No-IMG

له اللهﷻ نه حیا

    سعید بن یزید رضي الله عنه رسول الله ﷺ ته وویل: وصیت راته وکړه؟ هغه ورته وفرمایل: وصیت درته کوم چې له الله تعالی نه داسې شرمیږه لکه د خپل قوم له کوم صالح او دینداري سړي نه چې شرمیږې. عن سعيد بن يزيد أنه قال للنبي ﷺ أوصني، قال ﷺ: أُوصيكَ أن تَستَحي مَنَ اللهِ تعالى كما تَستَحي مِن الرَّجلِ الصَّالِحِ مِن قومِك. رواه أحمد في الزهد (٤٦)، والبيهقي في شعب الأيمان ( ٦/١٤٥)

    امام ابو سليمان الداراني رحمه الله خپل شاګرد ته وویل: دا یوه خبره مې راسره ومنه، دا خبر مه پریږده او مه ورنه غافله کیږه، هغه دا چې څوک له الله جل جلاله نه هر وخت، په هر حالت او ټولو کړنو کې حیا او شرم کوي؛ هغه به الله تعالی د ولیانو مقام ته رسوي. تهذيب الكمال (١/١٢٤)

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک