د اسلامی سیاسي نظام بنسټونه
زلمی زابلي
درود په پاک پیغمبر حضرت محمد (ص)
یاالله ج: ته مو دخپل پاک نبی حضرت محمد (ص) په روی نور افغانانو ته دا توان ورکړی چه خپل وطن په ګډه سره خپله اباد کړی، د شرق اوغرب د ظلم او مداخلی څخه مونور خلاص کړی
امین
د اسلامی سیاسی نظام بنسټونه :،
تعریف: یولړقواعد او مقررات دي، چې دشریعت له اړخه درعیت، حکومت او زمامدارۍ اړوندی کړنې ، ُتنظیموی
چه د خلکو او ټولنی د دنیا او آخرت د فلاح او کامیابۍ ضمانت کوی
دًکابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځی ، د اسلامی نظام په اړوند ، یو اثر چاپ کړی چه د ( نظام سیاسی اسلام ) په نوم دی ، په نوموړی اثر کی یی داسلام دسیاسي نظام فکري بنسټونه ، په لاندې ډول ذکر کړي دي:
اول: د الله ( ج) حاکمیت یعنی داسلامی شریعت حاکمیت په یو اسلامی دولت کې.
دوهم : په هیواد کی د اسلامی شریعت سرتاسری کول :
دریم : اسلامی او تجربی علوموته احترام او پاملرنه کول
څلووم: تقوی او تخصص ته لمړیتوب ورکول ، همدارنګه د هر راز تعصب څخه نفرت درلودل
پنځم: اخلاص درلودل ،
یعنی په ټولنه کی د شریعت په حاکم کولو کی واقعی اخلاص ښودل .
شپږم : قدرت ته رسیدل یو مسولیت گڼل نه فضیلت ، ځکه په اسلامی شریعت کی هغه څوک چه یو مقام پخپله وغواړی ، نه ورکول کیږی ، ځکه چه قدرت ته د فضیلت په سترگه کتل ځنی تعبیریږی ( حدیث شریف )
اووم : عدالت او برابري، په ټولوچاوو کې داعتدال او منځلاری حد اختیارول ، او همدارنګه قضاوت په عدالت تر سره کول
اتمٌ : آزادي، یعنی دهر ډول شرک څخه دعقیدې آزادي.
همدا راز دینی ستر عالم ( استاد سیاف) په خپل یو اثر ( دین او دولت ) کی د اسلامی نظام بنسټونه په لاندی ډول راوړی دی :
لومړی : د شریعت د حاکمیت اصل
( یعنی د خدای (ج)د دین غوره والی د یوه قانون په حیث)
دوهم : د عدل او مساوات اصل
دریم : د اطاعت اصل
څلووم: د ازادي اصل
پنځم: د شورا اصل :
د پوهندوی مولوی محمد شریف رحمانی په لیکلی اثر (ا سلامي سیا ست پوهنه)کې چې د مولانا ګوهر رحمن د ( ا سلامي سیا ست )
د کتاب څخه رانقل شوي دي،د ا سلامي حکومت قانوني بنسټونه په لاندې ډول تشریح شوي دي :
لومړی اصل : د الله (ج) حاکمیت
دوهم اصل : شورا
دریم اصل : عدالت
څلورم اصل: اطاعت
پنځم اصل : د دولت د رئیس ټاکنه
شپږم اصل: مسولیت ، دهری دندی په اجراکولو کی باید خپله دنده د یو مسولیت په توگه فرض کړی ، په تر سره کولو کی یی په ټول توان او صداقت تلاش وکړی
اووم اصل : د چارواکو سره محاسبه
اتم اصل : د ملي شتمنیو استقلالیت، او د بیت المال څخه غلطه گټه نه اخستل
نهم اصل : د بشری حقوقو ساتنه
لسم اصل : ټولنیز تکافل یا دټولنی لپاره دخدماتوپه عرضه کولو ، د ټولنیز عدالت په نظر کی نیولو سره ، د خلکو مشکلاتو ته د حل لاره پیدا کول
