No-IMG

په مدینه شریفه کی د لمړنی اسلامی دولت د تشکیل اساسی قانون دی

زلمی زابلي

 

په نړی کی لمړنی مدون اساسی قانون، په مدینه شریفه کی د لمړنی اسلامی دولت دتشکیل اساسی قانون دی

دمدینې میثاق چي ۴۷ مادې لري دهجرت په لومړي کال دمهاجرو، انصارو او یهودو ترمینځ ، د انس بن مالک رضی الله عنه په کور کي ، دحضرت نبي کریم صلی الله علیه وسلم دمدبرانه لارښوونو لاندي لاسلیک سو، د مدینې میثاق دسیاسي، حقوقي، قانوني او نظامي اهمیت څخه برخورداده، لومړي مدون اساسي قانون و، چي داسلامي دولت بنسټ يې کښیښود ، دبیلابیلو قومونو ترمینځ یې سیاسي او ټولنیز وحدت رامینځته کړ، او دمدیني دښاري دولت قلمرو یی دیو اسلامی دولت په حیث دلمړی ځل لپاره تثبت کړ

متاسفانه لویدیځو پوهانو دمدیني میثاق په اړه دخپل طبعي او ذاتی  تعصب او کرکي له مخي ، ډیره کمه څیړنه کړیده هغه یې د پاک نبی  اکرم صلی الله علیه وسلم دسیاسي ژوند یو میثاق ګڼلی خو دا یې هیره کړې ده چي دمدینې میثاق لومړی مدون او مکتوب اساسي قانون دی چي د سان مارینو  San Marino د اساسي قانون څخه چي د نړی لومړی اساسي قانون ګڼل کیږي او په ۱۶۰۰م کال کي جوړ سوی، اته پیړی وړاندي سابقه لري، بناء ویلای سو چي دمدینې میثاق دنړی لومړی اساسي قانون دی.

یثرب د پیغمبر صلی الله علیه وسلم له راتگ مخکي یو داسي ښار و چي داختلافاتو او اغتشاش څخه ډک و، دمدینې اعرابو او یهودو په خپلو او بیاهر قوم په خپلو وړو ښاخونو کي سره سخت اختلافات پالل، له لویه سره په جزیرة العرب کي یو مرکزي حکومت موجود نه ؤ، په مدینه کي هم سیاسي او اداري مرکزي تشکیل موجود نه ؤ، دمدینې او مکې ښارونه دقبیلو او قومونو مشرانو لخوا دملک الطوایفي په شکل اداره کیدی، چي هغوی په خپلو کي تل په کشمکش اخته وه، دمدینې عرب نژاده قومونه ۱۲ ته رسیدل  ، یهود هم په ۱۰ قومونو ویشل سوي وه ، چي په خپلو کي سره په اختلاف اخته وه، دا تصور خو هیڅکله نه کیدی چي هغوي ټول قومونه  دي تر یوه مشرتابه او تشکیل لاندي راسي،

پیغمبرصلی الله علیه وسلم مدینې منورې ته دهجرت سره سم ، ټول قومونه او قبایل د واحد امت ترعنوان لاندي او یوه  سیاسي نظام تر چتر لاندي راوستل

دمدینی د میثاق ځینی مهمی مادی رانقل کوو:

(دمدینی میشت قومونه دنورو خلکو په وړاندي یو واحد امت دي.)

د مدینې په میثاق کي په وضاحت سره روښانه سویده چي څوک د اسلامي دولت په قلمرو کي اوسیږي دمسلمانانو عمومي قوانین مني امنیت به یې تامین وي او ورسره به مرسته کیږي،

( هغه یهودیان چي زموږ (مسلمانانو) اطاعت کوي، له شکه پرته (دنورو اتباعوپه څير) دمرستي او برابری لرونکي دي، ترڅو پرهغوی باندي ظلم او ستم ونه سي(یعنی ځاني، مالي امنیت یې وساتل سي.)

په نوموړی میثاق کی دمدینی د ښار په ساحه کی د حیواناتو د ښکار اود ونو د قطع کولو څخه ممانعت سوی دی

یثرب (مدینې) په داخل کي ددې میثاق پر لوریو حرام دي (د ونو غوڅول، دحیوانانو ښکار، یوله بل سره جګړه او شخړي……..)

نن ورځ دسیاسي علومو په برخه کي داخبره ډیره عامه ده ترڅو چي یودولت په داخل کي ډاډمن امنیت ونه لري، داخلي اختلافات ختم نکړي، قوي کورنی سیاست طرحه او تنظیم نه کړي، بهرني سیاست ترهغو پوري په ښه ډول تطبیق کول او طرح کول امکان نه لري، رسول الله صلی الله علیه وسلم همدې اهمیت په کتو لومړي دمدیني په دولت کي دننه اختلافات ختم کړل، داخلی امنیت یې برقراره کړ، داخلي سیاست یې تنظیم کړ، وروسته دبهرنیو دښمنانو دمقابلې لپاره تیارسو.

دیثرب د میثاق لاسلیک کوونکي (مؤمنان او یهودیان) باید پر یثرب باندي دحمله کوونکو په وړاندی یوله بل سره  همکاری وکړی

هرکله چي تاسو (مسلمانان) په خپلو کي اختلاف ولري نو(د حکم لپاره یې) الله تعالی او دهغه رسول ته وړاندي کړۍ (یعني دمسلې دحل ځواب په قران او سنتو کي ولټوی)

دمدینې میثاق دلومړي ځل لپاره ټولنیز او قومي توپيرونه له منځه یووړل  او دقانون په وړاندي ټول مساوي وګڼل سول داکه داعرابو یو کوچنی طایفه وه او که دیهودو یوه لویه طایفه بلکه ټول دقانون په وړاندي مساوي حقوق او وجایب درلودل،

ددې اساسي قانون له مخي یهود او نور مذهبي لږه کيوته پر خپل دین دپاته کیدا اجازه ورکړل سوه حتی هغوی چي ددې میثاق دکوم لوري سره یې میثاق کړی ؤ هم د عقیدوي ازادی څخه برخمن دی

هغه یهودیان چي زموږ (مسلمانانو) اطاعت کوي، له شکه پرته (دنورو اتباعوپه څير) دمرستي او برابری لرونکي دي، ترڅو پرهغوی باندي ظلم او ستم ونه سي(یعنی ځاني، مالي امنیت یې وساتل سي.)

لکه څنګه چي د دولت یوه له متشکله عناصرو څخه یو هم  قلمرو دی، نبي کریم صلی الله علیه وسلم د مدینې په میثاق کي د اسلامي دولت قلمر مدینه منوره یاده  کړه او ددولت دقلمرو د دفاع لپاره یې ټولو اتباعو ته مکلفت ور په برخه کړ

د میثاق لاسلیک کوونکي (مؤمنان او یهودیان) باید پر یثرب باندي دحمله کوونکو په وړاندی یوله بل سره مرسته وکړي.

جرم یوشخصي عمل دی هغه مسؤلیت پرته له مرتکب څخه بل چاته سرایت نه کوي.

دمدینې میثاق  کي همدا پرنسیپ منل سوی چي غیراسلامی هیوادونو داپرنسیپ ډير وروسته وپیژندی

هیڅ کس دخپلو هم پیمانانو په ګناه نه مواخذه کیږي او دمظلوم باید مرسته وسي.

مننه

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک