No-IMG

پردیپالو او مزدورو رسنیو (زاویه نیوز او شیطان انټرنشنل) د پخوا په څېر خپل شیطانت مخ ته وړی دی!

په دې وروستیو کلونو کې زاوینه نیوز او شیطان انټرنشنل تر نوم لاندې مغرضو او د اسلام دښمنه هېوادونو له لوري د افغان ولس د عامه ذهنیتونو د خرابولو او د افغانانو ترمنځ د نفاق خپرولو په موخه ګمارل شوي دي، نه هېواد، نه اسلام او نه هم خپل مسلک (ژورنالیزم) ته ژمنتیا لري هرڅه په سپین سترګۍ او بې شرمۍ تر پښو لاندې کوي، هر کله چې د یو اسلامي هېواد او یا یو اسلامي حرکت یا هم یو شخص اعلامیه خپروي نو دوی هڅه کوي چې په ډېر مهارت سره په مغرضانه ډول د اعلامیې یوه کرښه یا یوه برخه را کاپي کړي او هغې ته انعکاس ورکړي، د راپور په پیل، وسط او پای کې همغه موضوع ښکته او پورته کوي، لوستونکو ته داسې څرګندوي چې ګواکې په اعلامیه کې یوازې فقط او فقط همدغه موضوع راغلې او نور هېڅ موضوع ته په کې اشاره نه ده شوې، لکه څنګه چې کوم شخص راپورته کېږي د یو چا نیم ساعته بیان څخه یوازي نیمه دقیقه کلیپ را جدا کوي او په ټولنیزو رسنیو کې انعکاس ورکوي چې وګورئ دې شخص دغسې څرګندونې کړي، بعضې لیدونکي هم پرته له دې چې د بشپړ کلیپ د لیدو په لټه کې شي د همغه نیمه دقیقه کلیپ په اورېدلو قضاوت کوي، نن زاویه نیوز او شیطان انټرنشنل تل د انجنیر صاحب حکمتیار او ده ته ورته د ټولو اسلام ته د ژمنو اشخاصو او حکومتونو له اعلامیو سره همدغه کار کوي، عامه ذهنیتونه خرابوي، د خپل بادار په اشاره او د هغو د خوشحالولو له پاره سپک او ناسم تبلیغات ترسره کوي.

د بېلګې په توګه که د یوې موضوع په اړه اعلامیه ورکړل شي او ضمناْ اړتیا وي و وایو چې د پاکستان په نوم په نړۍ کې یو هېواد دی او زموږ ګاونډی دئ؛ باور لرم او له شک پرته زاویه نیوز او شیطان انټرنشنل به د ټول متن پرځای همدې یوې کرښې ته انعکاس ورکوي او یو ستر بولډ عنوان به یې ورنه جوړ کړی وي چې وګورئ د پاکستان غلامانو ته!!؛ اما دا یو حقیقت دی چې د نړۍ پر مخ د پاکستان په نوم یو هېواد شتون لري او د افغانستان ګاونډی دی، که له دې څوک انکار او یا مخالفت کوي او یا هم یو شخص په دې خاطر متهم ګڼل کېږي چې ولې یې داسې جمله لیکلې نو دا به ډېر ستر حماقت او جهالت وي.

تازه تېره ورځ یادو شیطاني رسنیو چې خبریالان یې اکثریت د پخواني حکومت پر مهال په داخلي رسنیو کې په داسې تبلیغاتي جګړه کې د غرب له لوري ګمارل شوي وو چې شپه او ورځ یې د غرب خدمت او د ولس په دښمنۍ کې قرار درلود، یوه ورځ یې هم د غربیانو ظلمونو، وحشتونو او جنایتونو ته انعکاس ورنکړ اما نن همغه جنایت کاران وخت نا وخت د غربي او ارپائي رسنیو له لارې پخپلو کړو وحشتونو او جنایتونو اقرار کوي چې افغانان به مو آن د ساعت تېری په موخه وژل او په کورونو به مو ړندې بمبارۍ کولې او همداراز په وحشي زندانونو کې له زندانیانو سره د ظلم او بربریت کیسې کوي اما دغو په اصطلاح افغان خبریالانو او تش په نوم رسنیو یوه ورځ هم د افغاني غرورو او غیرت په اساس خپله خوله خلاصه نه کړه، ځکه چې دوی د همغو جنایت کارانو او اشغالګرانو له خوا ګمارل شوي وو چې په افغانستان کې د هغوی وحشتونه او ظلمونه رسنیز نه شي؛ د ښاغلي انجنیر صاحب حکمتیار له درې مخیزې اعلامیې څخه یوازي او یوازي یو دوه پرګرافه را اخیستل شوي او همدېته یې ستر عنوان او انعکاس ورکړی چې ګواکې ټوله اعلامیه همدغه ده او بس نور هېڅ نه وو پکې!! لکه څنګه چې مې وړاندې اشاره وکړه دوی ملامت نه دي ځکه د دوی فکر، ژبه، لاس او قلم دا ۲۵ کاله همداسې د خپل بادار په خدمت او د خپل ولس د غلطولو او عامه ذهنیت خرابولو په موخه کارول شوي، حقایق نه شي کتلی، د خپل ژورنالیزم اخلاق او اصول هم تر پښو لاندې کوي، کوم ژورنالیستیکی اخلاق او اصول اجازه درکوي چې ته له درې پاڼې اعلامیې څخه یوازي د وسطي برخه یو پرراګراف را واخله، د پیل او پای موضوعاتو باندې سترګې پټې کړه او انعکاس ورکړه؟؟

ښاغلی انجنیر صاحب حکمتیار تل پخپلو اعلامیو کې د ایمان او عقیدې په اساس په جرأت سره ټول حقایق بیانوي اما پردیپالې رسنۍ کوښښ کوي چې عامه ذهنیت ته غلط او ناقص معلومات ورسوي، د نوموړي له لوري چې د هند او پاکستان ترمنځ د وروستي کړکیچ په اړه کومه اعلامیه خپره شوې او کوم موضوعاتو ته چې په کې اشاره شوې یقین لرم چې تراوسه هېڅ کوم افغاني سیاسي جریان او یا هم کوم شخص په دونه جرأت سره موضوعاتو ته اشاره نه ده کړې او نه یې هم کولی شي، له استثناء پرته په بهر کې میشتو ټولو سیاسي ګوندونو او شخصیتونو داسې اعلامیې ورکړې او څرګندونې یې وکړې چې یوازي او یوازي ګاونډي سره په خواخوږۍ او همدردۍ ورټولې وې خو همدغو شیطاني رسنیو د هېڅ رهبر څرګندونو ته غبرګون و نه ښودلو او نه یې هم له یو ستر عنوان سره تبصره ورباندې وکړه، علت یې هم دا دی چې د دوی د تمویل او رهبریت سرچینه یوه او له یو ځایه یې روزي حواله ده.

د ښاغلي انجنیر صاحب حکمتیار د اعلامیې اول او مهم پرګراف ((د هند او پاکستان تر منځ يو ځل بيا د يوه خونړي جنگ لړۍ پيل شوه؛ مخكيني درې ستر جنگونه او ډير نور واړه ئې هم تجربه كړي، ډېرى جنگونه ئې د كشمير په ارتباط وو؛ كشمير او مظلوم ولس ئې له هغي ورځي په پر له پسې توگه د خونړيو جنگونو قرباني شوي چي انگريزانو په دوو برخو ووېشلو؛ له فلسطين وروسته د كشمير غميزه د اسلامي امت په بدن كي زوړ او ژور پرهار وو؛ خو دا جنگ له مخكينيو له دې پلوه ژور توپير لري چي دا ځل دواړه په اتمي ځواكونو بدل شوي؛ كه جنگ مهار نه شي او خبره د اتمي وسلو كارولو ته ورسېږي؛ اتمي جنگ بريالى نه لري، مسئوليت به ئې د جنگ پيلوونكي پر غاړه وي)) د دوهم پرګراف په پیل کې دې موضوع ته اشاره شوې ((له پاكستان د بنگله ديش د بېلېدا جنگ هم يو له دغو جنگونو وو، هند عملاً په دې جنگ كي ښكېل وو؛ بنگله ديش په 1971 كي له غربي پاكستان بېل شو؛ دا د هند لپاره تر ټولو ستره بريا او لويه لاس ته راوړنه وه؛ د دې پېښي په ارتباط په ډېرو اسلامي هېوادونو كي ستر او پراخ تظاهرات وشول؛ د بنگله ديش بېلوالى او په دې كي د هند لاسوهنه وغندل شوه؛ په افغانستان كي هم په دې اړه د جوانان مسلمان له لوري تظاهرات او په زرنگار پارك كي ستره غونډه وشوه؛)) دا پراګراف څرګندوي چې د کشمیر مسئله لکه د فلسطین قضیه د ټول اسلامي امت مسئله ده نه یوازي د پاکستان اړوند، د دې موضوع په حساسیت یوازي اسلام ته ژمن اشخاص پوهېږي، د مسکو او غرب په کاسه را لوی شوي او روزل شوي اشخاصو ته نه اسلام مهم دی او نه هم مسلمانان فقط موخه یې د خپل بادار رضایت دی نه بل څه.

ښاغلی حکمتیار صاحب د دهمدې دوهم پراګراف په دوام کې لیکي ((دا مهال زه په زندان كي وم، نن چي زه د بنگله ديش په اړه څه ليكم دا همغه د نژدې 54 كلونو وړاندي د جوانان مسلمان د دريځ انعكاس دئ؛ نه نوى دريځ او وينا)) جامدو مغزو ته ثابتوي چې زموږ هر موقف د ایمان او عقیدې په اساس دی نه ستاسو په شان د پنځو ډالرو په خاطر.

که په دې اعلامیه کې د نورو سیاسي جریانونو او اشخاصو په څېر د ښاغلي حکمتیار صاحب موخه یوازي او یوازي پاکستان سره خواخوږي او همدردي وای نو بیا یې په هېڅ صورت په دونه جرأت او ښکاره ډول امریکا سره د افغانستان په اشغال کې د پاکستان همکارۍ او مرستې ته اشاره نه کوله ((كه څه هم پاكستان د افغانستان په اشغال كي د امريكا ډېره مرسته وكړه، د زمكي او فضاء له لاري ئې امريكايي ځواكونه افغانستان ته راغلل؛ له 2001 تر 2014 پوري د امريكا ټول اكمالات لومړى د پاكستان او بيا د روسيې له لاري ول؛ د پرويز مشرف حكومت ډېر هغه افغانان ونيول او امريكا ته ئې لاس تړلي وسپارل چي د امريكا په تور ليست كي ول؛ خو امريكا سره له دې هند ته پر پاكستان ترجيح وركوله؛ دا ځكه چي د چين په خلاف ئې سټراټيژيك دوست او ملگرى وو؛ او پاكستان بيا همداسي د چين ملگرى دئ)) خو مسئله دا ده چې زاویه نیوز او شیطان انټرنشنل فکر کوي چې هرڅه موږ ولیکو او خپاره یې کړو حقیقت به پټ پاتې شي، یادې شیطاني رسنۍ هڅه کوي افغان ولس ته ځان خواخوږی ثابت کړي اما ولس تاسو ډېر ښه پېژني چې څوک یاست؟ له کومه ځایه نشرات کوئ؟ د چا په اشاره او فرمایش یې کوئ؟ او څوک مو تمویلوي؟ ستاسو مخ او څټ په وروستیو شلو کلونو کې ولس ته ډېر ښه ثابت شو، افغان ولس ستاسو خیانت اوجفا هېڅکله نه شي هېرولی، شل کاله په دې مظلوم ولس ړندې بمبارۍ، وحشیانه چاپې او ړندې مرمۍ و ورېدلې اما تاسو خپلې دیموکراسۍ کې نڅاګانې کولې، نړۍ ته مو دا ښودله چې افغانستان د ځمکې پرمخ جنت او ګل ګلزار دی نه جنګ شته او نه هم ظلمونه او وحشتونه، یو ځل بیا یادونه کوم نن همغه اشغالګران چې تاسو د هغو په فرمایش د هغوی په ظلمونه پرده اچوله او په خپلو رسنیو کې مو نه خپرول، رسنیو ته راځي او پخپلو کړو وحشتونو اقرار کوي، اوس تاسو کې څه پاتې شول؟ خپل ولس ته په کومو سترګو ګورئ؟ خپل ولس ته مخ لرئ؟ خپل ولس سره د بیا مخامخ کېدو هیله لرئ؟

د اعلامیې په درېیم پرګراف کې ټول هغه بریدونه او وژنې غندل شوي چې په کې بې ګناه انسانان وژل کېږي هغه که د هند تر ولکې لاندې کشمېر کې وي او که بل هر ځای؛ خو شیطان انټرنشنل او زاویه نیوز قطعاْ دې موضوع ته انعکاس نه دی ورکړی او سترګې یې ورباندې پټې کړي دي؛ هغه برخه دلته لوستلی شئ: ((د دې ليكني په دوران كي او همدلته د دواړو لوريو د خارجه وزيرانو په كچه؛ فوري او بشپړ اوربند اعلان شو؛ او دا هم له هغه وروسته چي د پاكستان له لوري پراخ ځوابي عمليات تر سره شول او هند د دې عملياتو په مخنيوي كي پاته راغى؛ د اوربند په اعلان سره به زما په څېر ډېر هغه خوښ شوي وي چي نه غواړي په دې سيمي كي د بل خونړي جنگ شاهد وي؛ د مظلوم او بې گناه انسان د وينو تويېدا ئې ځوروي، يوازي هغه جنگ جائز گڼي چي له ځان او له خپلو ديني او ملي ارزښتونو د دفاع لپاره او د متجاوز او تېري كوونكي خلاف وي او په دې كي هيڅ غير محارب انسان ته د سر او مال هيڅ زيان ونه رسېږي؛ موږ د هند تر سلطې لاندي كشمير كي د سيلانيانو وژنه همدومره غندو لكه په پاكستان او بل هر هېواد كي په جوماتونو، عامه ولسي غونډو كي چاودني او پر بسونو او اورگاډو بريدونه غندو.))

او د اعلامیې وروستی پراګراف هم د ایمان، عقیدې، عدل او انصاف پر بنسټ ولاړ دئ ((موږ لكه څنگه چي په خپل هېواد كي عدالت غواړو او د افغان ولس د خوښي اسلامي نظام او صالح حكومت؛ همداسي په ټولو اسلامي هېوادونو كي؛ د خپلو گاونډيو په شمول؛ د عدالت پلوي كوو او ظلم غندو. دا د هر انسان مسلم حق گڼو چي له خپلو حقوقو دفاع وكړي او دا د هر مسلمان ايماني وجيبه؛ چي نه په خپله ظلم وكړي او نه د بل ظلم ته تسليم شي، له مظلوم دفاع وكړي، د ظالم مخي ته ودرېږي او مخه ئې ونيسي، او د حق او باطل تر منځ تلپاته مبارزې كي همغه اسلوب وكاروي چي دين او ايمان ئې ورته ټاكلي، په گاونډيو هېوادو كي ناامني او جنگ همداسي نه خوښوو لكه چي په خپل هېواد كي ئې نه غواړو.  ))

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

رحمت ولی شهاب

له ټولو متعهدو ورونو څخه يوه غوښتنه لرم هغه داده چې کله کله هم يوه اجيره او پرديپاله رسنی دمشر معزز او يا د اسلامي حزبپه اړه له تعصب را زیږېدلی يوه عقده يي ليکنه کوي او بيا ورته ځيني سپک او رزيل اشخاص چې اکثريت يې زاړه کمونستان دي ،کمنټونه کوي په مشر پسې سپکې سپورې وايي نو بايد ټول يې خلاف او پرلپسې ځوابيه کمنټونه وکړي او غاښ ماتونکي ځوابونه ورکړي موږ چې اکثره وخت کمنټونه لولو نو رزيل کمونستانو ته دقهر ترڅنګ مو يوه ګيله له حزبيانو هم کيږي چې هيڅوک هم خپل غږ نه پورته کوي راځئ ټول په شريکه په دغه سنګر کې هم دکمونستانواو سيکولرانو خلاف مبارزې پيل کړو.

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک