No-IMG

د ابو ذر وظیفه غوښتنه

   په رسول الله ﷺ ډېر ګران صحابي ابو ذر رضي الله عنه له رسو الله نه د ځان لپاره د وظیفې غوښتنې کیسه کوي او وایي: مال کومه وظیفه او دنده نه راکوې؟ هغه پخپل لاس په ولیو کې ووهلم او راته کړه یې: ابو ذره! ته کمزوری یې او وظیفه او دنده امانت ده او دا د اخرت په ورځ شرمندګي او پښېمانې ده، مګر د هغه چا لپاره نه ده چې د دندې حقوق پوره کړي او د ده چې کوم مسؤلیت یې هغه په سمه توګه ترسره کړي. (رواه مسلم رقم: 3404).

    د مسلم بل روایت کې راغلي رسول الله ﷺ ابو ذر ته وفرمایل: ابو ذره! ته ما ته کمزوری ښکارې او زه ستا لپاره هغه څه خوښوم چې ځان ته یې خوښوم، ته هیڅکله د دوو کسان لپاره هم مه امیر کیږه او مه د یتیم د شتمنې سرپرستې کوه. ابو ذر رضي الله عنه څنګه کمزوری و؟! هغه چې مکه کې اسلام قبول کړ د مکې د ظالمانو مشرکانو منځ کې یې په ډاګه خپل اسلام اعلان کړ، چې هغو بیا سخت وواهه. بیا خپل قوم بنو غفار ته ولاړ د هجرت تر وخته یې هغوی ټول مسلمانان کړل او ډله یې رسول الله ته وروستل! نو ابو ذر څنګه کمزوری و؟!

     دا ډول قوت او ځواک جهادي مېړانه او زړورتوب دی، یا دعوتي بیداري او هوښیاري ده، ښکاره خبره ده هر کار ځانګړې وړتیاوې غواړي، دولتداري او حکومتولي بېل صفتونه او ځانکړې وړتیاوې غواړي چې هغه په ابو ذر کې پوره نه وې، ابو ذر سخت تېز او توند مزاجه و او له دې سره په ټولو صحابه و کې د زُهد او دنیا پرېښودنې په اړه هغه بېل نظر لاره چې د هغه مهال ټولنه کې هم د زغم وړ نه و. ږ

    نو ځکه هغه رسول الله له دندې او د یتیم له سرپرستې منعه کړ. هغه په رسول الله ډېر زیات ګران و، خو پر امت له مهربانه پیغمبر ﷺ سره د خپل ولس دومره غم و چې په دې برخه کې یې خپل او ملګری پالنه شاته غورخوله. ځکه امام النووي رحمه الله لیکي چې د رسول الله دا خبره (ابو ذره! ته کمزوری یې او وظیفه او دنده امانت ده) د والیانو او چارواکو ټاکنه کې خورا لوی اصل او قاعده ده. یعني د ولسي چارو په سمبالښت کې له دینداري، ج هادي او دعوتي مهارتونو پرته د حکومتولۍ او هر کار ځانګړي مهارتونه په نظر کې نیول لازمي دي چې هغه د هر کار پخپل تخصص سره هم تعبیرولی شو.

لطفاً لیکنه شیر او کاپي کړئ.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک