړې دي، يوه غاړه د ترقي پسنده چپي غورځنګ په څپو کې داسې هوايي شول چې پر زمکه يې د خپل ولس له ديني اصالت سره د وصل کړۍ وشکېدلې او بله غاړه څه د همدې چپي افکارو په غبرګون او څه د نوي زيزېدلي ملک په تبليغاتي او نوي راټوکېدلي هويت کې د خپل قامي هويت پر ضد ودرېدل، په منځ کې د تعليم، اقتصاد او اجتماعي محورونو تفاوتونو هم دا واټنونه اوږده کړل.
خانزېب مولانا او د باور نيمګړې هڅه!
خانزېب مولانا لکه د زرګونو نورو پښتنو؛ نامعلومه خو معلومه وسله والو شهيد کړ، هغه يو عالم شخص و، هغه په خپله لنډه څو کلنه سياسي سيالۍ کې هڅه وکړه چې نېشنليانو ته هغه باور راستون کړي کوم ...
نور ولوله
پذيرش سفير إمارت اسلامى در مسكو؛ مانور سياسى يا قمار سياسى؟!
پذيرش سفير إمارت اسلامى در مسكو؛ مانور سياسى يا قمار سياسى؟!
عكس العملى در برابر حوادث سوريه و ايران
يا معامله اى داد و گرفت با امريكا؟
در روشنايى سياست هاى مسكو در مورد افغانستان
از تأسيس شوروى تا امروز
مسكو از زمان پتر کبیر؛ آنگاه كه چون قدرت منطقوى تبارز كرد؛ همواره در پى گسترش نفوذ روسیه به سوی جنوب و رسيدن به آبهای گرم بود؛ در اين راستا افغانستان به دلیل موقعیت حساس ژئوپلیتیک خود؛ به عنوان یکی از مناطق مورد توجه روسیه قرار داشت؛ سیاستهای توسعهطلبانه پتر کبیر؛ زمینه را برای (رقابت روسیه و بریتانیا) در افغانستان فراهم کرد. این رقابت بعدها به «بازی بزرگ» (Great Game) در قرن ۱۹ تبدیل شد؛ و افغانستان به عنوان (حائل) ميان روسیه و بریتانیا پذيرفته شد. &...
نور ولوله
روس ها هم مثل امریکایی ها
حاجی یوسف
نه قول دارد ونه تعهد
فقط بخاطر منافع خودشان
همه اصولی قوانین انسانی , شعارهای بشردوستی وتعهدات بین المللی را,زیر پای میکنند.
ونه هم. پروای نوکران وملت های مظلوم را دارند
درس عبرت!!
روسها بعدازخروج شان همه مزدوران خلق وپرچم را رها به عوض اش مزدوران نو مجاهدنما را گرفتند
پاکستان بعداز حمله امریکا درشمال
فقط جنرالان ونظامیان خودرا کشیدند
دیگر انقلابی ها مظلوم باجور صوفی صاحب و مردم افغانستان را به هژدهار ملیشه های دوستم واستخبارات امریکا ,
دست بسته سپردند
امریکایی ها وکشورهای ناتو بعدازفرارشان
اشرف غنی و همه داردسته نوکران جمهوریت خواهان ...
نور ولوله
له ټرمپ د ترکي الفیصل غوښتنه: د ایران په څېر د اسرائیل اټومي بټۍ هم ویجاړې کړه
دې لپاره چې انټرنېټ مو لږ مصرف شي، یوازې متن ولولئ
د سعودي د استخباراتو پخوانی مشر ترکي الفیصل په دې باور دی چې که انصاف وشي د اسرائیلو د اټومي بټیو ویجاړول هم اړین دي.د عکس سرچینه،Getty Images
د عکس تشریح،د سعودي د استخباراتو پخوانی مشر ترکي الفیصل په دې باور دی چې که انصاف وشي د اسرائیلو د اټومي بټیو ویجاړول هم اړین دي.
۴ ساعتونه وړاندې
د سعودي عربستان د استخباراتو پخواني مشر ترکي الفيصل هغو څرګندونو د ټولنیزو شبکو د کارنو غبرګون راپارولی، چې یې په یوه مقاله کې د لوېدیځو هېوادونو مشران تورن کړل دوی له "دوهګوني معیاره" کار اخلي، په ځانګړې توګه په خپلو دریځونو کې د ایران، اسرائیل او د اټومي وسلو د خطر په اړه.
فیصل په خپله مقاله کې، چې د "ده نېشنل" په...
نور ولوله
د عمر رضي الله عنه څو په زړه پوري ويناوي او پښتو ژباړه ئې
في كتاب مكارم الأخلاق للخرائطي:
قال عمر بن الخطاب:
اعتزل ما يؤذيك!
أغلب الأذى نحن نجرّه على أنفسنا!
نذهب إلى أماكن تتقصّى من قدرنا، ونتابع أشخاصاً يوجِعنا كلامهم!
مزاجك عزيز فلا تسمح لأحد أن يفسده!
اعتزل ما يؤذيك، ولا تسمح له أن يؤذيك أكثر.
العلاقة الجارِحة لا تلازمك، والصُّحبة التي توجعك أنت في غنى عنها.
لا تحشِر نفسك حيث لا مُتَّسَع لك، أرضُ الله واسعة.
وما من إنسانٍ إلا وفي الناس من يُغني عنه.
وقد قالت العرب: في الناسِ أبدالٌ وفي التَّركِ راحةٌ!
عمر رضی الله عنه ویلي:
له هغه لري شه چې زیان در رسوي.
ډېر زيانونه موږ په خپله ځان ته رابلو.
موږ داسي ځایونو ته ځو چي قدر مو راكموي او د داسي اشخاصو متابعت ...
نور ولوله
ایران او افغان کډوال: د استخباراتي شطرنج د پټې جګړې احتمالي سناریو.!
ایران او افغان کډوال: د استخباراتي شطرنج د پټې جګړې احتمالي سناریو.!
د ایران او اسرائیلو وروستۍ جګړې دا ثابته کړه چې ایران د اسلامي نړۍ په کچه یو ځواکمن نظامي او استخباراتي هېواد دی. داسې ښکارېده چې اسرائیلو او یو شمېر لوېدیځو هېوادونو دا اټکل کړی و چې ګواکې ایران به ژر له سقوط سره مخ شي؛ خو ایران نه یوازې سقوط ونه کړ، بلکې پر اسرائیلو یې داسې ګوزارونه وکړل چې هغوی یې له جدي اندېښنو سره مخ کړل.
اوس داسې ښکاري چې اسرائیل او لوېدیځ هېوادونه خپل تاکتیک بدلوي او هڅه کوي د ایران دننه د رژیم بدلون ته زمینه برابره کړي. دا احتمال شته چې د ایران د اسلامي نظام دننه ځینې سیاسي او نظامي ډلې وي چې له موجوده «ملایي رژیم» سره ژور سیاسي او مذهبي اختلافات لري، او په خپلو قومونو او سیمو ...
نور ولوله
هېره شوې غزه!
د ایران - اسرائیل دوولس ورځنۍ جگړه ودرول سوه؛ د جگړي کیفیت مجهول وو؛ لاسته راوني او دعوې متفاوتي دي؛ د سولي نوعیت ئې هم له نورو جنگونو نه مختلف وو؛ د کاغذ پر ځای په ټلیفوني وعدو اوربند ترسره سو؛ داسي ښکاري چي اسرائیل په خپل مأموریت (د ایران اټومي سلاوو له منځه وړلو) کي ناکام سو؛ ایران هم ځکه ډېره واویلا نه کوي چي غوره گڼي نړۍ همدا فکر وکړي چي ایران نسي اټومي کېدلی؛ په هر صورت ایران له اټوم څخه په هیڅ صورت نه لاس پر سر کېږي؛ اسرائیل له جگړي او تلفاتو څخه ځان ایستل غوښتل؛ دا چي ټرمپ (پلار) ئې تر شا ولاړ و نو ځکه ئې لکه ماشوم ږغ لوړ وو؛ خو سولي ته ئې تر بل هر طرف ډېره تلوسه وه.
په دې سناریو کي ځورونکې خبره دا ده چي غزه لا هم په سرو لمبـو کي قرار لري؛ هارورډ په خپل یوه څېړنیز راپور کي وویل چي ۳۷۷۰۰۰-درې لکه اوه اوی...
نور ولوله
ژوندی شهيد
يوه لويه کنده يې جوړه ګړه
برېتو وويل ؛
اشرار ورخطا کړئ !
سربازان زړه نازړه ودرېدل
نه يې غوښتل د تاريخ يوه بوږنوونکې تراژیدي تکرارشي
برېتو وغړمبېده :
- تاسې ته وايم، « اشرار » لاندې خطا کړئ ...
سربازانو يو - بل ته وکتل ...
په سترګو کې يې څه پيغامونه تبادله کړل
د قوماندان له امره د انکار پيغامونه
له خپلو وطنوالو سره د خواخوږۍ پيغامونه
برېتو يو ځل بيا وغړمبېده ...
تاسې زما امر نه منئ !
ورټوپ يې کړل
یو ډنګر سرباز يې په وهلو وهلو کندې ته ورخطا کړ...!
پرنورو يې ورمنډه کړه ...
ترسوکانو اولغتو لاندې يې ونيول ...
- د اشرار زامنو تاسې ټول د مرګ ...
نور ولوله
له افغانانو سره ایراني چلن او د تاریخ ترخې خاطرې!
راځئ چي د تاریخ پاڼو ته مو بوځم: تر ۹/۱۱ وروسته چي کله امریکا پر افغانستان د یرغل چمتو والی کاوی؛ له سعودي څخه ئې د هوائي میدان کارولو غوښتنه وکړه؛ سعودي له دې شرمه چي پر ورلډ ټرېډ سنټر د ۱۷-تنه برید کوونکو له جملې څخه ئې ۱۵-تنه سعودیان ول مجبوراً خپل السلطان هوائي ډگر د هغوی خدمت ته وقف کړ؛ د یولسم سپتامبر تر پېښي وروسته بوش په خپله لومړۍ احساساتي وینا کي یوه تېروتنه کړې وه؛ هغه ویلي وو دا به یو کروسېډر وار (صلیبي جگړه) وي؛ دې توري ئې په ځانگړي توگه اسلامي نړۍ کي غوغا جوړه کړې وه؛ دا چي امریکا له سعودي څخه هوائي ډگر ترلاسه کړی وو؛ نو د بوش د هغې وینا د تأثر ختمولو په موخه ئې دا خبره رسنیزه کړه چي په دې جگړه کي د اسلامي نړۍ ستر مذهبي هېواد سعودي زموږ په څنگ کي ولاړ دئ او امریکا به له سعودي هوائي ډگر څخه پر افغانستان برید...
نور ولوله
