سيرت محمد صلی الله عليه وسلم

د لور او زوی منځ کې عدل

    انس رضي الله عنه وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم سره یو سړی ناست و، چې یو کوچنی زوی یې ورته راغی، هغه یې ښکول کړ او په غېږ کې یې کېنوه، وروسته یې کوچنۍ لور ورته راغله، هغه یې ورونیوله او څنګ ته یې کېنوله، رسول الله صلی الله علیه وسلم  ورته وفرمایل: د دواړو (زوی او لور) منځ کې دې عدل ونه کړ.    عن أنس رضي الله عنه أن رجلاً كان جالساً مع النبي صلى الله عليه وسلم فجاء بني له فقبله وأجلسه في حجره، ثم جاءت بنية فأخذها فأجلسها إلى جنبه، فقال النبي صلى الله عليه وسلم :  فما عدلت بينهما. رواه البيهقي     یعني لکه څنګه چې دې زوی ښکول او په غېږ کې کېنوه، لور به دې هم ښکول کړې او په غېږ کې کېنولې وه او دا به عدالت او اولاد سره عادلا...
نور ولوله

واکمنو ته

    عائشة رضى الله عنها وایی: زما په دې کور کې مې له رسول الله ﷺ اوریدلي چې فرمایل یې: یا الله! چا ته چې زما د امت کوم کار وسپارل شي او هغه زما پر امتیانو سختي کوي؛ ته له هغوی سره سختي وکړه. او چا ته چې زما د امت کوم کار وسپارل شي او هغه زما له امتیانو سره نرمي کوي؛ ته له هغوی سره نرمي وکړه. ‏     عن عائشة رضى الله عنها قالت: سمعت رسول الله ﷺ يقول في بيتي هذا: اللهم من ولي من أمر أمتي شيئاً فشق عليهم فاشقق عليه، ومن ولي من أمر أمتي شيئاً فرفق بهم فارفق به. رواه مسلم     که څوک د رسول الله ﷺ له ښېرا ویریږي، هغه به د ولس له فرد فرد سره پام کوي او هغوی سره به له یوه ذره سختي کولو هم ډاریږي، نو د ولس هر وګړي سره سختي او هغوی ته زحمت ورکول خطرناک کار دی. بنا...
نور ولوله

سختي مه کوئ

   ابو موسى الاشعري رضي الله عنه وایي: رسول الله ﷺ به چې کوم صحابي کوم کار ته لیږه ورته فرمایل به یې: خلکو ته زېري ورکړئ، یعني د خوشالي خبرې ورته وکړئ، (له دینه یې) په نفرت کې مه اچوئ، خلکو ته اساني جوړه کړئ، سختي مه کوئ. ‏قال أبو موسى الأشعري رضي الله عنه: كان رسول الله ﷺ إذا بعث أحدا من أصحابه في بعض أمره قال: بشروا ولا تنفروا، ويسروا ولا تعسروا. رواه الأئمة أحمد والبخاري ومسلم    د روایت اسلوب راښیي چې رسول الله ﷺ دا خبره یوه یا دوو ملګرو ته نه وه کړې، بلکې د هغه عام چلند داسې و، چې کله به یې هم کوم ملګری د کوم کار لپاره لیږه هغه ته به یې دا توصیه کوله، توصیه دا وه چې خلکو سره په اړیکو کې هغوی ته ښې خبرې کوئ، دین ته یې هڅوئ او داسې چلند مه غوره کوئ چې خلک له دینه نفرت وکړي. داراز خلکو...
نور ولوله

د خلکو څخه داسې پوښتنې وکړئ چې په نیک کارونو کې یو بل سره سیالي وکړي

ابو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی چې یو مازیګر رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ نه پوښتنه وکړه چې تاسو کې نن څوک روژه وو؟ ابو بکر رضي الله عنه ځواب ورکړ چې یا رسول الله، زه روژه یم. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم پوښتنه وکړه چې تاسو کې نن چا د جنازې لمونځ کړی؟ ابو بکر رضي الله عنه ځواب ورکړ چې یا رسول الله، ما کړی. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم پوښتنه وکړه چې تاسو کې نن چا یو غریب او بیوزله ته ډوډۍ ورکړي؟ ابو بکر رضي الله عنه ځواب ورکړ چې یا رسول الله، ما نن یو بیوزله ته ډوډۍ ورکړي. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم پوښتنه وکړه چې تاسو کې نن څوک د یو مریض (ناروغ) پوښتنې ته ورغلی؟ ابو بکر رضي‌ الله عنه ځواب ورکړ چ...
نور ولوله

هغه صحابي چې سروکال یې رسول الله علیه وسلم وخندوه

لیکوال: عبدالحمید جودة السحار ژباړه: شرر ساپی   دا صحابي نعیمان ﺑﻦ ﻋﻤﺮﻭ رفاعه نومېده، انصاري و، د جګړې پر مهال ډېر زړور و، بدر، احد او خندق کې یې برخه اخیستې وه، ډېر ټوکي و، ام سلمه رضی الله عنها وایي: خنده رویه او ټوکي و. یوه ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم له عایشې رضی الله عنها سره ناست و، دا هغه وخت و چې د حجاب ایاتونه لا نه و نازل شوي، نعیمان ورغی، نعیمان له څېرې ډېر بدرنګ و، رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې غږ کړه، ای د الله رسوله،  هغه د ابوبکر لور عایشه همدا ده؟! رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل، هو نعیمان وویل: طلاقه یې کړه ، زه به خپله خور درکړم. عایشې ر...
نور ولوله

د اهل کار موندلو هڅې؛ د یوه صحابي د زوی کیسه

یزید بن ابي المهلب چې د خراسان والي وټاکل شو خپلو ملګرو ته یې وویل: داسې سړی راپیدا کړئ چې ټول خویونه یې غوره یي، نو د مشهور صحابي ابو موسی الاشعري رضي الله عنه زوی ابو بردة الاشعري چا ورته یاد کړ، هغه یې راوغوښت او راغی، یزید ته هغه له رنګه ښه سړی ښکاره شو، چې خبرې یې ورسره وکړې نو په باطن کې له ظاهره ډېر غوره وخوت، یزید ورته وویل چې زما له حکومتي چارو فلان کار درته سپارم، خو هغه معذرت وغوښت او یزید یې معذرت ونه مانه. ابو بردة الاشعري رحمه الله ورته وویل: اې امیره! زه یو داسې حدیث درته بیان نه کړم چې ما له خپل پلاره اوریدلی او هغه له رسول الله ﷺ نه اوریدلی؟ امیر ورته وویل: راته بیان یې کړه، هغه وویل: رسول الله ﷺ فرمایي: څوک چې داسې کار کولو ته وړاندې کیږي چې پوهیږي دی د دې کار اهلیت او و...
نور ولوله

د قیادت پر وړاندې د سپاهي مسؤلیت!

اسلامي قیادتونه د مسلمانو ملتونو لپاره د اطمئنان پنډ څلي دي. همدا شان د اسلامي دعوت په خپراوي کې د ملاتیر حیثیت لري. د هغوئ بقا اسلامي دعوت له انقطاع ژغوري. ملتونه له تشتت او بېلوالي ژغوري او همدا شان د هغوی په یووالي کې خورا ګټور تمامیږي. هغه مسؤلیتونه چې د اسلامي حرکت یو لاروی ئې د خپل قیادت پر وړاندې لري خورا زیات او درانده دي. دلته یوازې یو مسؤلیت د رسول الله له مطهر سیرت د بېلګې په توګه را اخلو: د مکې قریشو د رسول الله صلی الله علیه وسلم د شهادت تصمیم ونیو، هغوی مصمم ؤ چې هر څومره زر دا روښانه څراغ تت کړي. رسول الله صلی الله علیه وسلم د دې شوم پلان پر وړاندې خورا حکیمانه تصمیم ونیو. هغه مبارک له مکې د وتلو پرېکړه وکړه. ترتیب ئې داسې جوړ کړ چې د سفر ټو...
نور ولوله

ربذة؛ دا د مدینې څخه څو کیلو مټره لرې پرته سیمه ده

سلمان افغان   دلته جلیل القدر صحابي أبو ذر رضي الله عنه وفات شوی، او همدلته خاورو ته سپارل شوی أبو ذر رضي الله عنه خپلې ښځې او غلام ته وصیت وکړ چې زه مړ شوم، کفن کې مې ونغاړئ او د لارې پر سر مې کېږدئ، هره قافله، او هر څوک چې اول له دې ځای تېرېدل ورته ووایې: دا أبو ذر دی لومړني خلک چې له دې ځای تېرېدل د ابن مسعود رضي الله عنه قافله وه، ابن مسعود رضي الله پوښتنه وکړه دا څوک دی؟ دوی ورته وویل: د أبو ذر رضي الله عنه جنازه ده ابن مسعود رضي الله عنه وژړل، د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا خبره ورته را یاده شوه چې ویلي و: "...
نور ولوله

هغه صحابي چې پوره کال یې رسول الله علیه وسلم وخندوه

طارق حکيم   دا صحابي نعیمان ﺑﻦ ﻋﻤﺮﻭ رفاعه نومېده، انصاري و، د جګړې پر مهال ډېر زړور و، بدر، احد او خندق کې یې برخه اخیستې وه، ډېر ټوکي و، ام سلمه رضی الله عنها وایي: خنده رویه او ټوکي و. یوه ورځ مدینې ته یو کوچي ګبین راوړل، دی ورغی ګبین یې ترې واخیستل، د رسول الله صلی الله علیه وسلم د کور دروازه یې وټکوله، رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې وویل، دا مې تاته ډالۍـاخیستې، رسول الله ص کور ته ننوت، نعیمان کوچي ته وویل، پیسې درته راوباسي، که یې راونه ویستې دروازه وروټکوه، لږه شیبه وروسته کوچي دروازه په زوره زوره ووهله، او چیغې یې کړې: - یا مې ګبین راوړی، یا پیسې رسول الله صلی الله علیه و...
نور ولوله

په نبوي سیرت کې د دیپلوماسي څیره

رحمت الله فیضان   لغت پیژندنه او تعریف ديپلوماسي: دیپلوماسي په اصل کې یو ناني کلمه ده چي  د سیاسي رهبرانو ترمنځ  د روابطو جوړولو او د ملتونو ترمنځ د مذاکراتو د رهبري لپاره کارول کیږي ، همدا راز دیپلوماسي د مختلفو مقاصد لپاره استعمالیږي لکه خارجي سیاست ، د سیاست علم ، د ملتونو ترمنځ د روابطو قواعد ، د هیوادونو ترمنځ اړیکي ،له خلکو سره داسي روابط جوړه ولو چي له تا و تریخوالي پرته مقصود حاصل شي ،سیاسي مذاکرات ، د بهرنیو امورو کنټرول او اداره دا ټول د دیپلوماسي مختلف تعریفونه دي، که وغواړو چي له دیپلوماسي څخه یو مشخص تعریف ترلاسه کړو نو ویلای شوی چي دیپلوماسي عبارت ده له ټولو هغه ت...
نور ولوله

زه له الله څخه شرمیږم چې، هغه پر ما دومره کرم وکړ او زه دې ورباندی بخیلي وکړم

یوه ورځ عمر بن عبیدالله(چي په سخا کي یې ځانګړی شهرت درلود)بهرته  راوتلی وو. پر لاره پر یوه باغ تیریدی چي، یو ځوان  یې ولیدی چي د باغ د دیوال بیخ ته ناست دی  ډوډۍ خوري. په دې کې یو سپی ددې ځوان خواته راغی، پر پښو یې سر کیښود او ورته کتل یې...ځوان یوه ګوله سپي ته وراچوله او یوه به یې پخپله خوړله...  عمر ورته کتل؛ د ځوان دې کار ته فکر یووړ... ورغی او پوښتنه یې ورڅخه وکړه: دا سپی ستا ده؟ : نه! :نو بیا ولې یوه ګوله خپله خورې او بله سپي ته وراچوي؟! : زه له خدایه شرمیږم، چې ډوډۍ خورم بل څوک راته ګوري او  په ډوډۍ یې راګډ نه کړم...! عمر ته د ځوان خبرو خوند ورکړ، ورته ویي ویل:...
نور ولوله

د رسول الله ﷺ د مینې کیسه او قصیده

   عربې شاعرې نه پوښتنه وشوه چې ټولو سړیو کې کوم یې ډېر درته ګران دي؟ هغې ول اووه کسان ډېر زیات راباندې ګران دي، چې هغه مې پلار، ورور، مېړه، زوی، خُسر او لمسی دي. شاعرې د اووم سړي یادونه قصیده کړه، چې زه یې له ژباړې سره راخلم.    دا شپږ یې چې یاد کړل، پر اووم چوپ شوه! غریو ونیوله، په ژړا شوه، د اوبو د سېل غوندې اوښکې یې له سترګو روانې شوې. د خبرو توان یې نه لاره لیږ ځنډ نوره هم چوپ پاتې شوه. موږ ورته وویل: اووم څوک دی، ته خو له هغه نه چوپ شوې؟ هغه د یادولو وړ نه دی؟! ثم أتتها عبرة فاغرورقت بالدمع عيناها كسيل ينزل فأمسكت عن الكلام فترة يغلبها البكاء ليست تكمل قلنا لهاوأين صارسابع وقد سكت...
نور ولوله

واکمنو ته

   رسول الله ﷺ د خپل حکومت په زمانه کې یو صحابي معاذ رضي الله عنه یمن ته د والي په حیث ولیږه، هغه ته د څو ګټورو نصیحتونو په لړ کې یې دا نصیحت هم ورته وکړ چې د مظلوم له ښېرا به ځان ساتې، ځکه د مظلوم ښېرا عامه او عادي ښېرا نه ده، د مظلوم ښېرا ته الله تعالی دومره اهمیت ورکړی چې ده ته د رسیدا په لاره کې یې ټول خنډونه او حجابونه ختم کړي دي، مطلب څنګه چې د مظلوم له خولې وځي؛ دستي الله ته رسیږي. یوه بل روایت کې راغلي چې د مظلوم له ښېرا ځانونه ساتئ، ان که دا مظلوم کافر وي هم.     عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا، أَنَّ النَّبِيَّ ﷺ بَعَثَ مُعَاذًا إِلَى الْيَمَنِ، فَقَالَ:  اتَّقِ دَعْوَةَ الْمَظْلُومِ؛ فَإِنَّهَا لَيْسَ بَيْنَهَا وَبَيْنَ اللَّهِ حِجَاب...
نور ولوله

ولس سره د عمر رضي الله عنه نرمي

    د کومو مېرمنو به چې خاوندان په کور نه وو ، هغوی ته به عمر بن الخطاب رضي الله عنه ورغی ، دروازه کې به یې سلام ورته وکړ او ورته وبه یې ویل : چا خو به کوم تکليف نه یې درته رسولی، بیا به یې ورته وویل : د کور سامان مو که کم وي/نه وي زه یې له بازاره درته راوړم ، هسې نه ستاسو غلامان/مینځې/هلکان بازار کې څوک خطا کړي. نو هغو مېرمنو به خپلې غلامان/مینځې/هلکان ورسره ولیږل.     عمر رضي الله عنه به  بازار ته روان شو، تر شا به ګڼ شمېر غلامان/مینځې/هلکان ورپسې روان وو او ټولو ته به یې پخپله سامانونه واخستل، که هغو مېرمنو کې به چا څه نه لرل هغو ته به یې هر څه پخپله واخیستل او وروبه یې لیږل. الریاض النضره في مناقب العشره للمحب الطبري 316/2    ...
نور ولوله

کاش چي د اُحد غر خبرې کولای

د احد غره که خبرې کولای شوای نو دې تلپاتي صحابي به د رسول الله ﷺ په اړه هغه ټولې کیسې کړې وای چې ۱۴۰۰ کاله وړاندې یې مشاهده کړې وې. احد به راته د رسول الله ﷺ د میړانې استقامت او ایثار هغه کیسې کړې وای چې د احد په غزا کې یې له خپل دین او اسلامي ریاست په دفاع کې تر سره کړې. د هغه ﷺ له مبارک جسد څخه را بهیدلې وینې به یې یادې کړې وې احد به موږ ته د حق او د باطل تر منځ هغه خونړۍ معرکه په خورا ښه توګه بیان کړې وای. د غشو شڼا، د تورو خرپا او د کفر د لښکرو د سرکوبي بیان به یې کړی وو. ویلي به یې وو چې څنګه د اسلام لښکر د تجاوزګرو مشرکینو په دفاع کې لکه بنیان مرصوص محکم ودریدل، څرنګه یې په دې لاره کې سرونه نذرانه کړل...
نور ولوله

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک