ټولنيزې ليکنې

د اجتماعی بدلونونو لار

په یوه ټولنه کی اجتماعې, اقتصادې او سیاسې تحولات او بدلونونه هغه وخت اغیرمن وې او مثبتی پایلې لري چی نوموړې بدلونونو خپله طبیعی لار وهلې وي. د تحولاتو میوه هغه وخت خوږه وې چې د وخت د مختلفو موسمونو په سړو او تودو کی ورو, ورو  پخه شې, په خپل مناسب وخت کی راټوله شې او په خلکو وویشل شي. هغه میوې چې د وخت له مخه راټولې شي, خامی وې. خامی میوې که په اومه شکل وخوړل شې او یا په مصنوعی توګه پخې شې, د انسان صحت ته ضرر رسوې. همدارنګه هغه تغیرات چې خلکو په طبیعي توګه نه وې منلې او په زوره پر هغوی تحمیل شوې وې, ملتونه او اولسونه په ډول, ډول اجتماعې, اقتصادې او سیاسې امراضو او مشکلاتو اخته کوي. د الله ج د استازو او پیغمبرانو لار ...
نور ولوله

د غریب قرباني!

د قربانۍ قیمتي او ښایسته پسه یې خپل مزدور ته ورکړ چې د بر کلي فلاني غریب ته یې وروله، مزدور ته یې په ټینګار سره وویل که یې پوښتنه درنه وکړه چې پسه چا رالیږلی، نو زما نوم مه ورته اخله، ورته وا یوه د خیر سړي درته رالیږلی. سبا یې هغه غریب د مال په مېله کې ولید چې هغه د ده پسه ورسره دی، خرڅوي یې! ده له روغبړ وروسته د پسه په اړه وپوښتی، هغه ورته کړه دا کوم د خیر سړي رالیږلی دی، ده ورته وویل نو ولې یې خرڅوې؟! هغه سم ځواب نه ورکوه، خو د ده په ټینګار سره یې ورته وویل: د دې لپاره یې خرڅوم چې دا ډېر قیمتي پسه دی، د ده په پیسو دوه برابر پسونه اخلم، یو مې زما یوه ګاونډي ته ورکوم چې هغه هم ډېر غریب دی!! الله تعالی دې موږ کې داسې بې ریا شتمن او داسې اخلاصمن غریبان پیدا...
نور ولوله

په خدای ج توکل وکړئ

غره ختونکي غوښتل نړیوال ریکارډ جوړ کړي؛ نو یوازې یې د غره د دنګو مزل پیل کړ. د غره د لوړې څوکې مزل پرې وغمېد او شپه پرې راغله. تورو ورېځو اسمان ونیوه چې حتی لنډه فاصله د لیدو نه وه. د ستومانه غره ختونکي پښه وښوئېده او لاندې یې سقوط وکړ. د لوېدلو په حال کې یې نامکمل ارمانونه او هغوی چې ورته ډېر ګران وو، سترګو ته ودرېدل؛ مرګ سره یې لنډه فاصله احساسوله چې ناڅاپه د پړي د سر اوسپنیز غاښونه چېرته ونښتل او سړی په هوا کې زوړند پاتې شو. په ژورو ساه ګانو کې یې د خدای شکر ادا کړ او ویې ویل: خدایه! په تا باور او ایمان وژغورلم. په ترږمیو کې یې یو غږ واورېده: که رښتیا باور لرې، نو پړی دې پرې کړه او ځان وغورځوه. سړي د دې خبرې په اورېدو لاندې وکتل، یوازې توره تیاره یې لیدله؛ نو فکر یې وکړ چې د دَرې تل ک...
نور ولوله

د یوه باز کیسه

کیسه_کا یوه پاچا ته چا دوه ښایسته بازان ډالۍ کړل، هغه د بازانو مشهور روزونکي ته وسپارل چې روږدي یې کړي. څو میاشتې وروسته د بازانو روزونکي پاچا ته وویل چې یو باز د اسمان په څنډو کې ښایسته او په زړه پورې الوت کوي او دا بل چې الوت ته پرېږدم څنګ ته ونې ته ورشي او هلته د ونې پر یوه خاښ کېني او چې هر څه پرې وکړم له هغه ځایه نه ښوري!      پاچا د هیواد له مختلفو سیمو ډاکټران او د مارغانو مختلف ماهرین راوغوښتل، څو د دې باز په اړه څه وکړي، خو هغوی ټولو ونه کړی شوی چې دا باز والوزوي. پاچا له ډېرو سوچونو وروسته خپلو کسانو ته وویل: ولاړ شئ، له کلیوالو سیمو کوم هوښیار بزګر راولئ او هغه یې راوست، هغه ته یې د باز ستونزه وویله، هغه ورته وویل زه یې نن شپه ګورم. سهار چې پاچا راپورته شو، ...
نور ولوله

انساني اندازې څومره غلطې خېږي!

    ام عبد الله بنت أبي حثمة رضي الله عنها وایي: د حبشې هیواد ته د هجرت کولو لپاره مې تیاري کوله چې عمر بن الخطاب (دا مهال یې لا اسلام نه و منلی) زموږ خواته تېریدی او راوګرځیدی. دا مهال عمر پر مسلمانانو سخت ظلمونه کول، عمر ورته وویل: اې ام عبد الله چرته د تګ اراده لرئ؟ هغې ورته وویل: په الله قسم، هو چرته ځو، تاسو خو پر موږ ظلمونه کوئ، موږ د الله ځمکه کې وځو، که چرته الله تعالی د ارام کوم ځای راته پیدا کړي.     عمر چې د ام عبد الله خبرې واوریدلې هغې ته یې وویل: الله مو ملګری شه، دا خبره یې چې وکړه، څېره کې یې د نرمې نښې ښکاره شوې، ژړه غونی غوندې شو او روان شو. څه ځنډ وروسته د ام عبد الله مېړه راغی، هغې د عمر کیسه ورته وکړه او زیاته یې کړه چې ما ته داسې معلومه ...
نور ولوله

په غچ اخیستلو دولت نه جوړېږي؛ د نیلسن منډیلا بېخي نادره کیسه

    د جنوبي افریقا د ازادۍ نوموتی اتل نیلسن منډیلا پخپلو یادښتونو کې لیکلي: زه چې ولسمشر وټاکل شوم، خپلو پیره دارانو ته مې وویل: راځئ په ښار کې پیاده چکر ووهو. ښار کې د چکر پر مهال یوه هوټل ته ننوتلو، په یوه مېز راتاو شوو او هر چا د خپلې خوښې خوراکونه راوغوښتل. موږ چې د خوراکونو راوړلو ته په انتظار وو دا مهال مې زموږ څنګ ته په یوه سړي سترګې ولګېدلې، هغه هم خوراک ته انتظار و، ما خپل یوه پیره دار ته وویل: ورشه! هغه سړی راوله چې دلته زموږ سره ډوډۍ وخوري. هغه ورغی او سړی یې راوست.      سړی چې راغی زما څنګ ته مې کېنوه، خوراکونه راغلل او موږ یې په خوړلو پیل وکړ، خو د هغه سړي له تندي خولې روانې وې او لاسونه یې رېږدېدل، دومره چې ګوله یې په سمه توګه خولې ته نه شو...
نور ولوله

خبرې څلور ډوله دي

1-هغه خبرې چې ګټه نه لري، خو د بدې پایلې خطره یې وي. ښه خبره دا ده چې دا ډول خبرې باید ونه کړل شي. 2-هغه چې د ګټې امید یې نه یي او د بدې پایلې خطر یې هم نه یي. دا ډول خبرې هم باید ونه کړل شي، څو ژبه او بدن ارام واوسي. 3-هغه خبرې چې ګټه نه لري، خو د تاوان خطره یې زیاته یي. دا ډول خبرې سخت او هلاکوونکی مرض ده. 4-هغه خبرې چې ګټه لري او شر و تاوان نه لري، دا ډول خبرې باید وکړل شي او دا ډول خبرې باید نشر شي. دا خبرې له ابراهیم بن ادهم رحمه الله نه روایت شوې دي، د هغه شاګرد ابو اسحاق وایي: ابراهیم به ډېرې کمې خبرې کولې، ما ورته وویل: خبرې راته وکړه؟ هغه راته وویل خبرې څلور ډوله دي. (عيون الأخبار ...
نور ولوله

چرا بعضی ها تحمل ذکر خیر هیچکس راندارند؟

درجمع از دانشمندان نشسته بودم تعداد شان ماستر و دو سه شان در مرحلهء دکتورا قرار داشتند، در وطن  ماسند داکتری نزد اکادیمیسن ها معنای آنرا دارد که او جامع الکمالات بوده حرف او حرف است اینکه این برداشت برای همه دارندگان این سند صدق می کند یا نی؟ حرف جدا است به هر صورت،درین مجلس ازچند تن از بزرگان در بخش های مختلف علمی،فرهنگی و اجتماعی یادی شد یکی از دوستان که در مرحله دکتورا قرار داشت بسیار با الفاظ صریح و رکیک به جرح هر کدام پرداخت،من تعجب کردم و فقر و پسمانی جامعه را در ذهن خود تصور کردم که ما واقعا در رفع مشکلات فکر نمی کنیم و حتی نمی دانیم که در فاجعه آفرینی  و ازدیاد مشکلات به گونه دیگری ما ملوث هستیم،اصلا به فکر آن نیستیم که وضعیت کشور ما چگونه است؟ و از ما به عنوان اینکه چند کلمه ای را یاد داریم چ...
نور ولوله

مشران برکتي یي

    رسول الله ﷺ فرمایي: برکت او ډېر خیر ترلاسه کول له مشرانو سره یي. عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللَّهِ ﷺ : الْبَرَكَةُ مَعَ أَكَابِرِكُمْ. أخرجه ابن حبان (559)،والطبراني في المعجم الأوسط (8991)، وابن عدي في الكامل في الضعفاء (2/77) والحاكم في المستدرك    عموما په عمر مشران خلک ښې تجربې لري، له شر او فتنو لېري شوي او د ښو او خیر لور ته نږدې شوي یي، نو په خبرو کې یې خیر یي، په مشورو کې یې برکتونه یي، له هر چا سره یې خواخوږي زیاته یي او په هر چا شفقت او مهرباني کوي. نو مشران برکتي یي. ...
نور ولوله

یار د بل درومې او زه ورپسې ژاړم

    یوې بوډۍ مېرمنې ایکې یو زوی درلود او له هغه سره یې ډېر دخوند او خوشالي ژوند تېروه، د الله تعالی امر و یوه داسې سپیره ورځ هم په دې بوډۍ راغله چې دا د زړه ټوټه یې الله ورنه واخیست، زوی یې مړ شو او په بوډۍ باندې د غم او وېر تورې وریځې راغلې.     بوډۍ ډېر غم د لیونتوب پولې ته ورسوله ، له ډېره غمه د سیمې حکیم ته ورغله او ورته ویې ویل : حکیم صاحب خامخابه یوه داسې نسخه راته تیاروې چې زوی مې بېرته راژوندی شي ! هغې ټینګار وکړ چې دا کار که څه هم ډېر سخت او ناشونی دی خو ته به یې کوې . حکیم صاحب یوڅه چوپ پاتې شو اخیر یې ورته وویل : دا کار به زه په یوه شرط در ته کوم او هغه داچې ته به ما ته یوه د ږدن دانه راوړې او له داسې کورنۍ به یې راوړې چې هغې کورنۍ په خپل ټول ژوند ...
نور ولوله

ملګري او د هغوی ښه او بد اثر

د نن ورځې حدیث:  ملګري او د هغوی ښه او بد اثر د ابو هریرة رضي الله عنه نه روایت دی چې رسول الله علیه افضل الصلاة والسلام وفرمایل: " الرَّجُلُ عَلَى دِينِ خَلِيلِهِ ، فَلْيَنْظُرْ أَحَدُكُمْ مَنْ يُخَالِلُ " انسان د خپل ملګري (دوست) په دین وي، تاسو وګورئ چې تاسو له چا سره ناسته او ملګرتیا کوۍ. ابو داود ترمذي او نور امام ذهبي رحمه الله په سیر اعلام النبلاء کې راوړي: الـريونـدي به د رافضه او ملحدینو سره ملګرتیا ، ناسته او مجلسونه کول،  کله به چې هغه ته ددغو سره د ناستي او مجلسو نه د لرې کیدو خبره کیده، هغه به ویل...
نور ولوله

ناهيلی مه اوسئ

داکتر فاروق اعظم   دا د الله ﷻ سنت او د طبیعت مسیر دی چې له هرې تیارې وروسته رڼا ده او هر ماښام پسې سبا وي. تر سختۍ وروسته اساني او تر زحمت ورسته راحت دی. ښادي د غم په زانګو کې زانګي او بری د تکلیفونو په غېږ کې لویږي، همدا سختۍ دي چې آرامۍ ته خوند او مفهوم ورکوي.ټینګ ایمان او مستمر کوښښ دی چې انسان پر سختیو بریالی کوي. د بریالیتوب درجه د ایمان د قوت او تلاښ په اندازې پورې اړه لري. پر موسی (ع) او یارانو یې ډیره سخته وه. د فرعون له ظلمه د سینا پر خوا فرار سول. فکر یې کاوه چې تعقیب به نه سي. خو فرعون او لښکر یې ورپسې و. موسی (ع) او ملګري یې بحر ته نژدې سول. پوه سول چې فرعونیان یې اوس هم تعقیبوي. وویریدل چې څه به کوي؟ شاته فرعون او لوی لښکر یی او مخته بحر. د فرار بله لار نه وه. چی څو...
نور ولوله

خود بزرگ بین !

عده ئی را میبینی آنقدر خود بزرگ بین ومتکبر اند و دیگران را هیچ میدانند که گویا موتر زره شیشه سیاه زیرپای و دالرهای که در حساب بانکی شان هست را از آبله کف دست و یا از حرفه وفنی که یاد دارند بدست آورده باشند . در حالیکه میدانند که ماهم میدانم این همه پول و زندگی از کجا آمده و حق کی ها را دارند میبلعند . اینرا هم میدانیم که گاهی وجدان شان الماسک میزند وبرای شان میفهماند که توهیچ هستی ، نه عزت ، نه شزف ، نه حیثیت ونه هم در نزد آنهای که ضمیرشان آگاه هست جایکاهی دارید و پایان بدی در انتظارتان هست و از هر افغانی اش باید حساب پس بدی ، هرلقمه نان لذیدی را که میل میکنی مال تیم ها و بیوه زن هایی هست که با شگم گرسنه خوابیده اند . وگرنه تو آنقدر ناتوانی که توانایی خر...
نور ولوله

مجرد ځوان او په خپله خوښه واده!

د «ابن عربي» په اقوالو کې راځي: صالحه مېرمن داسې ده؛ لکه رزق او روزي. دا به الله تعالی درته رسوي، دلته کوښښ نه؛ بلکې نیت، تقوا او صبر نتیجه ورکوي. په کومو اوصافو یې چې غواړې الله پاک هغسې مېرمن درته پیدا کوي. د بیت المقدس د فاتح (سلطان صلاح الدین ایوبي) پلار «نجم الدین ایوب» هېڅ واده نه کاوه، آخر یې ورور (اسد الدین) ورته وویل: اې ورورجانه! ته ولې واده نه کوې؟ هغه ورته وویل: داسې نجلۍ مې پیدا نه کړه، چې زما په زړه وي او زما د اصلاح سبب شي. - ما یوه نجلۍ لیدلې ده، واده ورسره کوې؟ ...
نور ولوله

د یوه عراقي سیاستوال کیسه

    د عراق د شاهي دور لومړی وزیر نوري السعید به د بغداد ښار یوه بازار کې په یوه سلماني باندې سر جوړوه، کله به چې سلماني هغه ته سر ورجوړ او ورومینځه نو زوی به یې دستپاک په لاس ورته ولاړ و، لومړي وزیر به چې سر پاک او وچ کړ نو د سلماني زوی ته به یې څه بخشش او پیسې ورکړي. او د سلماني زوی به هر وخت دا چل کوه.     کلونه تېری شول د سلماني زوی له لیسې فارغ شو او پوهنتون ته د داخلیدا وخت یې راغی، کله چې لومړی وزیر نوري السعید د دوی دکان ته راغی، سر یې جوړ کړ، د سلماني زوی دستپاکر ورته وړاندې کړ، وروسته یې چې پیسې ورکولې هغه انکار وکړ! لومړی وزیر حیران شو، خو د پیسو نه اخیستلو په اړه یې پلار ورته وویل:    دا ځل زما زوی پیسې نه غواړي، بلکې زما زوی ا...
نور ولوله

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک