سيرت محمد صلی الله عليه وسلم

د مېنې او محبت يو نا اشنا تړون!

ام المؤمنين ام سلمه رضي الله عنها چې د خپل خاوند سره يې زيات محبت وو، خپل پخواني خاوند ابو سلمه رضي الله عنه ته وویل راځه چې دواړه سره يو تړون ترسره کړو، او هغه داچې زه به ستا له مرګه روسته بل خاوند نکوم، او ته به له ما روسته بله نکاح نکوې. هغه ورته وویل خبره مې منې؟ هغې ورته وویل هو، ولې نه، ويل، که زه مړ شوم، نکاح وکړه، او دعا يې ورته وکړه: اي الله! ام سلمه ته له ما روسته له ما ښه خاوند ورکړه، چې نه يې خفه کوي، او نه ورته تکليف رسوي، نو هماغه وو چې د ابو سلمه رضي الله عنه د مرګ روسته يې د الله د رسول صلى الله عليه وسلم سره نکاح وشوه! ...
نور ولوله

دری ښه انسان پېژندونکي

عبد الله بن مسعود رضي الله عنه وایي: دری کسان ترټولو زیات هوښیار او ښه انسان پېژندونکي دي: 1-د مصر پاچا (العزیز) چې خپلې ښځې ته یې د یوسف علیه السلام په اړه وویل: دى په ښه شان وساته، لیري نه ده چي دى زموږ لپاره ګټور ثابت شي يا موږ دى په زوی توب ونيسو. أَكْرِمِى مَثْوٰىهُ عَسٰىٓ أَن يَنفَعَنَآ أَوْ نَتَّخِذَهُۥ وَلَدًا ۚ. [سُوۡرَةُ یُوسُف : 21] 2-د شعیب لور چې خپل پلار ته یې د موسی علیه السلام په اړه وویل: اې پلاره! ده ته مزدوري ورکړه. يٰٓأَبَتِ اسْتَـْٔجِرْهُ ۖ . [سُوۡرَةُ القَصَص : 26]. چې بیا یې پلار موسی علیه السلام ته په نکاح ورکړه. 3-دریم ډېر هوښیار او ښه انسان پېژندونکی ابوبکر صدیق رضي الله عنه دی، چې له ځانه وروسته ...
نور ولوله

ډیره حیرانوونکي او ویروونکي واقعه

علامه ابن کثیررحمه الله په البدایه والنهایه کي دابوهریره رضي الله عنه رانقل کړي دي چي یوه ورځ مونږپه یومجلس کي ناست وو اورسول الله صلی الله علیه وسلم راغی او ویلي تاسي کي یونفر دی چه جهنم کي به یی دژامي یو غاښ داحد دغره قدری وي ابوهریره رضي الله عنه فرمایی ټول اهل مجلس په اسلام کي وفات شو مګر یو زه پاتي شوم اویو الرَّجَّال بن عنفوة.دبنوحنفیه دقوم څخه وو، الرَّجَّال: هغه سړی وو چی درسول الله صلی الله علیه وسلم سره به هرځای ملګری وو. اوعلم اوقران به یی تري زده کولو رافع بن خدیج فرمایی:  الرَّجَّال.په خشوع،اوزهد،تلاوة القرآن کي یوځانګړی مثال لري. ابن عم...
نور ولوله

احده! ثابت اوسه!

     انس رضي الله عنه وایي: رسول الله ﷺ، یوه ورځ د احد غره ته وخوت، ابو بکر، عمر او عثمان هم ورسره وو، نو د احد غر ولړزیدی، رسول الله ﷺ احد غره ته وفرمایل: احده! ثابت اوسه! ځکه پر تا نبي، صدیق او دوه شهیدان ولاړ دي. عَنْ أَنَسٍ رَضِيَ اللّٰهُ عَنْهُ قَالَ أنَّ النَّبيَّ صَلَّى اللهُ عليه وسلَّمَ صَعِدَ أُحُدًا، وأَبُو بَكْرٍ، وعُمَرُ، وعُثْمَانُ، فَرَجَفَ بهِمْ، فَقَالَ: اثْبُتْ أُحُدُ؛ فإنَّما عَلَيْكَ نَبِيٌّ، وصِدِّيقٌ، وشَهِيدَانِ. رواه البخاري     فإنَّما عَلَيْكَ نَبِيٌّ... : نبي، ځان ښیي. صدیق، ابوبکر ښیي او له دوو شهیدانو مراد عمر او عثمان دي، ځکه هغوی دواړه وروسته مظلومان شهیدان شول، صلی الله علیه وسلم ورضي الله عنهم. حدیث کې د رسول الله معجزه او د عمر او عثمان د شهاد...
نور ولوله

ولې رسول اللهﷺ خپله لکړه یا عصا حضرت عبدالله بن أونيس رضي الله عنه ته ورکړه!

د مکې په مشرکینو کې د هذيل قبیلي مشر خالد بن سفيان الهذيلي شاوخوا زر تنه تکړه ځوان جنګیالي را ټول کړل او د رسول الله ﷺ د ترور اراده یې درلوده.  دا خبر مدینې ته راورسیدی، رسول الله ﷺ چي دا خبر واوریدی موسک شو او ویې فرمایل: خالد الهذيلي زما د وژلو پلان جوړوي مګر په الله قسم چي زه به دی وژنم!! څوک شته چې د خالد الهذيلي سر راوړي او جنت وګټي! رسول الله ﷺ چي اعلان وکړ ټول صحابه رضوان الله علیهم له ځایونو نه پاڅیدل! عبدالله بن أونیس غږ کړ ویل څوک چي یې سر راوړي د هغه انعام څه دی!؟ رسول الله ﷺ وفرمایل د هغه جایزه جنت دی! عبدالله بن أونیس ویل بس زه یې ...
نور ولوله

د رسول الله ﷺ حج

دلته د رسول الله صلی الله علیه وسلم د حج په اړه د جابر بن عبد الله رضي الله عنه هغه مشهور حدیث راخلو چې امام مسلم رحمه الله پخپل صحیح کې روایت کړی دی، دا حدیث د حج په اړه خورا په زړه پوري حدیث دی او د حج په اړه ګټورې خبرې او اصول په کې راغلي دي، دا حدیث یواځې مسلم راخیستی او ابو داود هم، د مسلم روایت راخیستی دی. امام النووي رحمه الله لیکي چې دې حدیث کې د حج په اړه پوره فقهي احکام راغلي دي او د دې حدیث په شرحه علماوو مستقل کتابونه لیکلي دي، امام ابو بکر بن المنذر په دې حدیث لوی کتاب لیکلی دی او د دې حدیث یې یو سل او څه باندې پنځوس ګټې بیان کړې دي. داراز موجوده وخت کې هم ځیني علماوو د دې حدیث پوره تفصیلي شرحې لیکلې دي، زه یې دلته یواځې پښتو ژباړه راخلم. او له پوره پښتو شرحې او تفصیل سره مې ...
نور ولوله

د اسلام ريښتينى پيروان

يو دنګ ځوان، سپيره ويښتان، خړ مخ، خيرن كالي، څو ځايه شليدلې پڼې، اوږده لكړه په لاس په څادر کې څو لرګین لوښي په شاکړي وو چې جومات ته را ننوت . امير المؤمنين حضرت عمر فاروق رض او مسجد کې ناستو كسانو ته يي سلام واچاوه او په يوه ګوټ كې غلى كښيناست . امير المؤمنين او ناستو كسانو د مسافر ګومان پرې وكړ ، سلام يي ور بيا كړ او په خپلو كارونو بوخت سول . ځوان هم ناست و ، چې ګڼه ګوڼه كمه شي او ده ته له امير المؤمنين سره د خبرو چانس پیدا سي . د خلافت په دربار كې خلك يو څه كم شول ، عمر فاروق (رض) مسافر او سر وهلیً بر وهلیً ځوان ځانته راوغوښت او د حاجت پوښتنه يى ځني وكړه . ځوان ورته وويل : امير المؤمنينه ! زه تاسو راغوښتى وم ، څو ورځې وړاندى ستاسی ليك راغى او دا دى زه له...
نور ولوله

د رسول الله ﷺ توبه

     رسول الله ﷺ فرمایي: اې خلکو! الله ته توبه ګار شئ، زه په ورځ کې سل ځله الله ته توبه اوباسم. عن عبد الله بن عمر، قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: يا أيُّها الناسُ تُوبُوا إلى الله، فإني أتوب في اليوم إليه مائة مرة. (مسلم حديث: 2702).       د ابو داود روایت کې راغلي عبدالله بن عمر رضي الله عنهما وایي: موږ به شمېرله، رسول الله ﷺ به یوه مجلس کې سل ځله دا دعا کوله: زما څښتنه! بښنه راته وکړه، توبه مې قبوله کړه، بې شکه یواځې ته توبه قبلوونکی او مهربانه ذات یې. (ربِّ اغْفِرْ لي، وتُبْ عليَّ؛ إنَّك أنت التوَّابُ الرَّحيم. سنن أبي داود) ...
نور ولوله

د یوه غریب او بدرنګه صحابي عجیبه ژړونکې واقعه

 یو صحابي چې له رنګه تک تور وو، داسې تور چې خلکو به ترې کرکه او نفرت کوه. دا صحابي ډیر غریب او ناداره و هیڅ یې هم نه درلودل. دا صحابي سعد نومیده.  یو ورځ په داسې حال کې چې سخت خفه و د نبي علیه السلام سره مخامخ شو، نبي علیه السلام مبارک ته یې وویل: ای د اللهﷻ رسولهﷺ، کله چې مشرک وم؛ نو خلکو به راڅخه نفرت کوه، په کومه لاره به چې، زه روان وم، خلک به په هغه لاره نه تلل، په یوه لوښي به راسره چا اوبه نه څښلې؛ خو اوس چې مسلمان شوم، ستا د باغچې ګل شوم، په الله ج او دهغه په رسولﷺ مې ایمان راوړ؛ خو ای داللهﷻ رسولهﷺ! دا خلک خو اوس هم له ماسره هماغه ډول سلوک او چلند کوي!  د ډیر خفګان او ژړا په حالت کې نبي علیه السلام مبارک ته وایي:...
نور ولوله

سوق المناخة

د مدینې منورې هغه بازار دی چي د لومړي ځل لپاره یې رسول الله ﷺ بنسټ کیښود. کله چي د مدینې منورې په عمومي بازار کي د یهودو له ناروا ټکسونو، د مالونو احتکار او لوړو قیمتونو څخه مسلمانان په تنګ شول نو رسول الله ﷺ  د نبوي مسجد لویدیځ اړخ ته د مسجد غمامه څخه پیل او تر سقیفه بن ساعده پورې میداني د مسلمانانو لپاره د ځانګړي بازار په توګه انتخاب او نقشه یې جوړه کړه. په دې بازار کې مسلمانان له هر رنګه ټکس او باج څخه پرته خپل توکي پیرل او پلورل، بازار ته به یې سهار د پلورلو توکي راوړل ترماښامه به یې پلورل... په دې اقتصادي ګام اوچتولو سره مسلمانانو وکولای شول د یهودو اقتصادي انحصار او مالي احتکار مات کړي. دا بازار اوس هم شته او د م...
نور ولوله

پر ځمکه ناپېژاند اسمان کې وتلي!!

    د نهاوند غزا کې چې مسلمانانو فتحه ترلاسه کړه نو السائب بن الأقرع رضي الله عنه عمر بن الخطاب رضي الله عنه ته ورغی، چې په غزا کې د مجاهدینو د فتحې زېری ورکړي، عمر له هغه نه د وژل شویو او شهیدانو پوښتنه وکړه، هغه یې شمار ورته پیل کړ چې فلان او فلان مشران شهیدان شول.     وروسته السائب بن الأقرع عمر ته وویل: او نور عام خلک شهیدان شول چې امیر المؤمنین یې نه پېژني... په دې خبره عمر بن الخطاب رضي الله عنه په ژړا شو او ویې ویل: د امیر المؤمنین نه پېژندنه هغوی ته څه ضرر رسوي؟! چې الله تعالی یې پېژني!! هغوی د شهادت ستر عزت ترلاسه کړ، د عمر پېژندنه څه کوي؟! البداية والنهاية لابن كثير. یعني پر ځمکه ناپېژاند اسمان کې وتلي او مشهور وي. ...
نور ولوله

د عبد الله بن سلام مسلمانیدل

   مدینه منوره کې د یهودو ستر عالم عبد الله بن سلام رضي الله عنه چې مسلمان شو، رسول الله ﷺ ته یې وویل: ته یهودو نه زما په اړه پوښتنه وکړه،  رسول الله ﷺ یهودو ته وویل : تاسو کې عبد الله بن سلام څنګه سړی دی؟ هغوی وویل: زموږ تر ټولو ښه او د تر ټولو ښه سړي زوی دی او هغه زموږ تر ټولو غوره او د تر ټولو غوره سړي زوی دی، رسول الله ﷺ هغوی ته وویل : که چرته عبد الله بن سلام مسلمان شي څنګه به یې ؟! هغوی وویل: الله دې له داسې حالته وساتې، رسول الله هغوی ته بیا داسې خبرې وکړي او هغوی هماغه ځواب ورته تکرار کړ.     نو عبد الله بن سلام ورته راووت، هغوی یې مخاطب کړل او ورته ویې ویل : أَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَأَنَّ مُحَمَّدًا رَسُولُ اللَّهِ. په دې سره یهودو و...
نور ولوله

رسول ﷲ ﷺ او کار

    جابر بن عبد الله رضي الله عنه وایي: موږ له رسول ﷲ ﷺ سره وو، د مسواک ونې مېوه مو ټولوله، نو هغه راته وفرمایل: د دې مېوې تورې دانې درشکوئ، ځکه هغه خوږې دي. موږ ورته وویل: تا مېږې پولې دي؟ هغه وفرمایل: هو، هر نبي خامخا مېږې پوولې دي. قال جابر بن عبد الله: كنا مع رسول ﷲ ﷺ نجتني الكَبَاث، فقال: عليكم بالأسود، فإنه أطيب، فقلنا: وكنت ترعى الغنم؟ قال: نعم، وهل من نبي إلا قد رعاها. صحيح ابن حبان (٣٠٩٩)     د جابر بل روایت کې راغلي چې موږ "مر الظهران"  نومي ځای کې له هغه سره وو... مر الظهران له مکې نه د مدینې لور ته یوه کنده ده، له مکې نه تقریبا 8 کیلومیتره کې ده. کباث د مسواک د ونې (الأراک) مېوه ده، د زیتون دانو په څېر دانې یې دي، سهرایي، د غریبانو ...
نور ولوله

پر مشرکینو د رسول الله ﷺ اقتصادي حصار

د بواط غزا  - ۲هـ په دې دره کي چي  بـواط ورته وایي د رسول الله ﷺ دوهمه غزا همدلته واقع شوې وه. دا سیمه د مدینې منورې شمال لویدیځ لوری ته پرته ده، دلته به د قریشو تجارتي کاروانونه تیریدل، ددې غزا د پېښیدلو سبب هم د قریشو هغه کاروان وو چې پر  ۲۵۰۰ اوښانو مشتمل وو او سل تنه ساتونکي ورسره وو او له همدې لارې مکې ته روان وو، رسول الله ﷺ  ته چې د کاروان دقیق خبر ورسیدی له دوه سوه کسیز لښکر سره له مدینې راووت؛ د لښکر بیرغ سپین وو او سعد بن ابي وقاص رضي الله عنه پر اوږه اخیستی وه. د مسلمانانو لښکر دلته په وادي بواط کې مخه ورته ونیوله، خو د قریشو د کاروان څاروان چې امیه بن خلف وو له برید څخه خبر شو او د کاروان لاره یې بدله کړه... ...
نور ولوله

د فاطمې رض مينه له خپل پلار محمد ص سره

فاطمه رض لګیا ده، خپله کوټه سینګاروي، ډېره موده وروسته یې د کړکیو لپاره پردې موندلي، ډېره خوشاله ده، پردې یې راوځړولې، خبره شوې چې خوږ پلار یې له غزا سوبمن راستون شوی، د سپینو زرو لاکټ یې په غاړه کړ، د سپینو وښي یې په لاسو کړل، د خپل خواږ پلار د راتګ لاره څاري. رحمة اللعالمين چې به له هر سفره راوګرځیده، لومړی به د خپلې لور فاطمې کور ته ورغی، بیا به د مېرمنو کورنو ته ولاړ، ماشومانو د مدینې په کوڅو کې منډې کړې،  او چېغې یې کړې: رسول الله صلی الله علیه وسلم او ملګري یې ټول راغلل. دا غږ د فاطمې رض غوږونو ته ورسېده، د حویلۍ په دروازه کې ودریده، رسول الله صلی الله علیه وسلم په ډېر تمکین راروان دی، فاطمې ښه استقبال وکړ، کوټې ...
نور ولوله

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک