واکمنو سره مرسته
عمر بن عبد العزيز رضي الله عنه د شام یوه سړي ته وویل: ستاسو خواته زموږ چارواکي څنګه دي؟ سړي ورته وویل: امیر المؤمنین! چې سترګې مینه ناکې شی؛ د نهرونو اوبه خوږې شي! التذكرة الحمدونية (٤/ ٩٥)
یعني واکمنو سره چې مینه پیدا شي نو د هغو کړنې ښې ورته ښکاري او د هغوی کمزوریو ته زیاته توجه نه کوي. د دې پر خلاف څوک چې له واکمنو سره کرکه لري نو د هغو ښه کارونه هم بد ورته ښکاري. متاسفانه ګوند پرست او اشخاص پرست خلک دا ستونزې ډېرې لري او د هر چا چې دا مرض څومره زیات وي هغومره به یې ستونزې زیاتې وي.
باید زیاته کړم چې واکمن سره ښې اړیکې او مینه په مناسب اندازه په کار ده نه د افراط تر حده، ځکه افراطي مینه د واکمن غلطۍ او ظلمونه هم بښلی شي او واکمن که هر څومره ښه وي په ظلم او غلطي یې باید سترګې پټې نه شي، بلکې په ډاګه دې ورته په ګوته شي او دا هم له هغه سره مرسته ده. نو له واکمنو سره د ولس په مرسته ټولنیز عدالت رامنځته کیدلی شي او د ښه کار ستاینه او د بد هغه غندنه دواړه له واکمن سره مرسته ده. {انْصُرْ أَخَاكَ ظَالِمًا أَوْ مَظْلُومًا}
