حزب اسلامي او حکمتیار صیب د اشغالګرو او پردي پالو اجیرانو او غلامانو لپاره سیاسي او فکري «اټمي بم » په څیر یو تاریخي ځواک دی.!
حزب اسلامي او حکمتیار صیب د اشغالګرو او پردي پالو اجیرانو او غلامانو لپاره سیاسي او فکري «اټمي بم » په څیر یو تاریخي ځواک دی.!
حقیقت دا دی چې حزب اسلامي او د هغه زعیم انجنیر «حکمتیار صیب» نه یوازې د بهرنیو یرغلګرو پر وړاندې یو تاریخي، فکري، سیاسي او نظامي سنګر پاتې شوی، بلکې د هغو لاسپوڅو پردي پالو رژیمونو او مزدور حکومتونو پر وړاندې هم د “اټمي بم” حیثیت لري. هغه حکومتونه چې د پردیو د اجنډاوو له مخې یې هڅه کوله چې د افغانستان سیاسي واک، فرهنګي ملي هویت، اسلامي ارزښتونه او ملي وحدت له منځه یوسي.
حکمتیار صیب د مبارزې، سولې، فکري استقلال او سیاسي بصیرت په ډګر کې داسې اصولي او ملت محوره دریځونه غوره کړي، چې د افغانستان د خپلواک، اسلامي او ملي راتلونکي بنسټونه یې ایښي. دا هماغه نهتسلیمېدونکی او اصولي دریځ دی، چې د اشغالګرو، د هغوی د اجیرانو، او پرديپالو سیاسي حلقو لپاره د یو “سیاسي او فکري اټمي بم” بڼه غوره کړې ده.
د حکمتیار صیب فکري دریځ، مقاومت، او سیاسي ثابت قدمي تل د هغو ټولو هڅو پر وړاندې یو لوی خنډ پاتې شوی، چې غوښتلیې افغانستان د استعماري نقشو تابع کړي.
فضل فضلي په څېر اشخاص، چې پخپله د فاسدو، ناکامو او په پردیو تکیه لرونکو حکومتونو پاتهشوني دي، دا حقیقت يې درک کړی. همدا لامل دی، چې وخت ناوخت د عقدې، سیاسي وېرې، او شخصي کینې له امله، بېاساسه او تبليغاتي تورونه مطرح کوي. تر څو لږ تر لږه په بهرنیو هېوادونو کې د افغان ټولنې ترمنځ ځان یو ځل بیا مطرح او د یوه سیاسي څېرې په توګه ځان وروپیژني.
دوی ښه پوهېږي چې د حزب اسلامي دا ملتپال، اسلامي او ملي دریځونه د دوی د بادارانو د اجنډاوو پر وړاندې یو نه ختمېدونکی سنګر دی. له همدې امله هڅه کوي له شواهدو پرته، منفي تبلیغاتو له لارې د خلکو ذهنونه مغشوش کړي.
خو ملت ویښ دی، د افغانستان ولسونه ژوره حافظه لري. ولس دا درک کوي، چې چا د دې وطن له خاورې، عقیدې او اسلامي ملي هویت څخه دفاع کړې، او چا د څو ورځني مقام، مادي امتیاز او بهرني ملاتړ په بدل کې خپل عزت، باور او تاریخي مسؤولیت پلورلی دی.
ملت دا هم درک کړی چې څوک د دوی د ارمانونو او عزت سنګرونه ول، او څوک د شرم، فساد او سقوط سمبولونه دي.
