No-IMG

عمري قضاوت او عدالت

امام بيهقي رضي الله عنه روايت کوي:

يوې ښځې خپل خاوند وژلى وو نو قضيه يې حضرت عمر فاروق رضي الله عنه ته وړاندې کړل سوه ترڅو يې په هکله پرېکړه او قضاوت وکړي.

حضرت عمر رضي الله عنه هغه ښځه وپوښتله چې ولې دې خپل خاوند ووژلو؟

ښځې وويل:

زه په عمر کوچنۍ تنکۍ پېغله وم، پلار مې همدغه سړي ته په وچ زور ورکړم حال چې د عمر په لحاظ زما څخه خورا مشر وو او زما خوښ نه وو.

ډېر کوښښونه مو ورسره وکړل ترڅو ورڅخه زان خلاصه او ازاده کړم خو د خپل زان خلاصون هڅو کې عاجزه پاتې سوم.

دنيا راباندې هم تنګه هم توره شپه سوه او بله لار راپاتې نسوه يوه کاڼه لاس ته راغله، زړه مې راته وسوسه وکړه په سر مې خپل خاوند ووهلو هغه مې ووژلو چې زان ورڅخه خلاص کړم او بېغمه سم.

حضرت عمر رضي الله عنه د هغې ښځې د مرګ پرېکړه په ظاهر سره وکړه خو د ښځې کورنۍ ته يې پټ لارښوونه وکړه ارشاد يې ورکړو چې ښځه پټه او غيبه کړي يا يې وتښتوي ترڅو ونه وژل سي او هماغسې وسو

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک