ټولنيزې ليکنې

د ځان او ذهن د ارامولو ۵ طلايي رازونه!

د نورو قضاوتونه او پسې شا خبرې باید ستاسې په ژوند اغېز ونه لري، که ملايکه هم شې! بيا به هم ستا د وزرونو شور په ځينو خلکو ښه نه لګېږي او خبرې به درپسې کوي. دا د خلکو دنده نه ده چې تا دې درک کړي او د تا له زړه سوي او ښه ځوانتوبه دې خبر شي ته دې خپل کار کوه او اجر يې له خدایه غواړه. له چا سره چې کومه ښېګڼه او لطف کوې، بيرته هغسې توقع مه لره چې له تاسره يې هم باید وکړي. که چا ناځواني درسره کړې وي، دوکه يې درکړې وي ان که ته پوه شوی هم نه يې، خدای ته يې خوشې کړه، خو بيا په هغه شخص باور مه کوه. دنيا ډېره پراخه ده ، دنيا ډېره سخي ده، د هيچا برياليتوب او پرمختګ بايد‌ د تا طبيعت در خراب نه کړي او...
نور ولوله

هر اورېدونکی او هر غوږ نیونکی ستاسو د پټو رازونو ساتندوی نه دی

خالد حيدري   په شپېتمه لسیزه کې د آلمان هېواد په یوه جېل کې ټولو بندیانو د جېل د ساتوونکیو  له ناوړه او نادوده چلند څخه ډېر زیات شکایت کولو او تل به بې د هغوئ له رویې څخه سر ټکولو . اما د دې ټولو بندیانو ترمینځ د شمیدت په نوم باندې یو بندي و چې د محکمې له لوري په خورا ډېره موده بند باندې محکوم شوی و، اما له دې بندي سره بیا د جېل ساتوونکیو خورا نېک او نرم چار چلند کولو، او هغه له یو لړ لوړو خوړنیزو امتیازاتو څخه هم برخمن و. اما دې نورو بندیانو بیا داسې فکر کولو چې ګواکي شمیدت کاکو د حکومت یو لوی جاسوس دی ، او د همدې لپاره یې د بندیانو مینځ ته راوستلی ترڅو  له هغوئ څخه د حکومت په ګټه اړین مالومات راټول کړي، اما دا خبره به چې کله دا نورو ب...
نور ولوله

اختلاف

زاهد جلالي   دا دنيا له اختلافه ډکه ده. هېڅ دوه انسانان، که څومره نږدې وي، د وينې اړيکه ولري، ډېر خواږه وي... هېڅ امکان نه لري چې هر څه کې دې يو وي. يا به د رنګ اختلاف وي، يا د فکر اختلاف، يا مذهب، يا لږ تر لږه د ذوق. بې له اختلافه ژوند ممکن نه دی. آن دوه کسه چې له يوه و بل پرته ژوند نه شي کولای، که خپلو اختلافاتو پسې راواخلي، کتابچې به يې په ليکلو ډکې شي. که د رنګ و فکر و مذهب اختلاف نه وي، دا اختلاف خو ضرور شته چې د يوه به پياوه خوښه وي او د بل نه، د يوه به سور رنګ خوښ وي د بل ژېړ، د چا به يو ډول عطر خوښ وي چې پر بل به همدا بد لګېږي او همداسې... معنا دا چې هر انسان يوه دنيا ده او له نورو ټولو انسانانو سره فرق او...
نور ولوله

څه شی ښارونه ورانوي؟

دلچسپه تمثیلي کیسه     د طوطیانو یوه جوړه پر یوه وران او کنډواله ښار تېریدله، د ځان دمه کولو لپاره هلته یوه ونه کې کېناستل، طوطۍ طوطي ته وویل: دا ښار به ولې دومره سخت وران شوی یي؟ طوطي ورته وویل: چرته به کونګ دلته تېر شوی یې، د هغه سپېره له سپېرتوبه به دا ښار وران شوی یي! طوطۍ حیرانه پاتې شوه چې کونګ دومره سپېره دی!     د طوطیانو جوړه چې الوتله هلته یوه کونګ پرې ناره کړه چې تلی نه شئ، نن زما مېلمانه یئ، تاسې مسافر یئ، بې مېلمستیا مو کله پرېږدم، لنډه به یې کوو، کونګ مسافر طوطیان مېلمانه کړل، په ډېره مینه او احترام یې د هغو مېلمه پالنه وکړه، سهار یې چې هغوی رخصتول کونګ طوطۍ له لاسه ونیوله، ورته کړه یې: خیرت دی ته چرته ځې؟! ...
نور ولوله

پاچا او ګیدړان

   پخوا میراتي پاچایانو کې به یو نیم سخت کم عقل راوخوت، نو کیسې خو د عامو کم عقلانو هم نادرې یې بیا چې پاچا کم عقل شي نو کیسې یې لا نادرې او پسې مشهورې هم شي، له دې جملې یو هم دا زموږ د ګیدړانو د پاچا نادره کیسه ده، چې هم دلچسپه او خوږه ده او هم د هر واکمن او مشر لپاره طنزیه ټونګره او پټاخه ده.    کیسه کا پخوا زمانه یو پاچا و، یو ماخوستن یې چټي د ګیدړانو شور او انګولا ته پام واوښت؛ سمدستې یې وزیر باتدبیر راوغوښت او پوښتنه یې ورنه وکړه چې دا ګیدړان ولې دومره سختې نارې سورې وهي! د دې څه وجه ده؟ چالاک وزیر ورته وویل: پاچا صیب دا خواران سخت وږي دي، د خوراک او څښاک څه نه لري او دا نارې سورې له لوږې او تندې وهي.    پاچا دستې امر وکړ...
نور ولوله

آرامتيا او سکون په څه کې ده؟

ټول پدې هڅه کې يو چې آرامه او پر سکونه ژوند ولرو. مختلف سوچونه او فکرونه کوو چې څنګه کولی شو آرام اوسکون ومومو  . کله نا کله له ډېر سوچ او فکر ستړي شو، ناهيلي شو او وايو چې اصلا آرام دې زنده ګۍ کې نشته. اما واقعيت دا ندی، ژوند دومره هم ستړی ندی څومره چې مونږ فکر کوو. ژوند د اسلام په دائره کې ښکلی او آسان دی، دا مونږ يو چې  آسان ژوند مو ځانته سخت کړی او خپله خوشالي او سوکالي له اسلامه ورهاخوا بل څه کې لټوو. خوشحالي، سوکالي او آرام د انسان په ښو او بدو پورې تړلې ده . رسول الله ص وفرمايل: نيکي هغه ده چې په ترسره کولو يې زړه ته اطمنان او روح ته سکون وبخښل شي، بالعکس بدي بيا هغه ده چې روح او زړه دواړه نا ارامه کړي. دا حديث امام احمد روايت کړی. ياد حدي...
نور ولوله

زموږ نرګسي مزاجونه

   یوه ورځ چرته روان وم، موټر مې پخپله چلوو، زه به چې کله په ورو روان موټر تېر شوم، له ځان سره به مې وویل: دې سست او تنبل ته ګوره، تګ داسې یي! خو که به کوم تېز موټر زما نه مخته شو، له ځان سره به مې وویل: دې چرسي او بېلارې ته وګوره، څومره خطرناک تګ کوي! موږ هر یو ځان بېلګه او نمونه ګڼو او په دې فکر یو چې ټول دې زموږ تقلید او زموږ پر پله پل ږدي.که زموږ نه زیاتی وکړي هغه افراطي بولو او که زموږ نه کم شي د هغه کړنې تفریط بولو.     که څوک زموږ په څېر لګښت کوي، هغه منځلاری او سخي بولو، که څوک زموږ نه زیات لګښت وکړي هغه مبذر او بدخرڅه بولو او که څوک زموږ نه کم لګښت کوي؛ هغه بخیل او د کنجوس زوی یادوو. څوک چې زموږ غوندې جرأت لري؛ هغه هوښیار بولو او چې زموږ نه زیات او کم شي ...
نور ولوله

خلک لکه اوښان

    حدیث کې راغلي، رسول الله ﷺ فرمایي: خلک لکه سل اوښان، چې د بار اوښ په اساني سره نه شې په کې موندلی. عن ابن عمر رضي الله عنهما مرفوعاً: إنما الناس كالإبل المئة لا تكاد تجد فيها راحلةً. رواه البخاري ومسلم     امام القرطبي رحمه الله وایي: دا یو ډول تمثیل دی، خلکو کې سخي سړی، هغه چې د خلکو پېټي ورسره وړي، غمونو او ستونزو کې مرستې ورسره کوي؛ دومره کم او نادر پیدا کېږي لکه ډېرو اوښانو کې چې د بار اوښ کم پیدا کېږي. [فتح الباري 335/11]     د رسول الله ﷺ د دې قیمتي لارښوونې موخه دا ده چې خلکو سره په تعامل او چلند کې باید انسان ډېر محتاط واوسي، ځکه خلکو کې ګڼ شمېر کمزورۍ دي. د دې بر عکس ځینې صوفیان او په پوهه غاره یاران دې دا فکر نه کوي چې&n...
نور ولوله

د مهارتونو لوړولو لارې چارې

د مخکيني لیکنې په لړ کې یو شمیر ملګرو د مهارتونو د لوړولو لپاره عملي لارښونې غوښتې وې. مخکې له دې چې مشخصې لارښونې درته ولیکم، یوه عمومي لارښونه دا ده چې د مهارتونو لوړول دوامداره تمرین، ریاضت او هلو ځلو ته اړتیا لري. دا د یو وار چاره نه ده بلکې یو روان بهیر دی.  زما د شخصي تجربې په رڼا کې لاندې کارونه کولی شي چې د مهارتونو د لوړولو په برخه کې درسره مرسته وکړي: کلک مهارتونه: د کلکو مهارتونو د پیاوړي کولو په موخه خو طبعاً باید رسمي زدکړې وکړو. پوهنتون، تعلیمي مرکزونو کې زدکړې او ځانګړي تعلیمي پروګرامونه تعقیبول د کلکو مهارتونو د پیدا کولو لومړی ادرس دی. خو پوهنتون یا تعلیمي مرکز کې زدکړې کفایت نه کوي چې تاسې څخه یو پیاوړی مسلکي شخصیت جوړ کړي. بناً، د رسمي زدکړو تر...
نور ولوله

په کاري ژوند کې د بریا اړین مهارتونه

پوهان وايي چې په عملي/مسلکي ژوند کې د بري دپاره مهارتونه په دوو برخو - نرم (Soft Skills) او کلک (Hard Skills) - ویشل کیږي او یو د بل بشپړونکی دی. که دغه بشپړونه وي نو بیا په ژوند کې د بریالي کیدو چانس خورا ډیر دی. کلک مهارتونه: کلک مهارتونه چې مسلکي مهارتونه هم ورته ویل کیږي په خپل مسلک کې تخنیکي پوهې ته وايي. د بیلګې په ډول که یو څوک حقوق پوه دی نو د قوانینو په اړه پوره پوه وي او معلومات ولري، که یو څوک مستري دی هغه د موټرو د ترمیم د خپلې برخې کار کې ماهر وي. مسلکي مهارت چې څومره ډیر وي، همدومره یو شخصي له مسلکي اړخه اعتبار ګټي او دغه اعتبار په مسلکي ژوند کې د بري لومړی ګام دی. نرم مهارتونه: ...
نور ولوله

زه او ښایستو

      د ځواني ټولې هيلې مې په یوه ښایستو پوري تړلې وې، که یې ترلاسه کړم نو ګواکې ټوله دنیا زما شوه، د خدای کړه و ټوله دنیا زما شوه، ځکه هغه ښایستو زما شوه. څه موده وروسته زما او ښايستو وږیو ذهنونو ته بله او مهمه هیله را ننوتله، لکه پخوا یوګونې چوپتيا کړولو دا مهال مو دوه ګونې چوپتيا ماتول مهمه هیله وګرځيدله او له الله نه مو خواږه ماشومان غوښتل، مهربانه څښتن هغه هم راولورول، لنډه دا چې کور مې هم جوړ شو او شور هم په کې پیدا شو.       اوس نو موږ څو ژوندي سري وو، خپل خوراک او څښاک ته مو اړتیا وه، هیله مې دا شوه چې ځان ته کار او کتار برابر کړم او د خپلې ګولې درک پخپله وکړم، د دې هيلې په ترلاسه کولو پسي مې هم ډېرې منډې ترړې وکړې او الحمد لله پید...
نور ولوله

شخصي نظم/ډسپلین (Self Discipline)

(د مهارتونو د لوړولو په دوام) مهارتونه، وړتیاوې، مسلکي شخصیت پیاوړي کول او دې ورته مسایلو باندې لوست او اوریدل سخت خوند کوي. د لوست/اوریدو پر مهال سړی فکر کوي چې بس له سبا به زما د ژوند کیسه بدله وي. خو چې لیکنه/وینا خلاصه شي نو له لومړیو څو ساعتونو وروسته بیا هغه په ګرمه کې سړی دا هیر کړي چې ما یو څه اوریدلي وو چې که عملي یې کړم نو ډیرې ورانې کیسې به جوړې شي.  زه په دې موضوع ملګرو او ځوانانو ته د خبرو کولو شوقي یم نو د مقابل لوري د برخورد خورا ډیره تجربه لرم. مونږ ټول غواړو چې د احمد او محمود په شان خپل مسلک کې ستر شخصیتونه شو، د مهارتونو نوملړ چې لولو نو هر هغه مهارت چې یاد شوی وي ترلاسه کولو هوډ کوو، یوازینی شی چې نه کوو، ه...
نور ولوله

د یوه چا د آخرت د ښه کولو هڅې!

نن سبا، متأسفانه هغه خلک چې د یوه چا د آخرت د ښه کولو کوښښ کوي، هغوی ته په ښه سترګه نه کتل کیږي، او حتٰی په ځینو وختونو کې هغه توهین کیږي هم؛ او هغوی ته هغه ټکي کارول کیږي، چې ډېر دردونکي وي. پکار خو دا ده، چې د دغه شانته خلکو باید د زړه له کومي قدر او عزت وشي، او هغوی نور هم تشویق شي، چې دغه نېک کار ته دوام ورکړي! ځینې خلک متأسفانه، یوازې پدغه خوشحاله کیږي، چې هغوی ته یوازې د دنیوي ګټو لاره وښودل شي، او د دغه شانته خلکو څخه به بیا هېڅکله بد ټکي وانه ورېدل شي، او هر وخت به په ځواب کې جزاک الله خیراً درته ډالۍ کوي. لېکن، کله چې دغه ډوله خلکو ته، د دوی د آخرت د ګټې خبره وکړل شي، نو بیا به سمدلاسه د دوی په تندي کې ګونځې درته...
نور ولوله

د خلکو هڅوني لپاره ښه کار ښکاره کول

     ځینې خلک وایي موږ د خیر کارونه د خلکو د هڅونې لپاره په ډاګه او ښکاره کوو، دوی ته باید وویل شي چې د خلکو د هڅونې لپاره د خیر کار په ښکاره کولو لپاره شریعت یو اصل ټاکلی، هغه داسې که څوک کولی شي د عمل ښکاره کولو په وخت ځان له ریاکاري ساتلی شي او زړه یې ډاډه وي چې دا عمل یې خاص د الله لپاره دی؛ نو ده ته اجازه شته چې د خلکو د هڅونې لپاره د خیر کار ښکاره وکړي.     او که یو څوک له ریاکاري ځان نه شي ساتلی، که د خیر کار ښکاره کړي په ریا د اخته کیدلو خطره یې وي؛ د داسې انسان لپاره لازمه ده چې د خیر کار یا کوم عبادت پټ وکړی. او د خلکو هڅونې په نیت یې ښکاره نه کړي، ځکه د ریا په صورت کې ښه عمل ختمیږي او الله تعالی په غوسه کیږي، نو څوک چې عقل لري هغه د خلکو د هڅو...
نور ولوله

در تنهایی یتیمان دستگیرومونس وغمخوار آنها شوید !

درحالیکه ماه مبارک رمضان درحال ختم شدن وعید سعیدفطرهم درآستانه فرارسیدن هست باتلاش اندکی میتوانید لبخندی به چهره یتیمان پدرمُرده بیاورید ودرعین حال باید : - بعد ازخُدا همکار و کُمک کننده ایشان شما باشید . - ازجانب رب العالمین شما به آنها وسیله ساختن زندگی وحلال مشکلات ایشان شوید . - به نمایندگی ازپیامبرگرامی اسلام ( صلی الله علیه وسلم ) شما کفیل وسرپرست ایتام شوید . - شما دلیل وسند برای آرامش روحی وجسمی آنها شوید . - شما یارویاورتنهایی ومونس وغمخ...
نور ولوله

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک