په استعمار پورې تړلي ډلې؛ مجاهدين په پاکستان پورې تړي
په استعمار پورې تړلي ډلې؛ مجاهدين په پاکستان پورې تړي او افغان جهاد د « آی، اس، آی» د شرارتونو پايله ګڼي !! دوی دا تبليغ هم کوي، چې د داوود خان خلاف لومړۍ جګړه هم (مجاهدينو) پيل کړه!!
دا ډول تبليغاتو ته تر ډېره بريده کمونيستان هوا ور کوي او هدف يې دادی چې زموږ عظيم الشان« ان ق لاب » د پنجاب او نورو اجانبو محصول معرفي کړي !! استعماري هېوادونه او لاسپوڅي يې ټول په دې لټه کې دي چې د اس لا مي انقلاب لاسته راوړنې و تروړي او د افغانستان د بربادۍ پړه پر م ج اهد ينو واړوي !! له قضاياوو ناخبر ځوانان هم په پټو سترګو ورسره روان دي او په دې نه پوهېږي چې دا يوه لويه « بین ا لکفري » توطئه ده چې د تاريخ په هر پړاو کې په بېلابېلو طريقو عملي شوې !! د
د « ان ګ رې زانو » تر ماتې وروسته هم ؛ دلته هغه څوک د توپ خولې ته تړل شوي ، چې « ا س لام » او « ا ن ق لاب » ته يې التزام لاره ، او د ا ن ګ رې زانو په ايستلو کې يې تر بل هرچا ستره ونډه لرله !! اوس هم همغه لوبه روانه ده ، د روسانو او استعمار پر اوږو سپاره نوکران ؛ د وطن خادمان او سپين بازان ګڼل کېږي ؛ خو د هېواد د آزادۍ قهرمانان د پنجاب نوکران !!
د حيرانتيا ځای دادی چې د افغانستان د برباديو مسبب کمونيستان هم پر « م ج ا ه دين و » د پنجاب د غلامۍ ټاپې وهي !! دوی په داسې حال کې پر « م ج ا ه دي نو » د پنجاب د غلامۍ تور لګوي ، چې د نجيب حکومت د سقوط په مهال يې جوپې جوپې منصبوال له آی ، ايس ، آی سره يو ځای شول ، ډبل ډبل معاشونه يې ترې واخيستل ، او د پنجاب په ګټه يې زموږ د هېواد په بېلابېلو سيمو کې خطرناکې چاودنې تر سره کړې !!
د کمونيستانو ډېری پيلوټان ، توپچيان او ټانکستان له پنجاب سره سجل او له جنرال بابر سره يو ځای افغانستان ته را غبرګ شول !!
دا جنابان دې ووايي هغه هوابازان ، توپچيان او ټانکستان څوک وو ، چې له بابر سره راغلل او جنګي الوتکې ، شوبلې او توپونه يې پر افغان ملت استعمال کړل !؟ مجاهدينو خو نه پيلوټان لرل ، او نه ټانکستان !! دوی دې دا هم ووايي ، چې په چا يې بمبارد کاؤ؟ څوک يې وژل ؟ د چا هېواد يې وراناؤ ؟ او د چا لپاره يې دلته جنګ کاؤ !؟ له دې جنابانو بايد دا پوښتنه هم وشي چې د روسانو او ناټو پر لکۍ ځوړند او تر ټولو مخلص نوکران څوک وو او چا يې دلته پر پاتې کېدلو ټینګار کاؤ !؟ آيا هېر مو دي چې د تودو خبرو پر مېز به مو په بړ بړ ويل :
« باید ا م ريکا يان له افغانستان نه و نه وځي او د روسانو تجربه تکرار نه شي ... »
آيا همدا اوس د پرديو د راوستلو لپاره لابي ګري نه کوئ ؟
آيا پرون دا ستاسو اتل (؟) ډاکتر نجيب دلته د شورويانو په پاتې کېدلو ټینګار نه کاؤ او له هغوی يې ونه غوښتل چې دوولس زره نظاميان يې په افغانستان کې پاتې شي ؟
حقيقت دادی چې کمونيستان د هر چا غلامان دي ؛ ځکه خو له هر چا سره په « ملي ناموس » معامله کوي !
افغانانو ته دا حقيقت هم معلوم دی چې ډېری کمونيستانو له پاکستانيانو سره د دوستۍ مزی وغځاؤ ، چا لوڼې ورکړې ؛ چا خويندې !! شاه محمد دوست د هغې بې نظيرې وروڼو ته خپلې لوڼې ورکړې چې ډاکتر نجيب « سره خوله جينکۍ » او د تور ښکېلاک نوکره بلله !! سليمان لايق صوفي محمد ته لور ورکړه او ببرک کارمل خپله لور لطيف افريدي ته حواله کړه !! عجيبه ده چې له دې سره سره دوی سپين بازان دي ؛ خو م ج اه دين د آی ايس آی نوکران !!
ضمناً ددې خبرې وضاحت اړين ګڼم چې د داوود خان په نظام کې هم کمونيستانو ځای نيولی ؤ ، ډېری لوړ پوړي غړي يې کمونيستان وو ، هغوی د داوود لپاره کودتا کړې وه ؛ ځکه خو په لوړو ، لوړو څوکيو نازول شوي وو ، دوی له همدې فرصت نه په استفادې سره موسی شفيق زندان ته واچاؤ او بيا يې په خپل دور کې په هومره بې رحمۍ وواژه چې بېلګه به يې د چنګېز په نظام کې هم ونه موندله شي !! ميوندوال يې تر شکنجې لاندې په قتل و رساؤ ، او د ا س لا مي نهضت ډېری غړي يې هم پرې بنديان او اعدام کړل ، انجنېر حبيب الرحمن هم په 1353 کال اعدام کړی شو !! د نهضت په نورو مشرانو هم د اعدام فيصله صادره شوې وه ، هغوی مجبور کړی شول چې خپل هېواد پرېږدي !! د هغوی دا ډول اقدام نه له اسلام سره مغاير عمل ؤ او نه د پاکستان د غلامۍ په معنا ، د قرآن حکم دادی چې مسلمانان دې د مظلومیت په صورت کې بل چېرته پناه یوسي او ظلم ته دې غاړه نه ږدي . ماته ووایاست په داسې حال کې چې د نهضت په مشرانو د اعدام فيصلې صادرې شوې وې او هر يو يې د مرګ له خطر سره مخامخ ؤ ، هغوی ته له هجرت پرته بله کومه لاره پاتې وه ؟ آيا اعدام ته يې غاړه ایښې وای ؟ آيا ظلم يې منلی وای ؟ آيا ظالم ته تسليمېدل به يې د انتحار په معنا نه ؤ ؟ ، له بلې خوا
م جا ه د ينو له همغه فرصت نه په استفادې سره دلته د داسې انقلاب بنياد کېښود چې سره امپراطورۍ پرې دړې وړې شوه او د کمونيزم فلسفه د تل لپاره له چلېدو و لوېده !! دا هومره ستر وياړ دی چې په افغان تاريخ کې به زموږ هر نسل پرې وياړمن وي .
