No-IMG

د داود جنبش مغرضانه څرګندونې هېڅ ملي او سیاسي ارزښت نه لري!

‏د داود جنبش له خوا دا ډول څرګندونې چې ګواکې «حکمتیار د پاکستان غم اخیستی» یا «د افغانستان پر راتلونکي ژاړي»

‏دا څرګندونې له هر ډول علمي تحلیل او منطقي ارزونې بې‌برخې دي، او یوازې د یوې مغرضانه سیاسي اجنډا او زهرجن تبلیغاتي هڅې برخه ده، چې موخه یې د ملت ذهنونه مغشوشول دي.

‏حقیقت دا دی چې حکمتیار صیب د پاکستان د برخلیک لپاره اندېښمن نه دی، بلکې د افغانستان د راتلونکي، او د اسلامي امت د یووالي او ملي بقا لپاره خبرداری ورکوي.

‏په خپله وروستۍ وینا کې هغه په صراحت وویل:

‏«د پاکستان تجزیه به د سیمې د نقشي بدلون، او بیا د افغانستان د تجزیې مقدمه وي

‏دا خبره د پاکستان د دفاع په معنا نه ده، بلکې یو پراخه معقول، ستراتیژیک او ژور سیمه‌ییز تحلیل دی.

‏حکمتیار خبرداری ورکوي چې که د تجزیې پروژه له پاکستانه پیل شي، نو دا اور به یوازې هلته پاتې نه شي؛ بلکې د افغانستان تر دروازو به راورسي، او دا هېواد به تر ټولو زیات زیان وویني.

‏دا څرګندونه یوه مهمه ملي تګلاره تشریح کوي، د سیمې ثبات او جغرافیه سره تړلي دي.

‏د ګاونډیو هېوادونو بې‌ثباتي، په ځانګړي ډول د پاکستان او ایران، به د افغانستان سیاسي، اقتصادي او امنیتي امنیت سخت اغېزمن کړي.

‏د تجزیې پروژه ممکن د افغانستان پر وړاندې هم پلمه شي؛ ملت باید هوښیار او چمتو وي.

‏حکمتیار د هېڅ پردي هېواد مدافع نه دی. هغه د افغانستان د برخلیک لپاره ږغ پورته کړی، د تجزیې دسیسې افشا کوي، او ملت ته خبرداری ورکوي.

‏د داود جنبش دا ډول څرګندونې که د ناپوهۍ له مخې نه وي، نو یقیناً د مغرضانه سیاسي اهدافو یوه برخه ده. هغوی هڅه کوي ملي دریځونه شخصي وښيي او د هېواد ژغورونکي ږغونه، د پردیو په چوکاټ کې تعبیر کړي.

 

‏ملت باید وپوهېږي، څوک چې د افغانستان د بقا او یووالي لپاره ږغ پورته کوي، باید ملاتړ يې وشي.

‏او څوک چې د تجزیې فضا ته خدمت کوي، باید بربنډ او رسوا شي!

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک