ناکام څوک دی؟
داکتر فاروق اعظم
یو چا د ښه سبق ویلو فرصت پیدا نه کړ او یا یی ونه وایه؛ ځان ناکام بولي. یو ځوان بیکاره دی او پیسه نه لري؛ ځان خوار او په ژوند کی پاته ګڼي. یو څوک د یو شی ارزو لری، خو نه وررسیږی؛ ځان بدبخت او پاته بولی. یو شمیر خلک په ټولنه کي، حتی پخپله کورنۍ کي ځانته هغه مقام او عزت نه ګوري چی دی یې ځان مستحق ګڼي. خلک صلاحیتونه لري، خو ځینی یې کار نه سي ورڅخه اخیستلای. یو چا ته نور کامیاب، پر بام یا د غره سرته لوړ ختلی ښکاري؛ خو خپل ځان په څاه یا د سوزانه دښت په ژورو کندو او ګړنګونو کی ګوري. هیڅ امید یی نه وي چی یوه ورځ به دی هم بریالی او ښه ژوند ولري. دی خپلو محدودیتونو ته تسلیم دی او پر خپل وړتیاو بی باوره دی؛ ژوند ورته بی معنی حتی د وجود پر اوږو یی بار ګڼي.
سره له دې چی یاد سوي کسان ځانونه ناکام ګڼي؛ خو زه یی ناکام نه بولم. ناکامی او کامیابي سره تړلي دي. راحت د زحمت زیږنده دی او خوشحالي د غم په زانګو کی زانګي. موږ انسانان محدودیتونه لرو او په دی پراخه او پیچلې نړۍ کی هرڅه زموږ په کنترول او د اختیار په دائره کی نه دي. خو داسی هم نه ده چی زموږ هیڅ په وس نه دي پوره. موږ ډیر څه کولای سو. زما په نظر واقعي ناکام هغه دی چی ولوید او بیا یی د ځان د راپورته کیدو هڅه ونه کړه. موږ یی له ماشومانو باید زده کړو چی لویږي او بیا پورته کیږي. لویدل او پورته کیدل د ژوند یو طبیعي مسیر دی. موږ هغه وخت ناکام یو چی دغه فطري مسیر پریږدو. په ژوند کی زما د بریالیتوب لوی سبب زما نه ستړی کیدونکی تلاښ دی. ما تل په ناکامي کی د کامیابۍ لپاره سرمایه ګذاري کړیده.
غواړم دلته د سترګو حال او یوه واقعي کیسه درسره شریکه کړم چی څنګه یو لویدلی ځوان ځان راپورته کړ. پوهنتون کی وم. د عبدالخالق په نوم یو ځوان مي په اول ټولګۍ کی همصنفی و. د ولایت نوم یی د مصلحت له مخی نه اخلم. درس یی نه وایه؛ ناکام سو. بل کال هم ناکام او له پوهنځئ اخراج سو. څو کاله ورسته می عبدالخالق بیا ولید. ما ویل: څه کوې؟ ویل پوهنتون وایم. ما ورته وویل: ته خو اخراج سوې، نو بیا یې څنګه وایي؟ خپل تاریخی سرګذشت یی داسی راته بیان کړ:
کله چی له پوهنتونه اخراج سوم؛ کورته ولاړم. په څه کار می ځان مشغول کړ. د وخت په تیریدو زما پخوانی همصنفیان او همزولي له پوهنتونه راووتل، ښه دندی یی پیدا کړې. ماته داسي ښکاره کیده چی هغوی په ژوند کی یو هدف لري او د هغه رسیدو ته روان دي او زه بیهدفه هسی شپه او ورځ تیروم. ځان او کورنۍ خطاباسم. د همزولو په لیدو به ما ځان خجل، بی فایدې او واقعی ناکام احساساوه. ډیر ناآرام وم. فکر به می کاوه چی دا مایوسه ژوند به ترکله تیروم؟ نور می دا ژوند نه غوښت. یو وار د ځانوژنی فکر هم راولوید؛ خو هغه می د دین خلاف ګاڼه او ویل می چی دا دنیا خو می خرابه ده، نو هغه بله ولی خرابه کړم؟ صرف نظر می وکړ. نه پوهیدم څه وکړم. پوهنتون ته د بیا شاملیدو فکر می وکړ؛ هغه لار بنده وه؛ داځکه قانونا ما بیا د پوهنتون د ویلو چانس نه درلود. خو بیله پوهنتون ویلو، ځان می د همزولو سیال هم نه سو ګڼلای. پسله ډیرو فکرونو، فیصله می وکړه چی پوهنتون به حتما وایم. خو څنګه؟ دغه کار ایجابول چی د هیواد مسلط تعلیمی قوانین مات سي. دا ډیر سخت او حتی ناممکن کار و. شخصی پوهنتون نه و چی ما ویلای وای او په دولتی پوهنتون کی ما چانس بایللی و. خو ما اراده وکړه چی بیا یې وایم او دا ناممکن کار ممکن کوم. مور ته می وویل چی زه کابل ته ځم او تر هغو نه راځم چی یا مړ نه یم او یا پوهنتون کی نه یم شامل سوی. مور می هرڅه قناعت راکاوه چی دلته بل کار وکړه، حتمی خو پوهنتون ویل نه دي. ما قناعت نه کاوه. سهار وختی له کوره ووتم، مور می راپسی ژړل، د کابل په موتر کی کښینستم او راغلم. په سبا د ارګ مخته د اعلیحضرت د راوتلو په انتظار کښینستم. هره ورځ سهار ترماښامه به د ارګ دروازی ته مخامخ لیری ناست او دوې سترګی به می دروازی ته نیولی وې چی اعلیحضرت محمدظاهرشاه راووزي. وچه ډوډۍ او اوبه به می راسره اخیستي وه او هغه به می په داسی حال کی خوړل چی سترګی به می د ارګ په دروازه کی ښځي کړیوې. یو څو واري می شک راغی چی دا به د اعلیحضرت موتر وي، خو یقین به می نه و. یو څو واری می فرصت هم له لاسه ورکړ. د دوو اونیو په تیریدو سره پوه سوم چی څه وکړم. بله ورځ مازیګر چی د اعلیحضرت موتر راښکاره سو، ما یو دم خیز کړه او د هغه د موتر مخی ته ورولویدم او د سړک په بره اوږد ورته پریوتم. د اعلیحضرت محافظینو هجوم راباندی راوړ او ټول راباندي پریوتل چی ښور ونه خورم. ما لوی لوی ناری وهلی چی اعلیحضرت همایونی! عرض لرم. بیچاره یم، مجبور یم. پر ما ورحمیږئ. اعلیحضرت د موتر تر کړکۍ خپل یاور ته وویل چی راته رایې ولئ. زه یی لاستړلی په خاورو سپیره ورته وروستم. ویل څه وایی؟ ما ورته وویل: ستا قربان سم. غل نه یم، قاتل نه یم، رهزن نه یم او بخشش هم نه غواړم. له خپل معارف پروره پلار غواړم چی ماته د تعلیم فرصت راکړي؛ مرګ غواړم خو بیعلمه ژوند نه غواړم؛ که نه، دلته ما مړ کړي؛ خون می دربخښلی دی. د خارج بورس نه غواړم. په همدا کابل کی غواړم پوهنتون ووایم. ددی خبري په اوریدو اعلیحضرت حیران سو چی زه څه وایم. داځکه هغوی دداسی یو ساده او مشروع غوښتنی انتظار هیڅ نه درلود. هغوی ښایي فکر کاوه چی کیدای سی د قتل او قصاص کومه قضیه وي چی د عفو یا تخفیف غوښتنه کوم. اعلیضرت په ډیره دلچسپی راته وویل چی ته غواړې تعلیم وکړې او څوک موقع نه درکوي؟ ما ټول جریان ورته ووایه چی زه ناپوه او بدبخت وم چی پر خپل وخت می سبق ونه وایه؛ اوس پښیمان یم او غواړم ویی وایم. په مورد کی د ملوکانه ذات ترحم او لطف غواړم. اعلیحضرت راته وویل: عریضه لرې؟ عریضه می ورکړه او راته ویویل چی د مربوطه وزارت څخه بیا حال واخله. ډیري ورځی وزارت ته ورتلم. یوه ورځ وزیر وروغوښتم او راته ویویل: اعلیحضرت ستا د عرض جریان بیان کړ او ویویل چی پوهنتون کی شامل شې؛ قانون هیڅ اجازه نه درکول. خو اعلیحضرت ویل: یوه لار ورته پیدا کړئ. موږ ویل: هیڅ لار نشته. بالاخره په مشوره اعلیحضرت یو خاص، استثنایي او فوق العاده فرمان صادر کړ او تاسی په پوهنتون کی شامل سواست.
ددغه کیسی په پای کی ښاغلی عبدالخالق دغه بیت راته ووایه او ولاړ.
برو قوي شو ګر راحت جان می طلبی - که در نظام طبیعت ضعیف پامال است
دوستانو! عبدالخالق پوهنتون ووایه، فارغ سو او بیا می واوریدل چی ښه کامیابه او خوشحاله ژوند یی درلود. اوس پوه سوئ چی ناکامي او کامیابي څه ده؟ ناکام څوک دی. عبدالخالق څنګه ولوید او بیرته یی ځان راپورته کړ او څنګه یی ناکامي په کامیابي بدله کړه. فَاعْتَبِرُوا يَا أُولِي الألباب. والسلام علیکم و رحمة الله و برکاته.
