No-IMG

حکمتیار؛ په افغان سیاست کي د دې نوم وزن نن هم بې ساری دروند دئ؟!

حقپال

 

که غواړۍ د شرقی او غربي ښامارانو تر لکیو لاندي پراته چینجي متحرک وگورئ؛ دا نوم زمزمه کړئ! مخالفین ئې عجیبه اختلاف ورسره لري؛ له مذهبي افراطیانو نیولې تر جنوني قامپرستانو، له کمونیستانو نیولې بیا تر دین بېزاره سیکولرانو؛ حکمتیار په هر چا ځان منلی؛ که داسي نه و دوی به ئې نوم هم نه اخیستو... بلې هو! دا حکمتیار دئ چي دوی ئې ځورولي؛ د اکثرو پلرونه د حکمتیار مخالفین پاته سوي؛ د دوی له کم ظرفه او بې تربیې بچیانو څخه ئې ځینو د مذهبیانو قباء پر سر کړې وي؛ پلار ئې کمونیست پاته سوی وي؛ ده سپین پاج تړلی وي او د اسلام غمخوار وي؛ ځیني ئې کمونیستان، ځیني ئې قامپرست او یا د سیکولرزم غېږي ته لوېدلي؛ دوی د خپلو بگېل سویو اسلافو انتقام له نورو لارو لاسته راوړل غواړي. ځکه هم دوی په دې کرکجنه لوبه کي په يوه ټیم او پر یوه پِچ راغونډ سي؛ موږ شاهد یو چي په درځنونو نور جهادي رهبران او قوماندانان هم موجود دي؛ خو څوک ئې نوم هم نه اخلي؛ د هغوی بیانیې ډېري شرموونکي او له چاپلوسیو ډکي دي؛ خو ښکاره خبره ده چي حکمتیار ژوندی دئ؛ متحرک دئ او لا ئې هم په ژبه، قلم او بیانیه کي تأثیر او پوره قوت سته؛ ځکه ئې پر هره وینا ټول نیم مرده حشرات ولړزېږي او د هغوی ویناو ته څوک د یوه توت هومره ارزښت هم نه ورکوي... لېوال، فضلي، زاویه، انټرنېشنال، احمق مذهبيان، مخنّث سیکولران، نامرده خلقیان او بې مروته پرچمیان او په ځانگړې توگه نجیب خېل؛ جالبه نه ده؛ دومره مخالفین پر یوه هدف پر یوه وخت ولي را غونډ کېږي؟ سبب ئې څه دئ؟!

بله حیرانونکې خبره دا ده چي زموږ پر ټولنیزو رسنیو نن هغه نظریه راج کوي چي د دغو ټولو غمېزو او ورانیو مخترع او پیل کونکې ده؛ کمونیزم یا ئې لارویان کمونیستان چي له قامپرستانو او سیکولرانو سره نا اعلان سوی ائتلاف هم لري؛ بدبختانه چي مذهبي افراطیون هم د حکمتیار پر شخصیت دغه منفور او مردود ائتلاف ته د ورداخلېدلو هڅه کوي. دا طبقه بیا له للهِ و في اللهِ دوستۍ او دښمنۍ له صفت څخه عاري او خالي ده. يو معتبره دنده به ئې د مجاهد په عنوان اشغال کړې وي خو چي خوله پرانیزي نو کومه فېسبکي سوژه به ئې له ژامي ولوېږي؛ نه به نظریه لري او نه تقویٰ. دوی همغو قامپرستانو ته ورته دي چي پر یو وخت احمد شاه بابا، شاه امان الله خان، داؤد خان او ډاکټر نجیب خپل اتلان گڼي او د AI جنرېټډ تصویرونه ئې پر خپلو پاڼو نشروي؛ په داسي حال کي چي د داؤد خان کورنۍ د امان الله خان سیاست دفن کړ او آن هېواد ته ئې د هغه د خاکي جسد له راوړلو سره هم مخالفت کاوه، نجیب خېلو ارگ د داؤد خان او کورنۍ په وینو رنگ کړ او لېنن ته ئې سجده وکړه! اوس تر دوی مذهبي افراطیان ډېر د تأسف وړ دي چي له داسي لچرانو سره په یوه خوله د یوه مېړني مجاهد او مبارز شخصیت پر ضد تبلیغات کوي.

حکمتیار صاحب سیاسي شخصیت دئ؛ د سیمي د ستونزو په تړاؤ تعمیري نظر لري؛ د عطاء محمد نور، محقق او ورته نورو غوندي ئې اعلامیه نشر نکړه؛ تحلیل ئې وکړ او دا څرگندونه ئې وکړه چي دا جگړه څومره زوروره او تخریبي وضعیت ته رسېدلی سي؛ ټرمپ دا یوه اوونۍ همدا خبره کوي؛ دا یوه سیاسي نظریه ده؛ چي له امکانه وتلې نه ده. د سیمي د مسلّحو تنظیمونو په تړاؤ جمهوري تنظیمونه؛ هغه چي د اسلامي جمهوریت داعیان دي: لکه جماعت اسلامي، اخوان المسلمین، النهضة او خپله حزب اسلامي د تعامل نظریه لري؛ دوی په همدې باور دي چي دلته واک او نور ټول امکانات د زورورو لاسونو ته لوېدلي؛ طبعي ده ظلم به ترسرع کېږي؛ خو له دوی سره مسلحي شخړي حل لاري نه سي کېدلی؛ پارلمان او تعمیري سیاست ئې د حقوقو د ترلاسه کولو لپاره مناسبه تگلاره ده. دا یوه مسلّمه نظریه ده؛ پورتنیو ذکر سویو خوارانو ته نه پوهېږم ولي دومره جالبه ښکاري! تشدد یوازي تخریب او تجزیې ته لاره هواروي او بس. ځکه هم په خلیج، هند، بنگال او ترکیه کي دغو تنظیمونو د عدم تشدد تعمیري لاره ټینگه کړېده؛ پر ځانونو نظربندۍ، ظلمونه او محرومیتونه زغمي خو پر خپلو ولسونو نه؛ دوی یوازي د اشالگرو په مقابل کي د تشدد پالیسي لري او دا پالیسي ئې حزب اسلامي په خپلو وروستیو پرېکړو؛ یعني د افغانستان د اسلامي جمهوریت سره د سولي او تړون له لاري په اثبات هم ورسوله او تر پایه دا تنظیم د بهرنیانو د حضور سخت ترین مخالف پاته سو؛ په کابل کي ئې دننه د بهرنیانو پر ضد مبارزینو ته مجاهدین او شهیدان ویل؛ اما نن د همغه جهادي صف څخه ځیني بې خبره احمقان راوځي او د کمونیسانو، قامپرستانو او سیکولرانو د خبیث مثلث مردوده بیانیه زمزمه کوي. دوی باید مشترکات وپېژني او پرېنږدي چي دښمن ئې ذهنونه یرغمال کړي. دوی دي د دوستۍ او دښمنۍ للهِ معیارات ولولي او په دغو قضیو کي دي د کمونیستانو نظریه نه خپلوي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک