د منافقینو له سرخېل سره د رسول الله ﷺ چلند
یو وخت مدینه کې د منافقینو مشر او سرخېل أُبَي بن سلول د رسول الله ﷺ په اړه سپکه خوله وښوروله، عمر رضي الله عنه رسول الله ته وویل: اجازه راکړه چې ویې وژنم، خو هغه اجازه ورنه کړه. وتلی سیرت لیکونکی ابن اسحاق لیکي: د ابی بن سلول زوی عبد الله، رسول الله ته ورغی او ورته ویې ویل: یا رسول الله! خبر شوی یم ته زما پلار وژنې، که دا خبره رښتیا یي، ما ته اجازه راکړه چې سر یې درته راوړم، خو رسول الله ﷺ ورته وفرمایل: نه نه، بلکې هغه سره نرمې کوه او ښه چلند ورسره کوه.
راوي زیاتوي له دې وروسته ابن سلول ان پخپل قوم کې ډېر سپک او ذلیل شو، چې څه پېښه به رامنځته شوه خپل قوم به یې مخالفت کاوه او بد به یې پرې ویل. نو یوه ورځ رسول الله عمر ته وفرمایل: ابن سلول ته ګوره! یعني هغه مو په نرم چلند سره څنګه سپک او ذلیل کړ. رسول الله په نرم چلند سره د ابن سلول د قوم زړونه خپل کړل، نو هغه سپک پاتې شو، چې څه ستونزه او فتنه به رامنځته شوه خپل قوم به یې هم مخالفت کوه. او دی سپکه سپانده شو سره له دې چې دی د خپل قوم ټول منلی مشر و. سیرت ابن هشام، شرح الشفا للملا علي القاري.
موخه دا ده چې نرم، انساني او نبوي چلند دومره اغېزمن کېدلی شي چې ان د مخالف وژلو ته هم اړتیا نه پاتې کیږي، بلکې هغه کې به سا چلیږي، ژوندی به یې خو تا به په نرم چلند د هغه څټ ورمات کړی یي. او دا اصل له لکه څومره چې په سیاسي ډګر کې اغېزمن دی همدومره د ژوند په نورو ټولو اړخونو کې مؤثر دی.
