سيرت محمد صلی الله عليه وسلم
د اسلامي تاريخ تر ټولو ترخه خدای په اماني
" اي معاذه! کيدای شي راتلونکی کال ته ما و ونه وينې او شايد ته زما د قبر او مسجد په څنګ کې تېر شي .
د دې خبرې په اوريدو سره معاذ رضي الله عنه سلګيو او ژړا واخست هغه مبارک عليه افضل الصلاة والسلام ورته وفرمايل، معاذه! مه ژاړه “
مسند أحمد، ابن حبان، بيهقي، طبراني او البزار.
کله چې معاذ د يمن والي مقرر شو ا وهغه مخ په يمن روانيده رسول الله عليه افضل الصلاة والسلام ورته مخه ښه کې دا پورته کلمات وفرمايل.
الله صل و سلم و بارک علی نبينا محمد عليه افضل الصلاة والسلام..
سبا دوشنبه ده روژه مو هېره نمسند أحمد، ابن حبان، بيهقي، طبراني او ...
نور ولوله
عادلانه چلند
رسول الله ﷺ فرمایي: مومن سړی دې له مومنې مېرمنې (د هغې د کومې بداخلاقي له امله) کرکه نه کوي، که د هغې له یوه خوی نه کرکه ولري بل خوی به یې خوښ شي. عن أبي هريرة رضي الله عنه قال قال رسول الله ﷺ: لاَ يَفْرَك مُؤْمِنٌ مُؤْمِنَة إِنْ كَرِه مِنْهَا خُلُقًا رَضِيَ مِنْهَا آخَر. رواه مسلم
انسان طبعاً ملایکه نه دی چې ټول اخلاق به یې 100% غوره او ښه یي او داسې هم نه ده چې یو انسان دې لکه شیطان 100% کې بداخلاقه او بې خیره یي. که کوم انسان کومې بداخلاقۍ ولري هغه دې له نظره وغورځول شي او سترګې دې پرې پټې شي، ځکه هغه حتماً ښه اخلاق هم لري او هغه ښو اخلاقو ته دې وکتل شي. دا چلند حدیث کې هم بیان شوی او دا چلند عادلانه دی. په ځانګړې توګه د کورني_ژوند لپاره دا چلند لازمي دی....
نور ولوله
تر ټولو لوړ درجه اخلاق
د رسول الله ﷺ خاص خادم انس بن مالک رضې الله عنه وایي: زه له رسول الله ﷺ سره روان وم، هغه نجراني څادر اغوستی و، چې هغه ډېر سخت او زیږ و، لاره کې عرب کوچي ورته راغی، هغه له څادره ونیو او د ځان لور ته یې په سختې سره ورڅنډ واهه، ما چې ورته وکتل د کوچي په سخت څنډ وهلو سره د څادره سختې څنډې د رسول الله ﷺ په غاړه کې نښه کړې وه! بیا کوچي ورته وویل: محمده! ستا سره چې د غنیمت کوم مال دی له هغه نه څه شی ماته راکړه. رسول الله ﷺ چې هغه ته وکتل ورته ویې خندل او چا ته یې امر وکړ چې ده ته د غنیمت له ماله څه ورکړي. متفق عليه
...
نور ولوله
د اسلامی سیاسي نظام بنسټونه
زلمی زابلي
درود په پاک پیغمبر حضرت محمد (ص)
یاالله ج: ته مو دخپل پاک نبی حضرت محمد (ص) په روی نور افغانانو ته دا توان ورکړی چه خپل وطن په ګډه سره خپله اباد کړی، د شرق اوغرب د ظلم او مداخلی څخه مونور خلاص کړی
امین
د اسلامی سیاسی نظام بنسټونه :،
تعریف: یولړقواعد او مقررات دي، چې دشریعت له اړخه درعیت، حکومت او زمامدارۍ اړوندی کړنې ، ُتنظیموی
چه د خلکو او ټولنی د دنیا او آخرت د فلاح او کامیابۍ ضمانت کوی
دًکابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځی ، د اسلامی نظام په اړوند ، یو اثر چاپ کړی چه د ( نظام سیاسی اسلام ) په نوم دی ، په نوموړی اثر کی یی داسلام دسیاسي ...
نور ولوله
بې لارې خلکو سره د عمر چلند
عمر بن الخطاب رضي الله عنه ته به د شام یو سړی راتلی، څه موده رانغی، هغه یې چا نه پوښتنه وکړه، ورته وویل شول: هغه بدل شوی (ګمراه او بېلارې شوی) عمر هغه ته لیک ولیکی، چې هغه کې یې وعظ او نصیخت ورته لیکلی و. کله چې هغه ته د عمر رضي الله عنه لیک ورسید هغه په ژړا شو او له خپلې ګمراهۍ توبه ګار شو.
نو عمر د خپل مجلس خلکو ته وویل: خپلو وروڼو سره داسې چلند کوئ، کله چې ستاسو کوم ورور وښویېږي؛ لارې ته یې برابر کړئ، الله نه دعا ورته وغواړئ چې د توبې توفیق ورکړی. د هغه پر ضد د شیطان ملګرتیا مه کوئ. حلية الأولياء 97/4
...
نور ولوله
په مدینه شریفه کی د لمړنی اسلامی دولت د تشکیل اساسی قانون دی
زلمی زابلي
په نړی کی لمړنی مدون اساسی قانون، په مدینه شریفه کی د لمړنی اسلامی دولت دتشکیل اساسی قانون دی
دمدینې میثاق چي ۴۷ مادې لري دهجرت په لومړي کال دمهاجرو، انصارو او یهودو ترمینځ ، د انس بن مالک رضی الله عنه په کور کي ، دحضرت نبي کریم صلی الله علیه وسلم دمدبرانه لارښوونو لاندي لاسلیک سو، د مدینې میثاق دسیاسي، حقوقي، قانوني او نظامي اهمیت څخه برخورداده، لومړي مدون اساسي قانون و، چي داسلامي دولت بنسټ يې کښیښود ، دبیلابیلو قومونو ترمینځ یې سیاسي او ټولنیز وحدت رامینځته کړ، او دمدیني دښاري دولت قلمرو یی دیو اسلامی دولت په حیث دلمړی ځل لپاره تثبت کړ
متاسفانه لویدیځو پوهانو دمدیني میثاق په اړه دخپل طبعي او ذاتی تعصب او کرکي له مخي ، ډیره کمه څیړنه کړیده...
نور ولوله
د نبوت زمانې چارواکي د ډالۍ اخیستلو کیسه
د ازد قبیلې یو سړی چې "ابْنُ اللُّتْبِيَّةِ" نومیدی، رسول الله ﷺ د کوم ځای عامل او زکات راټولوونکی مقرر کړ، کله چې بېرته راغی او رسول الله ﷺ حساب ورسره کوه، ده له ځانه سره راوړی سامان دوه ځایه کړی و، یو یې رسول الله ته ورکړ، ورته کړه یې دا ستاسو دی، یعنی د زکات مال دی او هغه بلې برخې ته یې نغوته او اشاره وکړه چې دا ما ته خلکو ډالۍ راکړې دي.
رسول الله ﷺ ورته وفرمایل: که دی/ته د پلار یا مور په کور کې ناست وی، ایا خلکو به دا ډالۍ ورکړې وې؟! په هغه ذات مې قسم چې زما سا یې په واک کې ده، هر څوک چې دا ډالۍ اخلي، د قیامت په ورځ به په داسې حالت کې راځي چې دا ډالۍ شوی سامان به یې په اوږو بار وي. که هغه اوښ و غربړې به وهي، که غوا وه رمباړې به وهي...
نور ولوله
د صحابه و لاره
صحابه کرامو رسول الله ﷺ ته شکایت وکړ، ول یا رسول الله، موږ خوراک کوو، خو مړیږو نه؟! هغه ورته وفرمایل: شاید تاسو به جلا جلا ډوډۍ خورئ؟ هغوی ول، هوکې! ده ورته وفرمازل: ډوډۍ ګډه سره خورئ، د الله نوم ورته یادوئ، درته برکتي به شي. رواه ابوداود
صحابه کرامو ته به چې هره ستونزه او د ژوند هر ډول جنجال پېښیده؛ د هغه لپاره به یې حل لومړی په شریعت کې لټوه! ډوډۍ خوړل او په هغه نه مړیدلو ستونزه یې هم رسول الله ته وړاندې کړه! موږ ته هم په کار ده چې د صحابه کرامو لاره خپله کړو، نو مشوره مې دا ده چې ستونزې مو له واقعي او رښتینيو عالمانو او خیر غوښتونکو پوهانو سره شریکوئ.
...
نور ولوله
د بیت الله د حجابت مسؤلیت
مکي دوره کې یو وخت د مشرکانو مشران کعبې ته ننوتل، رسول الله ﷺ هم نیت وکړ چې ورسره ننوځي، خو د کعبې سادن او حاجب عثمان بن طلحة هغه ته اجازه ورنه کړه او بېرته یې وګرځوه! رسول الله هغه ته وویل: عثمان! یو وخت به د کعبې کیلیانې زما سره یي، چې هر چا ته مې غوښه شي ورکوم به یې. د رسول الله ﷺ دا خبره کره وختله، د مکې د فتحې شپې رانږدې شوې.
اخیر د مکې مکرمې د فتحې ورځ راغله، رسول الله ﷺ مکې ته راغی، د کعبې کیلیانې یې راوغوښتلې، عثمان ورته راوړې، چې د بیت الله کیلې یې ورکوله عباس یا علي رضي الله عنهما ورته وویل: یا رسول الله! کیلې موږ ته راکړه، چې سقایة او حجابة دواړه زموږ سره شي. خو رسول الله ورنه کړه. چې کعبې ته ننوت دننه یې لمونځ وکړ او بېرته راووت، نو عثمان یې راو...
نور ولوله
د ابو ذر وظیفه غوښتنه
په رسول الله ﷺ ډېر ګران صحابي ابو ذر رضي الله عنه له رسو الله نه د ځان لپاره د وظیفې غوښتنې کیسه کوي او وایي: مال کومه وظیفه او دنده نه راکوې؟ هغه پخپل لاس په ولیو کې ووهلم او راته کړه یې: ابو ذره! ته کمزوری یې او وظیفه او دنده امانت ده او دا د اخرت په ورځ شرمندګي او پښېمانې ده، مګر د هغه چا لپاره نه ده چې د دندې حقوق پوره کړي او د ده چې کوم مسؤلیت یې هغه په سمه توګه ترسره کړي. (رواه مسلم رقم: 3404).
د مسلم بل روایت کې راغلي رسول الله ﷺ ابو ذر ته وفرمایل: ابو ذره! ته ما ته کمزوری ښکارې او زه ستا لپاره هغه څه خوښوم چې ځان ته یې خوښوم، ته هیڅکله د دوو کسان لپاره هم مه امیر کیږه او مه د یتیم د شتمنې سرپرستې کوه. ابو ذر رضي الله عنه څنګه کمزوری و؟! هغه چې مکه ک...
نور ولوله
واکمنو سره مرسته
عمر بن عبد العزيز رضي الله عنه د شام یوه سړي ته وویل: ستاسو خواته زموږ چارواکي څنګه دي؟ سړي ورته وویل: امیر المؤمنین! چې سترګې مینه ناکې شی؛ د نهرونو اوبه خوږې شي! التذكرة الحمدونية (٤/ ٩٥)
یعني واکمنو سره چې مینه پیدا شي نو د هغو کړنې ښې ورته ښکاري او د هغوی کمزوریو ته زیاته توجه نه کوي. د دې پر خلاف څوک چې له واکمنو سره کرکه لري نو د هغو ښه کارونه هم بد ورته ښکاري. متاسفانه ګوند پرست او اشخاص پرست خلک دا ستونزې ډېرې لري او د هر چا چې دا مرض څومره زیات وي هغومره به یې ستونزې زیاتې وي.
باید زیاته کړم چې واکمن سره ښې اړیکې او مینه په مناسب اندازه په کار ده نه د افراط تر حده، ځکه افراطي مینه د واکمن غ...
نور ولوله
دندو ته وړتیاوې ولټوئ
عمر بن الخطاب رضي الله عنه ابو هریرة رضي الله عنه وروغوښت چې کومه حکومتي دنده ورکړي، خو هغه دندې ته تیار نه و، عمر ورته وویل: ته حکومتي دنده نه کوې، خو ستا نه ډېر غوره انسان پخپله دنده غوښتې وه؟! چې هغه يوسف عليه السلام و.(قَالَ اجْعَلْنِي عَلَى خَزَائِنِ الأَرْضِ).
ابو هریرة رضي الله عنه ورته وویل: یوسف نبي و، د نبي زوی و، هغه د نبي زوی و، هغه د نبي زوی و. (إن يوسف نبي، ابن نبي، ابن نبي، ابن نبي، وأنا أبو هريرة!)، علیهم الصلوة والسلام. او زه ابو هریرة یم! البداية والنهاية (٨/١١٣)
یعني څوک چې د کومې دندې وړتیا نه لري، هغه باید په زغرده ووایي چې زه دا کار نه شم کولی. اکثره مشران او اغېزمن خلک چې د ست...
نور ولوله
عمري قضاوت او عدالت
امام بيهقي رضي الله عنه روايت کوي:
يوې ښځې خپل خاوند وژلى وو نو قضيه يې حضرت عمر فاروق رضي الله عنه ته وړاندې کړل سوه ترڅو يې په هکله پرېکړه او قضاوت وکړي.
حضرت عمر رضي الله عنه هغه ښځه وپوښتله چې ولې دې خپل خاوند ووژلو؟
ښځې وويل:
زه په عمر کوچنۍ تنکۍ پېغله وم، پلار مې همدغه سړي ته په وچ زور ورکړم حال چې د عمر په لحاظ زما څخه خورا مشر وو او زما خوښ نه وو.
ډېر کوښښونه مو ورسره وکړل ترڅو ورڅخه زان خلاصه او ازاده کړم خو د خپل زان خلاصون هڅو کې عاجزه پاتې سوم.
دنيا راباندې هم تنګه هم توره شپه سوه او بله لار راپاتې نسوه يوه کاڼه لاس ته راغله، زړه مې راته...
نور ولوله
د منافقینو له سرخېل سره د رسول الله ﷺ چلند
یو وخت مدینه کې د منافقینو مشر او سرخېل أُبَي بن سلول د رسول الله ﷺ په اړه سپکه خوله وښوروله، عمر رضي الله عنه رسول الله ته وویل: اجازه راکړه چې ویې وژنم، خو هغه اجازه ورنه کړه. وتلی سیرت لیکونکی ابن اسحاق لیکي: د ابی بن سلول زوی عبد الله، رسول الله ته ورغی او ورته ویې ویل: یا رسول الله! خبر شوی یم ته زما پلار وژنې، که دا خبره رښتیا یي، ما ته اجازه راکړه چې سر یې درته راوړم، خو رسول الله ﷺ ورته وفرمایل: نه نه، بلکې هغه سره نرمې کوه او ښه چلند ورسره کوه.
راوي زیاتوي له دې وروسته ابن سلول ان پخپل قوم کې ډېر سپک او ذلیل شو، چې څه پېښه به رامنځته شوه خپل قوم به یې مخالفت کاوه او بد به یې پرې ویل. نو یوه ورځ رسول الله عمر ته وفرمایل: ابن سلول ته ګوره! یعني...
نور ولوله
له اللهﷻ نه حیا
سعید بن یزید رضي الله عنه رسول الله ﷺ ته وویل: وصیت راته وکړه؟ هغه ورته وفرمایل: وصیت درته کوم چې له الله تعالی نه داسې شرمیږه لکه د خپل قوم له کوم صالح او دینداري سړي نه چې شرمیږې. عن سعيد بن يزيد أنه قال للنبي ﷺ أوصني، قال ﷺ: أُوصيكَ أن تَستَحي مَنَ اللهِ تعالى كما تَستَحي مِن الرَّجلِ الصَّالِحِ مِن قومِك. رواه أحمد في الزهد (٤٦)، والبيهقي في شعب الأيمان ( ٦/١٤٥)
امام ابو سليمان الداراني رحمه الله خپل شاګرد ته وویل: دا یوه خبره مې راسره ومنه، دا خبر مه پریږده او مه ورنه غافله کیږه، هغه دا چې څوک له الله جل جلاله نه هر وخت، په هر حالت او ټولو کړنو کې حیا او شرم کوي؛ هغه به الله تعالی د ولیانو مقام ته رسوي. تهذيب الكمال (١/١٢٤...
نور ولوله
