ټولنيزې ليکنې
تر اوسه پوری انسانیت مړ ندی
خالده ضیا
شیخ بدر بن محمد سلطان د سعودي هېواد یو دیني عـالم او قاضي دی، تقریبا لس ورځې وړاندې نوموړي د سعودي هېواد شمالي خوا ته د سکاک په ښار کې له يو څو یتیمانو څخه د دوه نیم لکه (۲۵۰۰۰۰) ریالو په بدل کې یو باغ واخیست.
باغ چې څنګه د شیخ صیب ملکیت ته داخل شو، نو د سعودي دولت ور سره اړیکه ونیوله او ورته یې وویل، چې ستاسو په باغ کې یو سړک تېرېږي، چې په بدل کې به یې تاسو ته یو نوي لکه او دېرش زره (۹۱۳۰۰۰۰) ریاله درکړل شي.
شیخ سلطان له یتیمانو سره اړیکه ونیوله او ورته یې وویل، چې:
خپله ځمکه مو بېرته واخلئ، اګر چې په قانوني ډول زما ده، خو د دې پیسو اصلي حقداران تاسې يئ....
نور ولوله
تر اوسه پوری انسانیت مړ ندی
خالده ضیا
شیخ بدر بن محمد سلطان د سعودي هېواد یو دیني عـالم او قاضي دی، تقریبا لس ورځې وړاندې نوموړي د سعودي هېواد شمالي خوا ته د سکاک په ښار کې له يو څو یتیمانو څخه د دوه نیم لکه (۲۵۰۰۰۰) ریالو په بدل کې یو باغ واخیست.
باغ چې څنګه د شیخ صیب ملکیت ته داخل شو، نو د سعودي دولت ور سره اړیکه ونیوله او ورته یې وویل، چې ستاسو په باغ کې یو سړک تېرېږي، چې په بدل کې به یې تاسو ته یو نوي لکه او دېرش زره (۹۱۳۰۰۰۰) ریاله درکړل شي.
شیخ سلطان له یتیمانو سره اړیکه ونیوله او ورته یې وویل، چې:
خپله ځمکه مو بېرته واخلئ، اګر چې په قانوني ډول زما ده، خو د دې پیسو اصلي حقداران تاسې يئ....
نور ولوله
سټريس يا غم نه څنګه خلاصون موندلی شو؟
په دې موضوع ډېر کتابونه ليکل شوي البته زما د تجربې پر اساس دا ( توجو ) او ارتکاز پورې اړه لري ، هر کله چې زموږ او ستاسې توجو خپل ماضي ، قرضدارې ، د يو چا بدې خبرې ، کورني مشکلاتو ته لاړه شي نو د دسې خبرو ياداشت انسان ته ذهني تعذيب ورکوي ، دا ذهني تعذيب انسان د تخليقي فکر او د مسايلو حل کولو فکر څخه منعه کوي .
هر کله چې انسان خپل تمرکز او توجوو کنټرول کړي هغه انسان بيا خپل خيالات هم کنټرول کولی شي ،
توجوو دسې کنټرول کېږي لکه څنګه چې يو وړوکی ماشوم بيا بيا د يو څيز نه معنه کوې او هغه بيا هم هغه طرف لاس وړي ، تمرکز هم په ابتدايي وختونو کې هغه خيالاتو طرف ځي چې په کومو ته تعذيب کېږي ، نو هغه وخت به ته خپل تمرکز مثبت اړخ ته ويسې ، مثال : د شپې دې په بالخت سر کېښود ، تاته قرض دا...
نور ولوله
ايا سندرو او هنر ته اړتيا شته؟
نه يوازي زه
بلکه زموږ ټول مرستندوى وروڼه خويندي له ډمبکو ډنګ ډونګ سره وران يو، مګر د ميډيا په اوسني دور کي د بل هيواد فرهنګي يرغل چي عموما د تلويزون ميډيا له لياري عام دى او ولس ورڅخه منع کول ساتل ناممکن دي، ځکه چې د خلکو افکار کترايزيشن کوي اړتيا لري يا خو بايد د وخت حکومت عاجل تکړه هنرمندان وروزي چې د خپل ولس کترايزيشن په مطلوب داسي ډول وکړي چې هم د بهرني فرهنګي يرغل دفاع شوي وي او هم د ولس خواهش مشبوع او هم ملي او حد اقل اسلامي او ژور علمي فکر پيدا کړى وي
طالبان يا شل کلن انډوخر به ولي دا کار کوي? يو (طالب) د افغان دود، هنر فرهنګ، ژبي تاريخ د له منځه وړلو لپاره فکري روطب شوى او ټامي بيا د ټولو افغانانو افکار د هر چا لخوا اشغال کولو او هيواد دين وطن هرڅه پلورلو لپاره
لنډه دا چې طالب د ټامي...
نور ولوله
ناکام څوک دی؟
داکتر فاروق اعظم
یو چا د ښه سبق ویلو فرصت پیدا نه کړ او یا یی ونه وایه؛ ځان ناکام بولي. یو ځوان بیکاره دی او پیسه نه لري؛ ځان خوار او په ژوند کی پاته ګڼي. یو څوک د یو شی ارزو لری، خو نه وررسیږی؛ ځان بدبخت او پاته بولی. یو شمیر خلک په ټولنه کي، حتی پخپله کورنۍ کي ځانته هغه مقام او عزت نه ګوري چی دی یې ځان مستحق ګڼي. خلک صلاحیتونه لري، خو ځینی یې کار نه سي ورڅخه اخیستلای. یو چا ته نور کامیاب، پر بام یا د غره سرته لوړ ختلی ښکاري؛ خو خپل ځان په څاه یا د سوزانه دښت په ژورو کندو او ګړنګونو کی ګوري. هیڅ امید یی نه وي چی یوه ورځ به دی هم بریالی او ښه ژوند ولري. دی خپلو محدودیتونو ته تسلیم دی او پر خپل وړتیاو بی باوره دی؛ ژوند ورته بی معنی حتی د وجود پر اوږو یی بار ګڼي....
نور ولوله
د پور نه پرې کولو په اړه سختې
محمد بن عبدالله رضي الله عنه وایي: موږ له رسول الله ﷺ سره ناست وو، چې هغه اسمان ته سر پورته کړ، بیا یې خپل رغوی پر خپل تندي کېښود، بیا یې وفرمایل: سبحان الله! (د الله تعالی له لورې) څومره سختې راښکته شوه! محمد وایي: موږ چوپ پاتې شوو او ووېریدلو، کله چې سبا شوه، پوښتنه مې ورنه وکړه، مال یا رسول الله، څه سختې راښکته شوه؟ هغه وفرمایل: په هغه الله مې قسم چې زما ځان یې په واک کې ده، که یو سړی د الله لاره کې ووژل شي، بیا راژوندی شي، بیا ووژل شي او بیا راژوندی شي او بیا د الله لاره کې ووژل شي خو پر هغه د چا پور باندې یي؛ تر هغه وخت به جنت ته داخل نه شي څو یې پور ورنه پرې نه کړل شي.
عن محمد بن عبدالله بن جحش قال: كنَّا جلوسًا عندَ رسولِ اللهِ ﷺ، فرَفَعَ رأسَ...
نور ولوله
سعودي کي د عربی او اندونيزيايي ښځو نادره کيسه
ژباړه: دکتور حزب الله ناصح
دا يوه واقعي کيسه ده چې درته يې له عربي ژباړم.
د رياض ښار ته نږدې يو کلي دي چې حريملا نومېږي. ددې کلي يو ورور کيسه کوي.
ددې کلي يوه ښځه د وينې په سرطان مبتلا شوه، الله تعالی د مونږ ټول وساتي
او د خپل کار لپاره يې له اندونيزيا يوه ښځه راوغوښته...
دا ښځه ډېره دينداره او دښو اخلاقو خاونده وه....
او د يوې هفتې په دننه کې ښځه متوجه شوه چې دا خادمه په تشناب کې ډېر وخت تېروي...
او ډېره تشناب ته هم ځي...
ترېنه يې وپوښتل چې ته ولې په تشناب کې ډېر وخت تېروې؟
خادمه په ژړ...
نور ولوله
څلور ډوله کورنۍ
اسماعيل حيدر
۱- متعادله کورنۍ Balanced Home: هغه کورنۍ ده چې درې ځانګړتیاوې ولري: اقتصاد یې ښه وي. وګړي یې رواني آرامتیا ولري او د زده کړو په میدان کې هم برلاسي وي.
۲- متلاشي کورنۍ Broken Home: هغه کورنۍ دي چې له پورته درې ځانګړتیاوو څخه یوه یا دوه یې شتون ونلري. بېلګه: اقتصاد یې ښه وي خو رواني آرامتیا او زده کړې یې په نشت حساب وي یا برعکس.
۳- متزلزله کورنۍ Unbalance Home: هغه کورنۍ ده چې پورته درې ځانګړتیاوې لري. خو تر منځ یې توازن نه وي. بېلګه: رواني آرامتیا یې کمه خو اقتصاد ...
نور ولوله
په کرونا اخته مریضانو ته د یو داکتر په صفت لاندې لارښوونې کوم
داکتر احمد
۱- په کرونا اخته مریضان حتی چې په سخت شکل هم مریض وی 99 فیصده باید فکر وکړی چې زه به روغوالی مومم.
۲- هرې خواته په تداوی پسې منډی را منډی مه کوی.
۳- ګرم مایعات زیات واخلی لکه سبزي شوروا ، یخني شوروا د وریجو اوبه چه زیاته مالګه ونلري.
۴- یخې اوبه مه چښی.
۵- انتي بیوتیک مه اخلی او قوي انتی بیوتیک بالکل مه اخلی ولې چې د بدن د ضعیفوالي سبب ګرزي او کرونا ته هیڅ ګټه نلري.
۶- ...
نور ولوله
مثبت فکر کول
زاهد جلالي
اوسنۍ ارواپوهنه کې د مثبت فکر کولو positive thinking د ارزښت او پر انسان او ټول ژوند يې د اغېزو په اړه ډېر ټينګار کېږي. د خوشاله ژوند، سترو لاسته راوړنو او بریا د تر لاسه کولو مهم شرط مثبت فکر کول بلل شوي دي. يو پنځه نوي کلن فيسلوف وايي چې په ژوند کې تر ټولو ستر درس چې ما ترلاسه کړی دی، هغه مثبت فکر کول دي.
دا د ماډرن دنيا د ريسرچونو او مطالعاتو نتيجه ده. جالبه ده چې ټول قرآن مثبت فکر کول دي. ديني سرچينو کې منفي فکر کول او مايوسۍ سخته رټل شوې ده. پر صبر ټينګار، شکر مهم بلل هغه څه دي چې قرآن پرې ټينګار کړی او د کاميابۍ کيلي يې بللې او دا د مثبت فکر کولو زړي دي. قرآن وايي چې مايوسي د کافر عادت دی. ...
نور ولوله
خپل ځوانان له ابهامه وباسئ
موږ ۱۲ کاله ښوونځي کې هره موضوع لولوو، خو دا راته نه ویل کېږي چې راتلونکي کې به څه کوو؟
بیا چې پوهنتون ته لاړ شو، یوه رشته د مجبورۍ له مخې وټاکو، بیا هم راته نه ویل کېږي چې راتلونکي کې به څه کوو؟
له پوهنتونه چې فارغ شو، بیا هم راسره د خپل ژوند او راتلونکي په اړه هېڅ پلان نه وي. څه مو چې لوستي وي، لکه درانه پېټي راته په اوږو پراته وي.
له پوهنتون وروسته که څوک بختور وي، نو پر دې پوه شي چې د څه کولو وړتیا لري او که ډېر بختور وي، په هماغه برخه کې ورته د فعالیت کولو اجازه یا زمینه برابره شي.
زیاتره خلک بیا په همدې وخت کې د ځان جوړولو او رسولو هڅه کوي او کله چې په کې یوه ځای ته رسېږي، ځان پسې چې مخ اړوي، وخت ورنه تېر وي او پخوانۍ انرژي په ک...
نور ولوله
لاندې مادې ولولئ او د خپل ځان په اړه منصفانه قضاوت وکړئ!
*که چېرې په هوټل،, د بل چا په کور يا بل ځای کې د خپل کور په نسبت په چای کې ډېره بوره اچوئ يا ډېره ګوړه او نور خواږه په چای پورې نوش جان کوئ تاسې کېدای شي يو فاسد انسان يئ!
*که په عمومي تشناب يا د بل چا په تشناب کې د خپل کور د تشناب په پرتله ډېر کاغذ تشناب مصرفوئ تاسې يو فوق العاده غل يئ چې موقع په لاس درشي د چا په مال به صرفه ونه کړئ. (د لوټو وال خو بيخي په حساب کې نه راځي)
،*که چېرته مو په هوټل کې دخوړو مصرف نور خلک پرې کوي او تاسې نس ورته جوال کړئ او تر غوږو ځان ټنډوئ تاسې يو حريص کس يئ.
*که داسې يو څوک يئ چې په کتار کې هر وخت ځان مخته مخته کوئ، احتمالا چې دنده ترلاسه کړئ تاسې به له خپلې دندې او منصب څخه...
نور ولوله
د انسان فکري اړيکه د احساساتو سره اړيکه لري
لکه څرنګه چې د انسان فکري اړيکه وي همداسې د احساساتو هم اړيکه وي.
مثال کله نا کله انسان خفه وي نو په هغه وخت کې ورته غمګين اواز اوريدل خوند ورکوي لامل يې دا دی چې د ده احساس او د هغه اواز خپلو کې اړيکه جوړه شي ،
همدا لامل وي چې بعض وخت موږ د يو فلسفي يا غمګين سړي عکس وګورو نو يو قسم اړيکه او کيفيت پيدا شي ،
لامل يې دا وي چې په عکس د هغه شخص په څيره د هغه د زړه احساس څرګند وي نو د هغه احساس لامله هغه سره يو قسم اشتراک جوړ شي ،
بعض وخت يو شاعر شعر اوايي ته به حيران شې چې دا يې سه بګته يا (شتئ ) وويشتله خو بل شاعر به ورته واه واه او ارشاد ارشاد کوي ، لامل يې دا وې چې موږ فقط د شاعر الفاظو ته ګورو او بل شاعر د شعر سره سره د شاعر احساسات هم درک کوي...
نور ولوله
د زړې ګړۍ حکمت
هوښیار خپل زوی ته زړه ګړۍ ورکړه، ورته کړه یې: د دې ګړۍ عمر (500) کاله ده، مخکې له دې چې دا ګړۍ تا ته درکړم ته یې یو ځل بازار کې قیمت معلوم کړه، بازار کې فلاني مارکیټ کې د ګړۍو دکان ده، هغه ته یې وروړه، وګوره چې هغه یې په څو ارزوي، د هوښیار زوی هغه ته ورغی بېرته راغی، پلار ته یې وویل: هغه ویل چې دا زړه ګړۍ ده ایله پینځه ډالره قیمت لري.
پلار یې ورته وویل: بازار کې فلاني ځای کې د انتیک سامان دکان دی، هغه ته یې وروړه، ځوان هلته ورغی، هغه چې ګړۍ وکتله په لس زره ډالره یې ورنه وغوښتله! هلک پلار ته راغی، ول هغه په لس زره غوښتله. پلار یې ورته وویل د ښار فلان ځای کې لوی موزیم دی هغه ته یې وروړه ، هلک موزیم ته ورغی، هلته یې لرغون پوه راوغوښت، هغه ګړۍ ته دوه ملیونه ډالره قیمت وټاکه...
نور ولوله
په زندان کې هر څه واضح دي
سعيد صالح يو مصری هنرمند وه چې اوس وفات شوی.
له زندان څخه له وتلو وروسته یې په يوه تلويزوني مرکه کې د زندان په هکله وويل:
- ګوره په زندان کې هر څه واضح دي .
دغه ، د مخدره موادو تجار دی، هغه بل قاتل دی ، دريم ، غل دی ، څلورم يې بي ګناه زندان ته راوړل شوی .
_ ټول به سره راټول شوو په يوه مصلی به لمانځه ته ودريدلو، او يوه خدای ته به مو زاری کولی.
هر څه واضح وو هيچا هم منافقت نه کولو څه يې چې په زړه وو هغه يې په خوله و.
نه غله بزرګي کوله، نه دووس د عزت دعوا کوله ، او نه ټګمار د ملايې دع...
نور ولوله
