سعودي کي د عربی او اندونيزيايي ښځو نادره کيسه
ژباړه: دکتور حزب الله ناصح
دا يوه واقعي کيسه ده چې درته يې له عربي ژباړم.
د رياض ښار ته نږدې يو کلي دي چې حريملا نومېږي. ددې کلي يو ورور کيسه کوي.
ددې کلي يوه ښځه د وينې په سرطان مبتلا شوه، الله تعالی د مونږ ټول وساتي
او د خپل کار لپاره يې له اندونيزيا يوه ښځه راوغوښته...
دا ښځه ډېره دينداره او دښو اخلاقو خاونده وه....
او د يوې هفتې په دننه کې ښځه متوجه شوه چې دا خادمه په تشناب کې ډېر وخت تېروي...
او ډېره تشناب ته هم ځي...
ترېنه يې وپوښتل چې ته ولې په تشناب کې ډېر وخت تېروې؟
خادمه په ژړا شوه او ډېر يې وژړل..
او کله يې چې ترېنه پوښتنه وکړه چې ولې ژاړې؟
هغې وويل: شل ورځې وړاندې زما ځوي پيدا شو او کله چې ما ته هغه دفتر وويل چې سعودي ته خدمت او کار ته ځې؟
نو زه سمدلاسه حاضره شوه ځکه مونږ ډېر غريب وو او پيسو ته مو ډېره اړتيا درلوده. نو ما له فرصت نه په استفادې هو وويل.
او په تشناب کې ځکه ډېر وخت تېروم چې زما سينې له شيدو ډکې دي او هغه باسم ترڅو درد مې کم شي.
کله چې دا ښځه وپوهېده فورا لاړه او ورته يې د اندونيزيا ټيکټ واخيست...
او زياتې پيسې يې هم ورکړې چې تر دوه کلونو يې بسنه کوله...
او بيا يې راوغوښتله او ورته يې وويل:
دا ستا د دوو کلونو تنخواه ده لاړه شه او خپل ماشوم ته شيدې ورکړه او ساتنه يې وکړه...
او له دوه کلونو وروسته کولاي شې راشې که زه ژوندئ وم.
او د ټيليفون شمېره يې هم ورکړه.
لدې وروسته د ددې ښځې له ډاکټر سره د معاينې وخت رارسيدلي وو.
خو کله چې ډاکټر معاينه کړه او وينه يې وکتله...
نو ناڅاپي ګوري چې د سرطان هیڅ نښه په کې نشته..
ډاکټر بیا ټېسټ وکړ خو بيا يې هم څه ونه موندل او هماغه نتيجه يوه وه.
ډاکټر ډېر تعجب شو چې څنګه يې شفا موندلې ده.
بيا يې ماشين په واسطه معاينه ترسره کړه..خو ګوري چې سرطان صفر شوي دي.
خو چې کله ډاکټر مطمئن شو چې په کامله توګه يې شفا موندلې ......
نو پوښتنه يې وکړه چې مرض دې په څه شي علاج کړ:
هغې ځواب ورکړ چې په صدقې او بيا يې د نبي کریم صلی الله عليه وسلم دا قول ولوست:
( داوو مرضاكم بالصدقة ) ..
يعني خپل مريضان په صدقه ورکولو تداوي کړئ.
نو هيله ده چې ددې کيسې په لوستلو خپلې بېماريانې په صدقه ورکولو تداوي کړي.
ته څه پوهېږې کېداي شي الله متعال درنه لوي مصيبت په صدقه دفعه کړي.
په بل حديث شريف کې راځي. دانسان نفس، اهل او مال ته چې کوم مصيبت متوجه وي هغه په صدقه، لمانځه او امر بالمعروف او نهي عن المنکر دفعه کېږي. فتنة الرجل في أهله و ماله يدفعها الصدقة والصلاة.....
صدقه ورکړئ ځکه کفن جيب نه لري چې له ځان سره يې ګور ته یوسی.
