دندو ته وړتیاوې ولټوئ
عمر بن الخطاب رضي الله عنه ابو هریرة رضي الله عنه وروغوښت چې کومه حکومتي دنده ورکړي، خو هغه دندې ته تیار نه و، عمر ورته وویل: ته حکومتي دنده نه کوې، خو ستا نه ډېر غوره انسان پخپله دنده غوښتې وه؟! چې هغه يوسف عليه السلام و.(قَالَ اجْعَلْنِي عَلَى خَزَائِنِ الأَرْضِ).
ابو هریرة رضي الله عنه ورته وویل: یوسف نبي و، د نبي زوی و، هغه د نبي زوی و، هغه د نبي زوی و. (إن يوسف نبي، ابن نبي، ابن نبي، ابن نبي، وأنا أبو هريرة!)، علیهم الصلوة والسلام. او زه ابو هریرة یم! البداية والنهاية (٨/١١٣)
یعني څوک چې د کومې دندې وړتیا نه لري، هغه باید په زغرده ووایي چې زه دا کار نه شم کولی. اکثره مشران او اغېزمن خلک چې د سترو چارو او مهمو دندو ترسره کولو پوره وړتیا لري، د دې دا مطلب نه دی چې د هغوی زامن، وریرونه، ترونه، د ترو زامن وغیره ... ټول به د دندو وړتیاوې لري. نو د دندو لپاره باید صلاحیتونه او وړتیاوې ولټول شي، نه نسبتونه، خپلوۍ، خسرګنۍ وغیره.
